تر ټولو لوی د سرو زرو کان د غربت په منځ کي
۱۳۹۵ اسفند ۱۴, شنبهتر ټولو لوی د سرو زرو کان د غربت په منځ کي
د نړۍ د سرو زرو تر ټولو لوی کان په اندونیزیا کې دی. د ګراس برګ له دغه کان څخه د سرو زرو تر ایستلو وروسته پاتې شونې په دریاب کې غورځول کیږي. د کامور قبیلي غریب خلک بیا له دغو پاتې شونو څخه د سرو زرو د را ایستلو کوښښ کوي.
سرو زرو ځلا
د اندونیزیا حکومت هر کال په اوسط ډول ۷۰ میلیارده ډالره د «ګراس برګ» د کان له درکه عایدات لري. خو د دغه کان بل لور ته اوسیدونکي د «ایکوا» له سیند څخه د کبانو پر نیولو او یا هم د کان له هغه پاتې شونو څخه چې په سیند کې غورځول کیږي، د سرو زرو دراتو د پيدا کولو له لارې خپله روزي برابروي.
د څراغ لاندې تورتم
د ایکوا، له سیند څخه د سرو زرو د را ایستلو په فکر کې له لرو لرو ځایونو څخه هم خلک راغلي او دلته میشت شوي دي. خو له دې کان څخه په ترلاسه کیدونکي ۷۰ میلیارده ډالره عاید کې دوی ته د نشت، برابر برخه ورکول کیږي.
د سیمه ییزو خلکو ونډه
د کان کیندنې د ساحې د پراخیدو له امله د سیمي یو شمیر خلک بې کوره شوي دي. د کان کیندونکي کمپنۍ «فري پورټ» په حواله دوی ۳۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه مساعده کړی ده، خو په دې ځای کې د اوسیدونکو فیصدي په کښې یوازې ۳۰ سلنه ده.
د اندونیزیا د مسو کان
د سرو زرو د لوی کان درلودلو سربیره انډونیزیا د مسو د معدن یا تولید له کبله هم د نړۍ دریم لوی هیواد دی. د ګراس برګ کان د دغه هیواد په پاپوا ایالت کې واقع دی.
د چاپيریال ککړتیا
د ګراس برګ له معدن څخه نږدې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه پاتې شوني د ایکوا دریاب ته غورځول کیږي، چې له امله تر ټولو زیات زیان هغه په زرګونه زره هکټاره ځنګل او څړ ځایونو ته رسیږي چې له دغه دریاب څخه اوبه کیږي.
د سيند په خټو کې پټ سره زر
د ایکوا سیند ته نږدې اوسیدونکي بې وزله خلک په سیند د کان له غورځول شویو پاتې شونو څخه د سرو زرو د ذراتو را ایستلو کوښښ کوي. په اوسط ډول دوی په ورځ کې نږدې یو ګرام سره زر ترلاسه کوي.
غیر قانوني کان کيندنه
په ۲۰۱۵ م کال کې د هغو ۱۲۰۰۰ کسانو پر ضد قانوني اجرائت شوي دي چې په غیرقانوني توګه یې پر کان کیندنې لاس پورې کړی وو.
چاپیریال
د کان کيندنې پر مهال استعمالیدونکو خامو موادو په چاپیریال هم ناوړه اغیزې پریښې دي.
د سرو زرو تور بازار
د سرو زرو کارو بار له امله په غیرقانوني خرڅلاو یا تور بازارونه هم ډیر شوی دي. د ګراس برګ په شاوخوا سیمه کې غیر قانوني اقتصاد د ودی په حال کې دی چې له امله یې د جرایمو کچه هم مخ پر لوړیدو ده.
د معاش جګېدنه تر ټولو زیاته په کومو هيوادونو کي؟ (07.01.2017)
د معاش جګېدنه تر ټولو زیاته په کومو هيوادونو کي؟
د (HR Universum) په نوم شرکت په ۵۷ هيوادونو کي د تجارت او انجينرۍ د ۵۸۰ زرو محصيليونو سره مرکې کړي او شمېرې يې راټولي کړي دي. په دغو شمېرو کي اټکل سوی چي په کومو هیوادونو کي به معاشونه ډېر جګ سي. يو انځوريز راپور:
۱۰ مقام ـ بريتانيه
۹ مقام ـ متحده عربي امارات
۸ مقام ـ استراليا
۷ مقام ـ سوېډن
۶ مقام ـ قطر
۵ مقام ـ جرمني
۴ مقام ـ ناروې
۳ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
۲ مقام ـ ډنمارک
۱ مقام ـ سويس
د ماوري قبیلي زرغونه طلا (14.12.2016):
د ماوري قبیلي زرغونه طلا
«گرین سټون» یا زرغونې ډبري له پیړیو راهیسې په وسلو، ابزارو او سینگار کې کارکیږي. دغه گران بیه ډبري یوازې په نیوزیلنډ او هلته هم په سویلي ټاپو کې پیدا کیږي. د قانون له مخې دغه ډبري په ماوري قبیلې پوري اړه لري.
د نیوزیلنډ د لویدیځ ساحل د هوکیتیکا، ښار د گرین سټون یا زرغون کاڼي/ډبرې له پاره مشهوره دی. دغه ځای چې د کرایست چرچ، له ستر ښار څخه ۲۵۰ کیلومتره وړاندې دی پکښې مشهور زرغون کاڼی باندې کار کیږي. دغه کاڼي ته د ځايي بومي اوسیدونکو ماوري قبیلي په ژبه کې Pounamu هم ویل کیږي.
په دې کوچني ښار کې د کاڼي د تراشولو ډیر شمیر فابریکي دي. په دغه ځای کې د تیږو توږلو فابریکې د لویو او کوچنیو ماشینونه په واسطه کاڼي توږي.
گرین سټون، د ماوري قبیلي له پاره د سپيڅلې ډبرې په توگه انگیرل کیږي. له دغه ډبرې څخه د ورځنۍ چارو په شیانو لکه تبرونو او ږمنځو کې هم کار اخیستل کیږي. خو تر ټولو زیات په سینگار توکو کې کارول کیږي. دغه کاڼې په بیلا بیلو زرغونو رنگونو لکه د روښانه زرغون څخه تر توربخن زرغون پورې موندل کیږي.
گریڼ سټون د فولادو په شان سختوالی لري، له دې کبله پر آلماسو باندې د کار کولو د ابزراو له پاره هم استعمالیږي. ځیني فابریکي په یوه وخت کې پر ډیر شمیر کاڼو باندې کار کوي. کله نا کله د ډیر شمیر کلي بندونو پر جوړولو توانیږي. په غوړ سره د دغې ډبرې پالش چې ځانگړې جلا ولري، ډیر وخت او صبر ته اړتیا لري.
هره اصلي ډبره راجستر کیږي. ځکه په دې سره د دغه کاڼي اصلي ټاټوبي تعقیبول آسانه کیږي. د هوکیتیکا د کاڼو توږلو فابریکې ځان ژمن گڼي، چې دغه کلتوري میراث ته درناوی وشي. د راجستر کولو یو بل علت هم شته او هغه دا چې نن ورځ د چین ارزان بیه تولیدات په بازار کې شته چې د دغه دودیز ډیزان ځای نیسي.
د هوکیتیکا ښار د شمال پر لور په لس کیلومترۍ کې پروت د آراهورا سیند، د ماوري قبیلې له پاره نن ورځ هم یو سپیڅلی ځای دی. او په عین وخت کې د زرغونې طلا د موندلو اصلي ځای.
ماوریان بې شمیره ډيرې کیسې ( افسانې) لري چې «زرغونه ډبره» څرنگه پیدا شوې ده. یوه افسانه د هغه یوه ځوان کیسه کوي چې نوم یې پوتني وو. پوتیني پر میړوښه ښځې وایتایکي باندی سخت مین شوي وو. دا چې پوتیني د هغې د میړه له غچ اخیستو څخه سخته ویره درلوده، نو هغه خپله معشوقه پر زرغونه ډبره بدله کړه او هغه یې د اراهورا د سیند په خوله کې کیښودله. د دغې کیسې پر اساس زرغونې ډبرې د عاشقانو له اوښکو پیدا شوې دي.
د ماوري قبیلې هره کورنۍ چې گرین سټون ساتي او د کورنۍ په منځ کې له یوه څخه بل ته ورکول کیږي، له دې سره د طبیعت قوت ته درناوی ساتي. له دې کبله هغوی دغه کاڼي یا د ډالۍ په توگه ورکوي او یا د کورني میراث په توگه.
هره زرغونه ډبره د ماوري قبیلي له لوري راجستر کیږي او یوه ځانگړې شمیره ورکول کیږي. په ۱۹۹۷م کال کې د نیوزیلنډ حکومت پریکړه وکړه چې ټولې زرغونې ډبرې د نگای تاهو، له قبیلې سره تړاو لري. دغه قبیله د نیوزیلنډ په سویلي ټاپو کې د ماوري قبیلې تر ټولو ستر ښاخ دی.