تر ټولو قيمتي هندي فلمونه کوم دي؟
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲, شنبهتر ټولو قيمتي هندي فلمونه کوم دي؟
تر ټولو لويه بوديجه د کوم هندي فلم وه؟ د مها بهارت، د ۲.۰ او که د باهو بلي؟ دا او د فلمونو پر بوديجو ورته بحثونه په هندي فلمي نړۍ کي عام دي. په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ چي تر ټولو قيمتي هندي فلمونه کوم دي:
۸ مقام ـ کرش ۳ ـ ۱،۱۵ مليارده هندي روپۍ
کرش فلم به ۲۰۱۳ کال بازار ته راووت چي پکښي راجېش روشن د مرکزي نرينه کردار تمثيل کړی دی. د دې څخه تر مخه د کرش دوه نور فلمونه هم بازار ته راوتلي ول. (يو مليارد ۱۰۰۰ مليونه کيږي) [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۷ مقام ـ کوچادا اييا ـ ۱،۲۵ مليارده هندي روپۍ
کوچادا اييا د رجني کانت فلم دی چي په ۲۰۱۴ کال بازار ته راووت. دغه فلم د يو تاريخي پاچا په هکله دی او په تاميل ژبه ډک سوی دی.
۶ مقام ـ دهوم ۳ ـ د ۱،۷۵ او ۱،۲۵ مليارده هندي روپيو تر منځ
دهوم ۳ فلم د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ مياشت کی بازار ته راووت. په دغه فلم کي مرکزي نرينه کردارونه عامر خان او ابهيشک بچن لوبولي دي. ښځينه مرکزي تمثيل قطرينه کيف کړی دی.
۵ مقام ـ انتيران (روبوټ) ـ ۱،۳۲ مليارده هندي روپۍ
اننتيران په ۲۰۱۰ کال بازار ته راوتلی ساينس فيکشن فلم دی چي په تاميل ژبه ډک سوی. په دغه فلم کي مرکزي کردار رجني کانت لوبولی.
۴ مقام ـ را ۱ ـ ۱،۵ مليارده هندي روپۍ
را يو يا را ون د يو غېر عادي قوتونو لرونکي کس په هکله فلم دی چی مرکزي رول پکښي شاه رخ خان لوبلی. دغه فلم په ۲۰۱۱ کال بازار ته راوتلی ؤ.
۳ مقام ـ باهو بلي ۱ او ۲ ـ ۴ مليارده هندي روپۍ
د باهو بلي حماسه يي فلم لومړۍ برخه په ۲۰۱۵ کال بازار ته راووتله چي په ټوله نړۍ کي زياتو کتونکو وستايله. په دغه فلم کي کارول سوي کمپيوتري ايفکتونه د دغه فلم د بريا يوه لويه وجه بلل کيږي. اټکل کيږي چی د دغه فلم دويمه برخه به د ۲۰۱۷ کال د اپريل په پای کي بازار ته راووزي.
۲ مقام ـ ۲،۰ ـ ۴ مليارده هندي روپۍ
د «دوه اعشاريه صفر» په نوم هندی فلم ښايي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه بازار ته راووزي. په دغه فلم کي رجني کانت او اکشې کمار هم تمثيل کړی دی.
۱ مقام ـ مهابهارت ـ ۱۰ مليارده هندي روپۍ
موهن لال چي پخپله هم په دغه فلم کي د ايکټر په توګه کار کوي، ويلي چي د مهابهارت فلم ته ۱۰ مليارده روپۍ (يو مليارد ۱۰۰۰ مليونه کيږي) بوديجه پلان سوې. مهابهارت د هندو دين تقريبا ۱۰۰ زره د مصرعو لرونکې اوږده حماسه ده، چي ورباندي تر مخه هم زيات فلمونه او ډرامي جوړي سوي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):
انځورونه: د هند تر ټولو شتمن ايکټران څومره پيسې لري؟
د هند فلمي ايکټران د سيمي تر څنګ په نړۍ کي زيات مينه وال لري. دا چي له دوی څخه تر ټولو شتمن څوک دي، په دغه انځوريز راپور کي يې کتلای سئ:
شارخ خان، ۶۰۰ ميليونه ډالره
امېتاب بچن، ۴۰۰ ميليونه ډالره
سلمان خان، ۲۳۰ مليونه ډالره
اکشې کمار، ۱۹۰ مليونه ډالره
عامر خان، ۱۸۰ مليونه ډالره
کملا حسن، ۱۰۰ ميليونه ډالره
ششي کپور، ۸۰ ميليونه ډالره
دهرمندر، ۷۰ ميليونه ډالره
راجېش کهنه، ۶۵ ميليونه ډالره
دليپ کمار، ۶۵ ميليونه ډالره
عرفان خان، ۵۰ ميليونه ډالره
ديو انند، ۵۰ ميليونه ډالره
رجني کانت، ۵۰ ميليونه ډالره
سني ديول، ۵۰ ميليونه ډالره
رنبهير کپور، ۵۰ ميليونه ډالره