تر لوی اختر وروسته ډېر افغانان له پېښوره وځي؟
شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه[No title]
دا هم کتلای سئ:
له پاکستانه د افغان مهاجرو په وتلو کي زياتوالی راغلی دی
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، تېره یوه میاشت (جون ۲۰۱۶) کې شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، تېره یوه میاشت (جون ۲۰۱۶) کې شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د دغه ریاست د مالوماتو له مخې د قانوني اسنادو لرونکو راستنېدونکو کورنیو هر غړي ته ۴ سوه امریکايي ډالره ورکول کېږي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، له تېرې یوې میاشتې (جون ۲۰۱۶) راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو راتګ کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
ځینې راستانه شوي بیا وايي، پاکستان هېواد کې له افغان کډوالو سره ډېر بد چلن کېږي، چې له امله یې ډېری اړ کېږي، چې هېواد ته راستانه شي.
خو یو شمېر هغه راستنېدونکي، چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د مرستو له روان بهیره نا خوښه دي او وايي، هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
هېواد ته راستنه شوې یوه کونډه مېرمن وايي: " هېڅ هم چا نه دي راکړي. راغلو دلته مو ورځ تېره کړه خو چا هېڅ رانه کړل. دلته مو ځای شته خو کور پکې نه شو جوړولی، ځکه وس مو نه کېږي".
د بېرته راستانه شوو مهاجرو د ماشومانو له پاره د ښوونځيو کمښت هم يوه لويه ستونزه ده.
دا مهال پاکستان کې څه دپاسه دوه میلونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا یو نیم میلون یې ثبت او هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزي دویچه ویلې ته وویل، په تېره یوه میاشت کې پر تورخم بندر شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي، چې د ننګرهار سر بېره د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم پکې شته .