تر لوی اختر وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د بيرته ستنېدو بهير پيل سو. د دغو کډوالو ځيني وايي چي په ډېره خوښۍ سره خپل هيواد ته ستنېږي، خو زياتوي چي تر ټولو زيات به پخپلو گاونډيانو پسې خفه وي. له يوه کډوال سره مرکه.
اعلان
[No title]
نور مطالب
انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل
افغانان په ډله ییزه ټوګه له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. په وروستي مورد کې نزدې ۳۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ورسیدل. په وروستیو وختونو کې پر افغان کډوالو باندې د پاکستان فشار ډیر شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed
افغان چارواکي وایي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي دي. په دې هیواد کې ۱.۶ میلیونه نور افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوسیږي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو خرابیدل د دې لامل شوي دي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډیر کړي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
د افغانستان د کډوالو او بیا ستنیدونکو وزارت ویلي دي چې له اګست میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.