تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي ۱۰ هيوادونه و پېژنئ
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهتر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي ۱۰ هيوادونه و پېژنئ
د SIPRI سازمان د ۲۰۱۶ کال په راپور کي هغه هيوادونه ښودل سوي چي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ يې تر ټولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات صادر کړي دي. زموږ په دغه انځوريز راپور کي دغه لوی وسله خرڅوونکي هيوادونه پېژندلای سئ:
۱۰ مقام ـ اسرائيل
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار اذربايجان او دريم لوی وسله رانيونکی د امريکا متحده ايالات هيواد دی. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۹ مقام ـ اوکراين
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار چين، دويم لوی خريدار روسيه او دريم لوی وسله رانيونکی د تايلند هيواد دی.
۸ مقام ـ ايټاليا
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۷ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار ترکيه، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د الجزاير هيواد دی.
۷ مقام ـ هسپانيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۸ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار استراليا، دويم لوی خريدار سعودي عربستان او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
۶ مقام ـ بريتانيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۴،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار هند او دريم لوی وسله رانيونکی د اندونيزيا هيواد دی.
۵ مقام ـ جرمني
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار جنوبي کوريا، دويم لوی خريدار يونان او دريم لوی وسله رانيونکی د امریکا متحده ايالات هيواد دی.
۴ مقام ـ فرانسه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار مصر، دويم لوی خريدار چين او دريم لوی وسله رانيونکی د متحده عربي امارات هيواد دی.
۳ مقام ـ چين
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶،۲ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار پاکستان، دويم لوی خريدار بنګله دېش او دريم لوی وسله رانيونکی د ميانمار هيواد دی.
۲ مقام ـ روسيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار وېتنام او دريم لوی وسله رانيونکی د چين هيواد دی.
۱ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۳۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
SIPRI
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د می مياشتي په ۷مه نېټه په ستوکهولم کي د نړيوالې سولې د انستيتيوت SIPRI له پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د انستيتيوت په ۱۹۶۶ کال د سوېډن د حکومت له خوا د يو بنسټ په توګه جوړ کړل سو. د دغه بنسټ د کارکوونکو شمېر د ۵۰ او ۶۰ تر منځ دی چي نيم مصارف يې د سوېډن حکومت تمويلوي. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.12.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري.
روسیه
په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
امریکا متحده ایالات
امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
فرانسه
فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
چین
د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
بریتانیا
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
پاکستان
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
وسلې خرڅوونکي ۱۰ لوی شرکتونه
په ستوکهولم کي د سولي څېړنيز مرکز سيپري په خپل راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کي د ۳۷۰،۷ ملياردو ډالرو په حجم وسلې پلورل سوي دي. د دغو وسلو څخه تر نيمايي زياته برخه صرف د دغو ۱۰ شرکتونو له خوا پلورل سوې.
۱ مقام ـ لوکهيد مارتين، متحده ايالات ـ ۳۶،۴ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲ مقام ـ بوينګ، متحده ايالات ـ ۲۸ مليارده ډالره
۳ مقام ـ BAE سيستمز، بريتانيه ـ ۲۵،۵ مليارده ډالره
۴ ـ مقام ـ رای تيون، متحده ايالات ـ ۲۱ مليارده ډالره
۵ مقام ـ نورتروپ ګرمن، متحده ايالات ـ ۲۰ مليارده ډالره
۶ مقام ـ جنرل ډايناميکس، متحده ايالات ـ ۱۹،۳ مليارده ډالره
۷ مقام ـ ائيربس، فرانسه ـ ۱۲،۹ مليارده ډالره
۸ مقام ـ يونايتد تکنالوجيز، متحده ايالات ـ ۹،۵ مليارده ډالره
۹ مقام ـ فينميکانيکا، ايټاليا ـ ۹،۳ مليارده ډالره
۱۰ مقام ـ L3، متحده ايالات ـ ۸،۸ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]