1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۳۰ کلونو وروسته د مزارشریف سیلو بیا فعاله شوه

۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د بلخ ولایت په مزارشريف ښار کې نن له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته د سېلو فابریکه بیا ځل فعاله او پرانیستل شوه. طالب چارواکي وایي چې دغه فابريکه د يوه تړون له مخې؛ امنيتي مامورينو ته وچه ډوډۍ ورکوي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Ali Khara/REUTERS

بل لور ته د مزار شریف د دې سېلو مسوولینو ویلي چې د دې سیلو په فعالیدلو سره د ۵۰ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

دا سېلو د اوړو او غنمو د ذخیري تر څنګ د وچې ډوډۍ او کیک پخولو په برخه کې هم فعالیت کوي.

د مزار شریف سېلو د هېواد په کچه د پنځو لویو سېلوګانو ( کابل، مزار، هرات، کندهار او بغلان) څخه یوه ده چې کلونه وروسته فعاله او بیرته پرانېستل شوه.

د طالبانو مسوولین وایي، چې غواړي د هېواد ټولې لویې سېلو ګانې فعالې او بیرته له سره پرانیزي چې په دې سره به د دوی په وینا د هېواد ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل