1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر څلویښتو کلونو وروسته افغانستان د خپلو ګازو استخراج پیل کړ

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په جوزجان ولايت کې یې د ګازو د اکتشاف پروسه په برياليتوب سره پای ته رسولې او د ګازو استخراج پیل کړی دی.‌ دغه وزارت وايي چې د نورو څاګانو کارونه هم ادامه لري.‌

Symbolbild Erdölförderung Erdöl Öl
آرشيفانځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي‌ چې د جوزجان ولایت په یتیم طاق ساحه کې یې د دوو څاګانو اکتشاف پیل کړی وو چې له دې ډله څخه اوسمهال له یوه څا څخه د ګازو استخراج پیل شوی دی.‌

د کانونو وزارت وايي چې د جوزجان په یتیم طاق سیمه کې یې د ګازو د ۳۲ او ۳۶ نمبر څاګانو له ډلې څخه د ۳۲ نمبر څا کامیابه شوی او د ګازو استخراج پیل شوی دی.

افغانستان چې د طبیعي زیرمو پراخې سیمې لري،‌ د امنيتي ګواښونو او په ځینو مواردو کې د خراب مدیریت او فساد له کبله تر اوسه پورې ډير کانونه پر خپل ځای پاتې دي.‌ د کانونو سرپرست وزیر عنایت الله مومند له ملي رادیو تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې په جوزجان ولایت کې د یادو څاګانو کیندنه کابو اته میاشتې وړاندې پیل شوې وه.‌

نوموړي همدا راز وویل چې تر څلویښتو کلونو وروسته افغانستان په دې وتوانید چې د ۱۵۰۰ متره ژورې څاه څخه ګاز استخراج کړي.‌

د کانونو وزارت وايي‌ چې د دې څاګانو ګاز به په مختلفو برخو کې استفاده شي او دا چې یوازې د ۳۲ نمبر څا سره به د افغانستان دولت له کاله ۸ اعشاریه ۵ میلونه ډالره عاید ترلاسه کړي. یاد وزارت وايي‌ چې د دوهم څا کارونه هم ادامه لري ‌او زیاتوي چې په دې توګه به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیمه توګه کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کانونو وزارت وايي‌ چې د افغانستان زیاتره کانونه په نا امنه سیمو کې دي چې له کبله یې پانګوال په دغو سیمو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.‌ د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر مومند له ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د کانونو وزارت د سولې په موجودیت کې په پنځو کلونو کې کولی شي چې خپل اړوند کانونه استخراج ته چمتو کړو.

نوموړي وویل چې اوسمهال د کانونو وزارت اولویت دا دی چې داسې منرالونو ته اولویت ورکړو چې د استخراج موده یې لنډه وي ترڅو دولت ته په نیږدې وخت کې عاید راوړي.

د نوموړي په خبره د کانونو وزارت په دې برخه کې لس منرالونه مشخص کړي او دا چې پر هغې باندې عملاً کار ادامه لري.‌

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل