تر ټولو زيات نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي؟
۱۳۹۶ فروردین ۱۳, یکشنبهتر ټولو زيات نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي؟
تر ټولو زيات نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي؟
۳۷ مقام ـ افغانستان ـ ۳۳ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۰.۴۴ سلنه
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۲يمه نېټه د نړيوال بانک له پاڼي څخه اخيستل سوي. دغه اعداد او شمېرې د نړيوال بانک د ۲۰۱۵ کال له اړونده راپور څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲۰ مقام ـ تايلند ـ ۶۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۰.۹۳ سلنه
۱۹ مقام ـ کانګو ديموکراتيک جمهوريت ـ ۷۷ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۵ سلنه
۱۸ مقام ـ ترکيه ـ ۷۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۷ سلنه
۱۷ مقام ـ ايران ـ ۷۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۸ سلنه
۱۶ مقام ـ آلمان ـ ۸۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۱۱ سلنه
۱۵ مقام ـ مصر ـ ۹۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۲۴ سلنه
۱۴ مقام ـ وېټنام ـ ۹۲ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۲۵ سلنه
۱۳ مقام ـ ايتوپيا ـ ۹۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۳۵ سلنه
۱۲ مقام ـ فلپين ـ ۱۰۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۳۷ سلنه
۱۱ مقام ـ جاپان ـ ۱۲۶ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۷۲ سلنه
۱۰ مقام ـ مکسيکو ـ ۱۲۷ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۷۳ سلنه
۹ مقام ـ روسيه ـ ۱۴۴ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۹۶ سلنه
۸ مقام ـ بنګله دېش ـ ۱۶۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۱۹ سلنه
۷ مقام ـ نيجيريا ـ ۱۸۲ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۴۸ سلنه
۶ مقام ـ پاکستان ـ ۱۸۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۵۷ سلنه
۵ مقام ـ برازيل ـ ۲۰۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۸۳ سلنه
۴ مقام ـ اندونيزيا ـ ۲۵۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۳،۵۱ سلنه
۳ مقام ـ متحده ايالات ـ ۳۲۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۴،۳۸ سلنه
۲ مقام ـ هند ـ ۱۳۱۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱۷،۸۵ سلنه
۱ مقام ـ چين ـ ۱۳۷۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱۸،۶۶ سلنه
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۲يمه نېټه د نړيوال بانک له پاڼي څخه اخيستل سوي. دغه اعداد او شمېرې د نړيوال بانک د ۲۰۱۵ کال له اړونده راپور څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.01.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.02.2017):
تر ټولو لږ ښځي په کومو هيوادونو کي دي؟
د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۴۹،۵ سلنه برخه يا تقريبا نيمايي يې ښځي دي. خو داسي هيوادونه هم سته چي د ۳ نارينه وو پر سر يوه ښځه سته. دا چي په کومو هيوادونو کي ښځي د نارينه وو په پرتله لږ دي، دلته يې وګورئ:
۱۰ مقام ـ پاکستان ـ د وګړو۴۸،۶ سلنه يې ښځي دي
د دغه انځوريز راپور له پاره شمېرې د نړيوال بانک له وېبپاڼې څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه اخيستل سوي. دغه شمېرې په ۲۰۱۵ کال د يادو هيوادونو د نفوس معلومات ښيي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
۹ مقام ـ برونای، چين او کوسوو ـ د وګړو۴۸،۵ سلنه يې ښځي دي
۸ مقام ـ ماليزيا او ساموآ ـ د وګړو ۴۸،۴ سلنه يې ښځي دي
۸ مقام ـ افغانستان ـ د وګړو۴۸،۴ سلنه يې ښځي دي
۷ مقام ـ هند ـ د وګړو۴۸،۲ سلنه يې ښځي دي
۶ مقام ـ بهوټان ـ د وګړو۴۶،۳ سلنه يې ښځي دي
۵ مقام ـ کوېت ـ د وګړو۴۳،۸ سلنه يې ښځي دي
۴ مقام ـ سعودي عربستان ـ د وګړو۴۳،۵ سلنه يې ښځي دي
۳ مقام ـ بحرين ـ د وګړو۳۸ سلنه يې ښځي دي
۳ مقام ـ عمان ـ د وګړو۳۳،۷ سلنه يې ښځي دي
۲ مقام ـ قطر ـ د وګړو۲۷،۴ سلنه يې ښځي دي
۱مقام ـ متحده عربي امارات ـ د وګړو۲۶،۷ سلنه يې ښځي دي
د دغه انځوريز راپور له پاره شمېرې د نړيوال بانک له وېبپاڼې څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه اخيستل سوي. دغه شمېرې په ۲۰۱۵ کال د يادو هيوادونو د نفوس معلومات ښيي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي ۱۰ هيوادونه کوم دي؟
د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي، او پکښي څومره وګړي اوسيږي؟ ښايي په پرتليزه توګه کم انسانان دغه هيوادونه وپېژني. ۱۰ هغه هيوادونه چي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله کم نفوس لري، په دغه راپور کي پېژندلای سئ:
۱۰ مقام:موناکو ، ۳۷۷۳۱ وګړي، تقريبا ۲ کلومتره مربع رقبه
موناکو پر يو ښار مشتمل د د اېټاليې و پولې ته نژدې په فرانسه کي واقع مشروطه دستوري شاهي لرونکی دولت دی. په دغه دولت کي د اروپا پول واحد يورو چليږي.
۹ مقام: ليشتنشټاين ، ۳۷۵۳۱ وګړي، ۱۶۰ کلومتره مربع رقبه
ليشتنشټاين يوه پارلماني دستوري شاهي ده چي وادوس يې پلازمېنه او رسمي ژبه يې آلماني ده. دغه هيواد د سويس هیواد ته څېرمه پروت دی.
۸ مقام: د ترکس او کايکوس ټاپوګان ، ۳۴۳۳۹ وګړي، ۴۹۷ کلومتره مربع رقبه
د ترکس او کايکوس په شمالي امريکا کي واقع د ټاپوګانو پر ډله مشتمل خپلواکمن دولت دی چي د بريتانيې ملکه يې مشره ده. په دغه سيمه کي امريکايي ډالر چليږي. د ترکس او کايکوس ټاپوګانو پلازمېنه کاکبرن ټاون نوميږي.
۷ مقام: جبل طارق، ۳۱۲۱۷ وګړي، ۶،۵ کلومتره مربع رقبه
اروپايي دولت جبل طارق د بريتانيې د ملکې تر واکمنۍ لاندي خپلواکمن دولت دی چي هسپانيه يې هم د ملکيت دعوی لري.
۶ مقام: د سان مارينو جمهوريت، ۳۱۷۸۷ وګړي، ۶۱،۲ کلومتره مربع رقبه
د سان مارينو جمهوريت په هکله ويل کيږي چي د نړۍ تر ټولو زوړ جمهوريت دی چي ويل کيږي په ۳۰۱ کال د مسيحيانو د روحاني شخص مارينوس له خوا يې بنسټ کښېښودل سو. د اېټاليا دننه په دغه هيواد کي اېټالوي ژبه ويل کيږي.
۵ مقام: سېنت مارتين (فرانسه)، ۳۱۴۵۷ وګړي، ۸۷ کلومتره مربع رقبه
دغه هيواد چي د فرانسې له خوا اداره کيږي د کاريبيک په سمندر کي واقع پر څو جزيرو مشتمل په داخلي چارو کي خپلواکمن دولت دی. د دغو نيمايي برخه په همدغه نوم د هالند له خوا اداره کيږي چي له دننه خپلواکمني لري.
۴ مقام: بريتانوي ورجن ټاپوګان، ۳۰۱۱۷ وګړي، ۱۵۱ کلومتره مربع رقبه
بريتانوي ورجن ټاپوګان د کاريبيک کي موجود د بريتانيې د ملکې تر ولکې لاندي دولت دی چي پکښي امريکايي ډالر د راکړي ورکړي پيسه ده. د دغه جزيروي دولت پلازمېنه روډ ټاون نوميږي.
۳ مقام: پالاؤ، ۲۱۲۹۱ وګړي، ۴۵۹ کلومتره مربع رقبه
د پالاؤ د هيواد پلازمېنه مېلېکې اوک نوميږي او دغه هيواد په بشپړه توګه له ۳۵۶ جزيرو څخه جوړ سوی چي نفوس يې په ۱۱ جزيرو کي آباد دی. دغه هيواد د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چي له افغان پاسپورټ لرونکو څخه مخکنۍ ويزه نه غواړي.
۲ مقام: ناورو، ۱۰۲۲۲ وګړي، ۲۱ کلومتره مربع رقبه
ناورو يو جزيروي هيواد دی چي پلازمېنه يې يارن نوميږي. دغه هيواد په اوقیانوسیه کي واقع دی چي ورته له آستراليا څخه يو شمېر پناه غوښتونکي په کمپونو کي ځای پر ځای سوي. دغه هيواد د نړۍ تر ټولو کمه رقبه لرونکی دريم هيواد او تر ټولو کم نفوس لرونکی دويم هيواد دی.
۱ مقام: تووالو، ۹۹۱۶ وګړي، ۲۶ کلومتره مربع رقبه
تووالو په آرام سمندر کي واقع يو جزيروي هيواد دی چي پکښي پارلماني شاهي رايجه ده. د کامن وېلت غړي دغه هيواد پلازمېنه اتول پنافوتي نوميږي. تووالو د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکی هيواد دی.
د نړيوال بانک له راپور څخه
په دغه راپور کي راغلي د وګړو شمېرې او معلومات د نړيوال بانک د ۲۰۱۶ کال له هغه راپور څخه اخيستل سوي چي د نړۍ د هيوادونو د نفوس په هکله يې خپور کړی. ياد معلومات د نړیوال بانک له وېبپاڼي (http://data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه اخيستل سوي. يادي پاڼي په دغه راپور کي راغلي سيمي د نړۍ د نورو هيوادونو په ليسټ کي يادي کړي دي.