1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

«تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيستل کيږي»

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د طالبانو د پوهنې وزارت وایې چې د شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه يې غونډي کړي دي. طالبان تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان دویچه ویله ته وویل چې تر شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځېو د خلاصون له پاره پرله پسې غونډي سوي دي چې ډېر ژر به ښوونځې د ښځینه زده کوونکو پرمخ پرانیستل سې: «په ټول افغانستان کې دامهال ۱۹۰۰۰ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص دي چې درې زره یې پکې خصوصې  دي.»

د پوهنې وزارت ویاند وایې چې د ښځینه ښوونکو شمېر هم بشپړ دی چې تراوسه یادو ښوونځیو کې ۲۹۲ زره نارینه استادان شته چې ۹۲ زره یې ښځینه ښوونکې دي او خپلې درسې چاري مخ ته وړي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو ژمنه مخکې هم کړې وه، خو عملي یې نه کړهانځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP

د طالبانو د پوهني وزارت وياند زياته کړه: «له لومړي ټولګې ترشپږم ټولګې پوري ټولټال ۲۷ لکه ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته ځې او ۱۳ لکه ښځینه چې له شپږم ټولګې پورته زده کړي یې ځنډیدلې دي، ډېر ژر به یې پرمخ ښوونځي پرانیستل سې.»

که څه هم ویل کیږي چې د دی ښوونکو د میاشتنۍ تنخوا ګانو په برخه کې ډېره مرسته د یونیسف ادارې له لوري کیږي خو د طالبانو د پوهني وزارت دا تائيدوي چې د کلتوري ستونزو ترڅنګ د بودیجې نشتوالې هم د ښځینه وو له پاره د لوړو ټولګیو د تړل کیدو یو لوې علت بلل سوی دی.

پر کور ناستي زده کوونکې څه ته انتظار دي؟

بي بي عاقله د جلال آباد ښار د دولسم ټولګې زده کوونکې ده هغه له تیرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د یوه داسې خبر اوریدلو ته شپې او ورځې شماري چې کله به د شپږم ټولګې پورته نجونو پر وړاندي د ښوونځیو دروازې پرانیستل سې.

انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې که هر ډول حجاب وي دوی ورته تیار دي، خو له طالبانو غوښتنه کوي چې ښوونځي دې د زده کوونکو پرمخ پرانیزي: «طالبان دي یوازي د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، موږ یې د حجاب پرسر هر شرط منو خو موږ د ښوونځیو خلاصون ته تږي یوو ترڅو خپلې زده کړي بشپړي کړو.»

په کابل کې د سیاسي چارو شنوونکې وحیدالله غازي خیل دویچه ویله ته وویل چې طالبانو ژمنه کړې ده چې له شپږم ټولګې پورته ښځینه زده کوونکو پر وړاندي به ښوونځي پرانیزي. ده وویل طالبانو ویلي ول چې د روان وضیعت او کلتوري ستونزو له امله یې ښوونځي همداسې تړلې پاته کړي وي: «د ولس غوښتنه همداده چې د ښځینه زده کوونکو پرمخ  ښوونځي خلاص کړي که طالبان پرخپلو ژمنو داځل عمل ونه کړي نو د ولس او اوسني حاکم نظام ترمنځ به واټن زیات سې.»

په افغانستان کې تر شپږم ټولګې لوړو ښځینه زده کوونکو له پاره داسي مهال د ښوونځیو د خلاصون خبر ورکول کیږي چې ویل کیږي تر یو نیم میلیون زیاتې نجونې اوس د ښوونځیو د نه خلاصون له امله په کورونو کې ناستي دي او د ښوونځي بیا ځلې زنګ کړنګیدو ته شپې او ورځې شماري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل