تر نادعلي وروسته په ناوه ولسوالي کي جگړه روانه دهن.ز۱۳۹۵/۵/۱۹۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سهشنبهد هلمند په ناوې ولسوالۍ کي له درو ورځو راهيسي سخته جگړه روانه ده. ځايي اوسېدونکي وايي چي د ولسوالۍ ټولي لاري تړل سوي او دوی بند پاته دي. د ناوې ولسوالۍ له يوه اوسېدونکي سره مرکه.لینک کاپي کولانځور: picture-alliance/landov/A. Aziz Safdaryاعلان[No title]This browser does not support the audio element. د هلمند يو اتل ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړيعبدالغفور افغانیار، د افغانستان د پولیسو هغه یو افسر دی چې په پولیسو کې د خپلې دندې له پیل راهیسې یې په ناامنه ولایت هلمند کې شپږ زره ماینونه شنډ کړي دي. تر اته میاشتې دمخه هغه په خالي لاسونو بمونه شنډول.انځور: Police Handout عبدالغفور افغانیار، هغه ځوان دی چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې يې د افغانستان په ملي پولیسو کې دنده پیل کړه.انځور: Police Handout هغه په لومړي سر کې په پولیسو کې معمولي دنده درلوده او په هلمند ولایت کې یې کار کاوه.انځور: Police Handout عبدالغفور چې کله په دې پوه شو چې ماینونه او بمونه د ملکي کسانو د سترې مرگ ژوبلې سبب گرځي، نو د چاودیدونکو توکو د شنډولو څانگې ته ورغی.انځور: Police Handout امریکایي ځانگړو ځواکونو هغه ته په لنډه موده کې روزنه ورکړه او د ماینونو په شنډولو یې پیل وکړ.انځور: Police Handout عبدالغفور، تر همدا تیرو اتو میاشتو پورې په تشو لاسونو بمونه شنډول. هغه وایي چې یوه ورځ یې آن تر ۴۰۰ ماینونه شنډ کړي دي، چې د طالبانو په یوه ډیپو کې کشف شول.انځور: Police Handout عبدالغفور له هغه وخته چې د ماینونو د شنډولو په برخه کې په کار پیل کړی دی، په دې توانیدلی دی چې تر شپږو زرو زیات ماینونه، بمونه او چاودیدونکي توکي شنډ کاندي.انځور: Police Handout د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو وختونو کې د هغه کار وستایه او هغه لومړي ساتنمن رتبې ته ترفیع وکړه. په دغه انځور کې عبدالغفور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین جنرال محمد ایوب سالنگي سره لیدل کیږي.انځور: Police Handout د سیمي خلک وایي چې عبدالغفور د چاودیدونکو توکو په شنډولو سره د ډیرو خلکو ژوند ژغورلی دی.انځور: Police Handout هلمند د افغانستا يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چې تل پکښې د یاغیانو له لوري ماینونه ځای پر ځای کیږي. زیاتره وخت ملکي کسان د دغو بمونو قرباني کیږي.انځور: Police Handout ځایي خلک عبدالغفور د یوه ځایي اتل په توگه پیژني او هغه ته ځانگړي احترام لري.انځور: Police Handoutانځورونه1 | 10