تر ټولو زيات بډای اشخاص په نړۍ کي ـ ۲۰۱۷ کال
۱۳۹۶ فروردین ۵, شنبهتر ټولو زيات بډای اشخاص په نړۍ کي ـ ۲۰۱۷ کال
د نړۍ د تر ټولو زيات بډای کسانو د ليسټ په سر کي څوک ځای لري؟ د فوربس د نوي ليسټ پر اساس د دغو تر ټولو بډای کسانو انځورونه په دغه انځوريز البوم کي وګورئ:
۲۰ مقام ـ شېلډن اډلسون ـ ۳۰،۴ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۸۳ کلن شېلډن اډلسون د يهودي ناقلينو زوی دی چي د جايدادونو په کاروبار کي يې په ملياردونو ډالره وګټلې. نوموړي په ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د کانديد دونلد ترمپ سره په خپلو سخاوتي بسپنو په کامپاين کي مرسته وکړه. [د دغه راپور معلومات د فوربس مجلې، هانډلسبلټ، او دي پرېسه له وېبپاڼو څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۵مه نېټه اخيستل سوي. (ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی)]
۱۹ مقام ـ لي کا شينګ ـ ۳۱،۲ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۸۸ کلن لي کاشينګ د هانګ کانګ تر ټولو بډای پانګه وال دی. نوموړی د پلاسټيکي ګلانو د شرکت په مرسته په ملياردونو ډالره پيسې وګټلې.
۱۸ مقام ـ وانګ جيانلين ـ ۳۱،۳ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۶۲ کلن وانګ جيانلين تر ټولو بډای چينايي وکړی دی. نوموړي د جايدادونو په کاروبار کي زياتي پيسې ګټلي دي.
۱۷، ۱۶ او ۱۵ مقام ـ اليس، جيم او روب والټون ـ هر يو له ۳۳ ملياردو ډالرو زیاتي شمتني ـ وال مارت شرکت
۷۲ کلن سامويل روب والټون (انځور کي ښه اړخ) د خپلې خور اليس والټون (انځور منځ) او د خپل ورور (جيم والټون) سره په ګډه د نړۍ د تر ټولو لوی د دکانونو د لړۍ وال مارټ د مؤسس وارثين دي. دوی درې واړه جلا جلا تر ۳۳ ملياردو ډالرو زياتي شمتنۍ لري.
۱۴ مقام ـ ليليانا بېټنکورټ ـ ۳۹،۵ مليارده ډالره شمتني ـ د لوريال شرکت څښتنه
۹۴ کلنه ليليانا بېټنکورټ د نړۍ تر ټولو زياتي شمتنۍ لرونکې ښځه ده. د دغې فرانسوۍ پلار په ۱۹۰۷ کال د لوريال په نوم شرکت تاسيس کړ چي نن يې دغه مېرمنه تر ټولو زياتي ونډي لري.
۱۲ او ۱۳ مقام ـ لېري پېج او سرګې برين ـ ۴۰،۷ مليارده ډالره شمتني ـ د ګوګل مؤسسين
لېري پېج (انځور کيڼ اړخ) د ۱۹۹۸ کال راهيسي د خپل ملګري سرګې برين (انځور ښه اړخ) سره د انټرنټي لټون ماشين ګوګل مشر دی. په دوی کي لېري پېج ۴۰،۷ مليارده ډالره او برين ۳۹،۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
۱۱ مقام ـ بېرنارد ارنالټ ـ ۴۱،۸ مليارده ډالره شمتني ـ د LVMH شرکت پانګه وال
۶۸ کلن بېرنارد ارنالټ د فوربس د بډايانو په ليسټ کي تر ټولو بډای فرانسوی دی. نوموړی او د هغه مېرمنه د نورو مهمو شرکتونو تر څنګ د مشهور کرسټيان ډيور شرکت زياته پانګه لرونکی کس دی.
۱۰ مقام ـ مايکل بلومبېرګ ـ ۴۷،۵ مليارده ډالره شمتني ـ د بلومبېرګ شرکت مؤسس
د نيويارک پخوانی ښاروال ۷۵ کلن مايکل بلومبېرګ د اقتصادي معلوماتو د شرکت بلومبېرګ مؤسس دی. هغه په وال سټريټ ونډه بازار کي د پانګه اچوونکي بېنکر په توګه پيسې وګټلې.
۸ او ۹ مقام ـ ډېويډ اېچ او چارلس کوخ ـ ۴۸،۳ مليارده ډالره شمتني ـ د کوخ شرکت څښتنان
ډېويډ اېچ کوخ(انځور ښه اړخ) د خپل پنځه کاله مشر ورور چارلس (انځور کيڼ اړخ) په څېر تقريبا ۴۸،۳ مليارده ډالره شمتنۍ لري. دواړه د نفتو او کيمياوي توکو د شرکت کوخ څښتنان دي. ډېويډ کوخ د «ټي پارټي» په نوم د متحده ایالاتو د محافظه پال غورځنګ تر ټولو لوی تمويلونکی هم دی.
۷ مقام ـ لېري اېليسن ـ ۵۲،۲ مليارده ډالره شتمني ـ د اوراکل شرکت مؤسس
۷۲ کلن لېري ايليسن د تېر کال په پرتله د شمتنو په ليسټ کي د خپل مقام په جګولو کي نه دی بريالی سوی، خو بيا يې هم د تېر کال په پرتله په شتمنيو کي د تقريبا ۱۰ ملياردو ډالرو زیاتوالی راغلی دی.
۶ مقام ـ کارلوس سلیم ـ ۵۴،۵ مليارده ډالره شمتني ـ ميکسيکنی پانګه وال
کارلوس سليم د تېر کال په پرتله د فوربس په حواله ۵ مليارده ډالره په تير کال کي ګټلي او سرمايه يې سږکال ۵۴،۶ ته جګه سوې ده. نوموړی د نورو لويو شرکتونو تر څنګ د تليکام آستراليا يو لوی پانګه وال دی.
۵ مقام ـ مارک زکربرګ ـ ۵۶ مليارده ډالره شمتني ـ د فيسبوک بنسټ ايښودونکی
مارک زکربرګ ۳۲ کلن دی. خو د فيسبوک دغه بنستګر اوس د نړۍ په تر ټولو بډای انسانانو کي شمېرل کيږي. اټکل کيږي چي هغه به ډېر ژر د نړۍ په ملياردرانو کي تر ټولو مخکي سي.
۴ مقام ـ امانڅيو اورتېګا ـ ۷۱،۳ مليارده ډالره شمتني ـ د جامو د شرکتو مالک
امانڅيو اورتېګا د اروپا تر تولو بډای شخص دی. دغه هسپانوی تجار د يو شمېر نورو جامو د شرکتونو د زارا په نوم مشهور شرکت څښتن هم دی. نوموړی د زيات وخت راهيسي د فوربس له خوا د ملياردرانو د ليسټ په لومړيو لسو مقامونو کي قرار لري.
۳ مقام ـ جېف بېزوس ـ ۷۲،۸ مليارده ډالره شمتني ـ د امازون شرکت رئيس
جېف بيزوس تېر کال د لومړيو لسو ملياردرانو په ليسټ کي د لومړي ځل له پاره داخل سوی ؤ. خو هغه سږ کال ځان دريم مقام ته رسولی.
۲ مقام ـ وارن بوفېټ ـ ۷۵،۶ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
هغه وختونه چي ۸۶ کلن پانګه وال وارن بوفېټ به د ملياردرانو د ليسټ په سر کي قرار درلود پای ته رسېدلي دي. خو هغه د فوربس د ۲۰۱۷ په ليسټ کي د دريم مقام څخه بېرته دويم مقام ته راجګ سوی دی.
۱ مقام ـ بل ګېټس ـ ۸۶ مليارده ډالره شتمني ـ د بيل ګېټس بنسټ مشر
د مايکروسافټ مؤسسس بل ګېټس په تيرو ۲۳ کالو کي ۱۸ ځله د ملياردرانو په ليسټ کي لومړي مقام درلودلی دی. د تېر کال په پرتله د هغه په شتمنۍ کي زياتوالی راغلی او دغه شمتني ۸۶ مليارد ډالرو ته جګه سوې ده. [د دغه راپور معلومات د فوربس مجلې، هانډلسبلټ، او دي پرېسه له وېبپاڼو څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۵مه نېټه اخيستل سوي. (ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی)]
په ورته موضوع نور انځوريز البمونه (زموږ له آرشيف څخه) :
په ۲۰۱۶ کي دغو ۱۰ کسانو تر ټولو زياتي پيسې وګټلې
په ۲۰۱۶ کال کي کومو لسو شخصيتونو تر ټولو زياتي پيسې وګټلې؟ دا چي دا څوک ول او څومره پيسې يې ګټلي، په فوربس مجلې يې ليسټ خپور کړی دی. انځوريز راپور کي يې وګورئ:
۱۰ مقام ـ ۷۹ مليونه ډالره ـ ۶۵ کلن راډيويي ژورنالست ـ رش ليمبګ
۹ مقام ـ ۸۰،۵ مليونه ډالره ـ ۲۸ کلنه سندرغاړې ـ آديلې
۸ مقام ـ ۸۱،۵ مليونه ډالره ـ ۲۹ کلن فوټبالر ـ ليونېل مېسي
۷ مقام ـ ۸۵ مليونه ډالره ـ ۶۲ کلن راډيويي ژورنالست ـ هووارد شتېرن
۶ مقام ـ ۸۷،۵ مليونه ډالره ـ ۳۷ کلن کاميدي هنرمند ـ کېوين هارت
۵ مقام ـ ۸۸ مليونه ډالره ـ ۳۱ کلن فوټبالر ـ کريستيانو رونالدو
۴ مقام ـ ۸۸ مليونه ډالره ـ ۶۶ کلن تلويزيوني کوربه ـ ډاکټر فيل مک ګرا
۳ مقام ـ ۹۵ مليونه ډالره ـ ۶۹ کلن کتاب ليکونکی ـ جېمز پېترسن
۲ مقام ـ ۱۱۰ مليونه ډالره ـ ۴ ځوان موسيقي ږغونکي ـ ون ډايرېکشن موسيقي ډله
۱ مقام ـ ۱۷۰ مليونه ډالره ـ ۲۷ کلنه سندرغاړې ـ ټېلر سويفټ
کوم پاچا لري تر ټولو زياتي پيسې؟
کله چي د شاهي کورنيو ذکر کيږي نو زيات وخت دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي څومره پيسې او جايدادونه لري. د فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال د ۱۰ تر ټولو زياتو شمتنو پاچهانو ليسټ خپور کړی ؤ. دغه لس تر ټولو بډای پاچهان دلته وپېژنۍ:
۱۰ ـ د عمان سلطان قابوس بن سيد
سلطان قابوس بن سيد ويل کيږي چي ۷۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري او د نړۍ د شتمنو پاچهانو په ليسټ کي په لسم نمبر دی.
۹ ـ آغا خان شاه کريم الحسيني
آغا خان چي د خپلي مذهبي فرقې مشر دی، پر کوم دولت پاچهي نه کوي خو پېرويان يې ورته تر پاچا زیات عزت ورکوي. د خپل دين دغه پنځم پېشوا تقريبا ۸۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري.
۸ ـ د موناکو پاچا البېر دويم
موناکو په اروپا کي يو کوچنی هيواد دی. د فوربس مجلې د ۲۰۱۱ کال د راپور پر اساس دغه پاچا د ۱۰۰۰ مليونو يا يو مليارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.
۷ ـ د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني
د قطر د شاهي کورنۍ په هکله فوربس ليکلي ول چي ۲،۴ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
۶ ـ د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم
د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم د فوبس د راپور پر اساس په ۲۰۱۱ کال د ۳،۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمۍ درلودې.
۵ ـ د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم
د متحده عربي اماراتو لومړی وزير او د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم په هکله فوربس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال يې د ۴ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۴ ـ د ابو ظبي امير خليفة بن زايد آل نهيان
د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبي د امارت امير خليفة بن زايد آل نهيان په هکله فوبس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال کي يې د ۱۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۳ ـ د سعودي عربستان وفات سوی پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزيز
په ۲۰۱۱ کال لا چي کله د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزير ژوند ؤ، نو په هکله يې د فوربس مجلې ليکلي ول چي ۱۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري. اوس د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز دی. خو د تيلو د بعيو د کمېدو له کبله سعودي عربستان او د پاچا کورنۍ د تاوانونو سره مخامخ ده.
۲ ـ د برونای سلطان حسن البلقيه
د فوربس د ۲۰۱۱ کال د راپور له مخي د برونای د سلطان حسن البلقيه شتمنۍ تر ۲۰ ملياردو ډالرو څخه زيات ارزښت لري.
۱ ـ د تاېلند مړ سوی پاچا بوميبول أدولياديج
د تاېلند پاچا د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۳مه مړ سو. د دغه پاچا په هکله فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال ليکلي ول چي شتمنۍ يې ۳۰ ملياردو ډالرو ته رسيږي.