1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ۱۹۰۰۰ زيات مهاجر په مديترانه کي لادرکه يا مړه سوي دي»

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د ملګرو ملتونو سره تړاو لرونکي سازمان وايي چي په مديترانه کي د لادرکه کېدونکو او مړه کېدونکو مهاجرو شمېر په زرونو دی. دغه لاره مهاجرت له پاره يوه له تر ټولو خطرناکو لارو شمېرل کيږي.

EU Migranten Symbolbild
انځور: Reuters/Ocean Viking

 د ملگرو ملتو په حواله له ۲۰۱۴ کال راهیسي څه د پاسه ۱۹۰۱۰ تنه مهاجر او پناه غوښتونکي له مدیترانې څخه د خطرناکو اوبو د تیریدو پر وخت وژل سوي او یا هم لادرکه دي. د مهاجرو د ملاتړ د نړیوال سازمان (IOM) ویاند، جویل میلمان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۵مه) په ژنیو کی ویلي چي له دغو انسانانو څخه زیاتره یې ډوب سوي دي.


د دغه سازمان ویاند ټینگار کوي چی له ۲۰۱۹ کال د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتي پوري ۱۰۹۱ پناه غوښتونکي د قاچاقبرانو په ناډاډمنو کښتیو کي د تیریدو پر وخت یا وژل سوي او یا هم لادرکه سوي. د هغه په خبره په ۲۰۱۶ کال کي د ۵۱۴۳ کسانو په ثبتیدو سره د ترټولو زیاتو وژل سوو او لادرکه کسانو، رقم ښودل سوی.

له مهاجرو څخه د ملاتړ دغه سازمان په ملگرو ملتو پوري اړه پیدا کوي. 

د دغو شمیرو پر اساس په روان مېلادي کال کي ۹۱۵۶۸ هغه مهاجر چي د اروپا ساحل ته رسیدلي، زیاتره یې په یونان کي دي. د هغو شمیر ۵۰۳۷۱ ته رسیږي. هسپانیې ته بیا ۲۲۳۴۳  تنه راغلي. پاته کسان ایټالیې، مالتا او قبرس ته تللي دي.

د ټول ۲۰۱۸ کال په ترڅ کی ۱۰۳۳۴۷ تنه مهاجرو او پناه غوښتونکو وکولای سوای چي د مدیترانې له لاري ځانونه اروپا ته ورسوي.

 

زیاتره دغه مهاجر او پناه غوښتونکي د بې وزلۍ او تشدد له امله خپل ټاټوبي پریږدي. هغوی له افریقایي هیوادو لکه ایریتیریا او نایجیریا او یا هم منځني ختیځ او آسیایی هیوادو لکه سوريې او افغانستان څخه راځي. قاچاقبران زیاتره وخت څه د پاسه په زرونو یورو له هغوی څخه اخلي تر څو د مدیترانې له اوبو څخه یې تیر کړي. دغه مسافر بیا همداسي بې سرنوشته یوازي پریښودل کیږي.

EPD/GP/AWA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب