په آلمان کې د مهاجرو مخالفين د ریکارد کچې ته رسیدلي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبهپه آلمان کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د مخ پر ډیریدونکي مخالفت په اړه دغه شمیرې د «فریدريش اېبرت» بنسټ له خوا د ترسره شوې سروې له پایلو څخه ترلاسه شوي دي. له سوسيال دموکراتانو سره تعلق درلودونکي دغې ادارې د رپوټ پر بنسټ، ښي اړخو عوام پالو نظریاتو حتی د ټولنې مرکزي جوړښت ته هم سرایت کړی دی.
د نویو شمیرو له مخې ۵۴،۱ سلنه آلمانان په آلمان کې د موجودو سیاسي پناه غوښتونکو په اړه منفي نظر لري. د «فریدريش اېبرت» بنسټ له ۲۰۰۲ م کال راهیسې هر کال په آلمان کې د ښي اړخو د افراطیت په هکله څیړنیز رپوټ خپروي. سږ کال دغه رپوټ د بیلي فلډ پوهنتون پورې اړوندې څيړونکې ډلې برابر کړی دی.
د پخواني ختیځ آلمان په سیمو کې د لویدیځې برخې په پرتله له مهاجرو سره د مخالفت کچه لوړه ده. په ختیځو سیمو کې ۶۳ سلنه، په داسې حال کې چې په لویدیځو سیمو کې ۵۱ سلنه آلمانان د مهاجرو مخالف نظر لري.
دا خبره هم مهمه ده چې په آلمان او اروپا کې د مهاجرت د بحران له پیل څخه مخکې په ۲۰۱۴م کال کې د ترسره شوي سروې له مخې ۴۴ سلنه آلماني اتباعو د مهاجرو او پناه غوښتونکو په هکله منفي نظر درلود.
په ۲۰۱۶م کال په هغه وخت کې چې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو، د مهاجرو د مخالفت کونکو آلمانانو فیصدي تر ۵۰ سلنې ټيټه وه.
د سږنۍ سروې د رپوټ برابرولو له پاره د ۲۰۱۸ م کال د سپتمبر او ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتو په موده کې د ټول آلمان په کچه د نږدې ۲۰۰۰ آلماني اتباعو نظرونه پوښتل شوي وو.
د بیلي فلډ پوهنتون اړوند د دې رپوټ چمتو کونکی څيړونکی ویلهم بیرګهان، وایي سره له دې چې په سروې کې شامل ډیري پوښتل شوي کسان د لیبرال نظر درلودونکي او دیموکراسي پلوه کسان وو، خو دوی هم د مهاجرو په هکله منفي نظر درلود.
Haider / Janjevic, Darko/ ش. ن/ ن. ص