د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ملاقات کړی
۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبهد امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن او د هغه چينايي سيال وانګ يي د تېر کال له اکتوبر مياشتې راهيسې په لومړي ځل په بالي کې سره وکتل. له دې لیدنې مخکې، د امریکا متحده ایالاتو او چین یادو دواړو لوړ پوړو سیاستوالو تېر کال د G20 په غونډه کې برخه اخیستې وه.
انتوني بلینکن د لیدنې په پیل کې وویل: «د مستقیمو خبرو اترو له پاره بل بدیل نشته [...] او د امریکا متحده ایالاتو او چین ترمنځ په پیچلو او مهمو اړیکو کې خورا مهم مسایل شته چې باید خبرې اترې پرې وشي.»
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته وويل: «چين او امريکا دوه ستر هېوادونه دي، نو د دواړو هېوادونو له پاره اړينه ده چې نورمال تعامل ولري» او په عين وخت کې بايد له يو بل سره خبرې اترې وکړي تر څو اړیکې پرمختګ او په سم لوري روانې شي.
امريکا: د روسیې په پرتله چين ستر او اوږدمهاله خطر دی
تمه کیږي چې بلینکن به یو ځل بیا چین ته خبرداری ورکړي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ ونه کړي. ویل کیږي چې دواړه خواوې به په نورو لانجمونو مسایلو لکه د تایوان، د جنوبي چین سمندر په اړه د چین مخ په زیاتیدونکي ادعا، په آرام سمندر کې د نفوذ پراختیا، بشري حقونه او پرسوداګریزو تعرفو خبرې وکړي.
چين: د تايوان د «آزادۍ د مخنيوي» له پاره به تر پايه وجنګيږو
په ختیځه آسیا کې د امریکا یو جګپوړی ډیپلومات ډانیل رسل چې له جو بایډن سره نږدې اړیکې لري، په دې باور دی چې د دواړو سیاستوالو تر منځ د لیدنې اصلي موخه د بایډن او شي جین پینګ ترمنځ د شخصي لیدنې د زمینې برابرول دي.
دا به د دواړو ولسمشرانو تر منځ لومړۍ لیدنه وي، چې ښایي د نوامبر په میاشت کې د G20 سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
د ستراتیژیکو سیالیو سره سره، په نړۍ کې دا دوه لوی اقتصادي قدرتونه لاهم مهم سوداګریز شریکان دي. بایډن په متحده ایالاتو کې د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې د ډیریدونکي انفلاسیون د مخنیوي له پاره په ډیری چینایي توکو باندې د تعرفو لیرې کولو په اړه هم غور کړی دی.