د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې ين ايريکسن سورايده، د جمعې په ورځ په اوسلو کې وويل چې د ماينونو د بنديز تړون لاسليک کونکي ۱۵۴ هيوادونه هوکړې ته ورسيدل. هغوی به د ماينونو د پاکولو په موخه خپلو هڅو ته زور ورکوي تر څو وشي کړای تر ۲۰۲۵م کال پورې نړۍ د مايونو له شتونه پاکه کړي.
ميرمين سورايده په دې اړه په اوسلو کې د جوړې شوې غونډې سره په تړاو يوې اعلاميه کې ويلي دي: «هيوادونو دا ضروري وګڼله او ورباندې يې توافق وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ماينونو د پاکولو چارې چټکي کړي.»
د «لنډماين مونيتور» يا د ماينونو د څار سازمان د کلني رپوټ په حواله، په ۲۰۱۸م کال کې ۶۸۹۷ تنه د ماينونو او د نورو چاوديدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. په رپوټ کې زياته شوې چې دا د څلورم کال له پاره «په پر له پسې توګه د تلفاتو يو لوړ رقم دی چې ثبت شوی دی.»
ويل شوي چې د ۶۸۹۷ قربانيانو شمیر، د ماينونو په چاودنو کې د قربانيانو تر ټولو لوړ رقم دی چې تر اوسه ثبت شوی دی.
د «اوسلو اکشن پلان» په نوم طرز العمل چې د جمعې په ورځ تصويب شو، حکم کوي چې هيوادونه بايد ماين درلودونکې سيمې مشخصې کړې او د ماينونو د پاکولو په موخه په کې خپل ملي پلانونه تنظيم کړي.
افغانستان د ماين درلودونکو هيوادونو په لست کې لومړی هيواد ښودل شوی دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Lai د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په خپلې اعلاميه کې زياته کړې چې هيوادونه به د ۲۰۲۵ کال تر مخه خپل پرمختګونه وارزوي. تر ۲۰۲۵م کاله پورې نړۍ له ماينونو څخه د پاکولو کار هغه هدف دی چې د «پرسونل ضد ماينونو د بنديز کنوانسيون» يا «اوتاوا تړون» له خوا په ۱۹۹۷ کال کې ټاکل شوی دی.
په اوسلو کې د روانې اوونۍ غونډه د ۱۹۹۷ کال د پلان له مخې، د پنځه کلنيو غونډو د بهير تر ټولو وروستۍ غونډه وه چې هدف يې د تړون د هغې مسودې نافذول وو چې په ۱۹۹۷ کال کې جوړه شوې وه. دغې مسودې مرسته کړې څو د هغو حکومتونو په ګډون کومو چې نه يې ده لاسليک کړې، د ماينونو کارولو ته تقريبا د پای ټکی کيږدي.
خو په عين وخت کې وسلوالې ډلې په مخ پر ډيريدونکي توګه په جګړو کې له ځمکنيو يا پرسونل ضد ماينونونو څخه کار اخلي. د لنډماين مونيټور په حواله، دغه ډول وسله تير کال لږ تر لږه د نړۍ په شپږو هيوادونو کې د غيرحکومتي ډلو له خوا کارول شوې ده.
په دغو هيوادونو کې د افغانستان نوم په سر کې راغلی دی. تر افغانستان وروسته د هندوستان، برما، نايجريا، پاکستان او يمن هيوادونه يو په بل پسې ښودل شوي دي.
د ناروې د بهرنيو چارو د وزارت د اعلاميې له مخې تر اوسه پورې په نړۍ کې نژدې ۵۸ ميليونه ماينونه د ماين پاکونکو له خوا شنډ او يا له منځه وړل شوي دي.
آژانسونه/م ک ص/ن ص
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم.
ځمکني ماينونه يو ناوړه ميراث
پر ماينونو د بندیز پر هڅو سربيره د نړۍ تر۵۰ په زياتو هيوادونو کې اوس هم په میليونونو ماينونه ښخ دي. دا ماينونه هره ورځ د انسانانو ژوند ګواښي. ماينونه څرنګه شنډېدلای شي؟ په دې انځوريز راپور کې يې وګورئ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Niedringhausپه ټوله نړۍ کې تر لس ميليونه زيات ماينونه
په دې اړه دقيق معلومات نه شته چې په ټوله نړۍ کې څومره ماينونو لا ښخ دي. خو اټکل کيږي چې دا به يو ميليون وي. د جنګونو دا پاته شوي د انسانانو ژوند ګواښي. د «اوتاوا تړون» يا په اصطلاح د اوتاوا کنوانسيون چې د ماينونو پر کارولو، ساتلو، توليد او تجارت بنديز لګول غواړي، ۱۶۲غړي لري.
انځور: picture-alliance/dpa«ماين چاودونکی» په راتلونکې کي د ماين پاکۍ آله
ګل ته ورته د ماين پاکۍ دا آله د باد په زور چليږي: د «ماين چاودني» په نوم دا آله يوه افغان مسعود حسيني، چې په هالند کې ژوند کوي، جوړه کړې ده. دا ګردي شکل لرونکي ۱۷۵ پلاستيکي غابونه لري چې د باڼس په اوږدو لرګو پورې تړل شوي دي. دا آله په ساحو کې د باد په زور چليږي او ماينونو چوي.
انځور: Massoud Hassaniماين چاودنونکی: «د باد په زور د ماينونو شنډول»
حسيني ته د «ماين چاودونکی» جوړولو فکر د لوبو د هغه شي ور پيدا شو چې ده ورسره په ماشوماتوب کې لوبې کړي وې او دا هم په باد چليده. د هالند د دفاع وزارت په برکت دا آله اوس په آزمايښتي پړاو کې ده او لا پراختيا ورکوله کيږی. د څيړونکو يوه ډله دمګړۍ د دې ډيزاين په ښه کولو بوخته ده څو دا آله نه يوازې لا پسې خوندي شي، بلکې په هر ډول ساحو کې ښه کار ورکړي.
انځور: Massoud Hassaniحسيني (ښي اړخ ته) د يوه «ماين چاودني بې پيلوټه الوتکې» په جوړولو هم بوخت دی چې ماينونه به د يوه سنسور په مرسته کشف کوي او د يوه بازو په واسطه به يې يوه خوندي ځای ته انتقالوي او هلته به يې چوي. د حسيني په حواله دا اختراع چې لا اوس په آزمايښتي مرحله کې ده د اوسنيو تخنيکونو په پرتله ډيره چټکه او ارزان بیه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/R. de Waalد بيلجيم يوه غیر دولتي موسسه ماين موندونکې مږي روزي چې په ډيرو هيوادونو کې به ترې د ماين پاکۍ په برخه کې کار واخيستل شي. مږې چې ډير ښه شامه حس لري، د ټي اين ټي د چاوديدونکې مادې د موندلو روزنه ورته ورکول کيږي. دا کار به ماين موندنه چټکه کړي. د «اپودو» په نامه دې اين جي او ويلي چې د ماين موندلو په ترڅ کې تر اوسه يوه مږه هم نه ده تلف شوې.
انځور: Getty Images/T. Weidmanماين موندونکی د خپل کار په جريان کې
نه يوازې مږې د ماينونو له پاره ښه پزه لري، بلکې سپي هم دا کار په ډير ښه شان سره کولای شي. تر څو مياشتني روزني وروسته سپي چاوديدونکي مواد کشف کولای شي. «مارشل ليګيسي انستيتوت» په لومړي ځل په ۱۹۹۹م کال کې د سپو دا پروګرام رامنځته کړ. له هغه راهيسې د سپو په مرسته کابو ۴۵ مربع کيلومتره ځمکه خوندي ګرځول شوې. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر۹۰۰ زياتو سپو څخه د ماين پاکۍ په برخه کې کار اخيستل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loebد ماينونو پر ضد جنګي آلاتو استعمال
دا ماشين داسې ښکاري لکه يو ټانک او تريشل چې سره يو ځای کړل شوي وي او دا کار هم همداسي کوي. د «آردوارک» په نوم د ماينونو شنډولو دا ماشين له ۷۲ زنځيرونو سره په ځمکه کې ښخو ماينونو ته چادونه ورکوي، بې له دې چې ماشين ته زيان ورسي.
انځور: Aardvarkماينونه تر ډيرې مودې فعال وي
ماينونه چې يو ځل په ځمکه کې ښخ کړل شي، تر۵۰ کالو هم زياته موده فعال پاته وي. په دې ترتيب ماينونه د مهاجرو او بې ځايه شويو بيرته دې سيمو ته د ستنيدو پروسه هم ورو کوي او تر جنګونو وورسته د بيارغوني او پراختيا مخه هم نيسي.
انځور: picture-alliance/dpaاوس يوازي په يولسو هيوادونو کې چې چين او روسيه هم پکښې شامل دي، ماينونه توليديږي. د ماينونو پر ضد مبارزه کې يو ستر ګام د اوتاوا کنوانسيون له عملي کيدو سره پورته کړل شو. خو تر څو چې ماينونه په ځمکو کې پراته وي او انسانان وژني او معلولوي یې، زموږ په مخکې لا ډيري ستونزي پرتې دي.
انځور: DW/Y. Castro