طالبانو د سې شنبې په ورځ چي د فروري میاشتي اوومه کيږي ادعا وکړه چي په افغانستان کي يې د کوچنیانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او مبارزې له پاره لستوڼي راپورته کړي دي.
د هغو افغان کورنیو شمېر زیات شوی چې خپل ماشومان پلوري
په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د هېواد له ډېرو برخو څخه داسې راپورونه ورکول کېږي چې کورنۍ غواړي خپل ماشومان وپلوري. په کندهارکې یوه مور غواړي چې خپلې لوڼې له لوږې د ژغورلو په موخه وپلوري. انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance شیما یوه ۵۵ کلنه ښځه ده چې د افغانستان په کندهار ولایت کې اوسیږي. د شیما خاوند داود چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی وو، له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د هغې زوی محمود چې هغه هم د امنیتي ځواکونو غړی وو، اوه کاله وړاندې ورک شوی او اوس هم لا درکه دی.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance هغه له دوو لوڼو سره د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د بې وزلۍ او بې وسۍ له امله ډیر رنج وړي. شیما په یوه داسې کرايي کور کې ژوند کوي چې د ژوند کولو نه دی او ۳۰۰۰ افغانیو کرایې په بدل کې د خپل مالک کور پاکوي. د هغې په پخلنځي کې یوازې د وچې ډوډۍ څو ټوټې او یو څو پیاز او کچالو لیدل کیدی شي.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance شیما چې د ملا ديسک له درد څخه رنځ وړي، غواړي د ځان درملنه وکړي، مګر د عملیات څخه د ژوندي پاتې کیدو هیله نه لري. هغې وويل: «ما د دې پرېکړې له امله رواني ستونزې پیدا کړي خو زه هیڅ انتخاب نه لرم.» زه غواړم چې دوی د یو چا سره وي ترڅو دوی وږي نه شي. هغه غواړي خپلې لوڼې په ۳۰ زره افغانیو وپلوري.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance له دې ټولو ستونزو سره سره هم هغه هڅه کوي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي ترڅو دوی لږ تر لږه د زده کړې له لارې خپل ژوند بدل کړي او له فقر او بدبختۍ څخه خلاصې شي. شیما وویل: «زموږ سره د کورني هيڅ کوم غړي مرسته نه ده کړې.«
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance خو دې مور اوس پریکړه کړې چې خپلې لوڼې وپلوري څو یې د خوارځواکۍ او لوږې څخه وساتي. د ژمی د نږدې کیدو سره دا مور نوره هم اندیښمنه کیږې: «هره ورځ زه کچالو جوشوم یا خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ ورکوم.» نیکلا او مهتاب نه غواړي له خپلې مور څخه جلا شي او وايي چې زده کړې به وکړې او له خپلې مور سره به مرسته وکړي.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance په افغانستان کې ډیری ځوانې نجونې د هلکانو په پرتله ژر پلورل کیږي. ځکه نجونې په همدې ماشومتوب کې په زور ودیږې، خو هلکان یوازې له کوره بهر کار کوي. شیما د خپل میړه د بونس غوښتنه وکړه، خو نه یې زوی او نه یې خاوند ته پیسې ورکړل شوې. اوس د طالبانو په راتګ سره داسې کار ناشونی شوی او شیما یې هیله له لاسه ورکړې ده.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د بې وزلۍ او د ماشومانو د پلورلو ډیریدو ته اندېښنه ښودلې ده. وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندیدل او اقتصادي بحران افغانستان یې له یوه «بشري ناورین» سره مخ کړ.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance
په کابل کي د اسپانیا«EFE» خبري اژانس وايي، طالبانو وروسته له هغه په دې اړه خپل چمتووالی وښود چي د روغتیا نړيوال سازمان په دغه هیواد کي تر ۳ میليونو د ډېرو کوچنیانو په سختي خوارځواکۍ د اخته کیدو خبر ورکړ او زیاته يې کړه چي په افغانستان کي سږکال تر ۳ میليونو ډېر کوچنیان له سختي خوارځواکۍ څخه کړیږي، خو طالبان بیا وايي، په دغه هیواد کي یوازي یو ميلیون کسان د سختي خوارځواکۍ څخه کړیږي.
اړوند: افغانستان؛ په خوارځواکۍ د اخته کوچنيانو شمير کابو ۵۰ سلنه لوړ شوی
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زماني عمار ياد خبري اژانس ته ویلي، طالبانو د خوارځواکۍ سره د مبارزې ۸۰۰ نوي مرکزونه جوړ کړي دي، چي اوس د ټولو شمېر ۲۰۰۰ ته رسیږي.
شرافت زماني عمار وايي: «د هغو خوارځواکو کوچنیانو، لیست چي د سختي خوارځواکۍ یاهم له منځنۍ خوارځواکۍ څخه کړیږي په هغه کچه نه دی، چي ښوول کیږي.»
هغه ادعا کوي، چي تراوسه ۴۷ زره په سخته خوارځواکۍ اخته کوچنیان يې ثبت کړي او د تر درملني لاندي ټولو سره يې شمېر ۱،۱ میليون اټکل کیږي او په «منځنۍ کچه خوارځواکي» کوچنیانو شمېره کیدای سي ۲،۲ میليونو نفرو ته ورسیږي.
اړوند: يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي
دا په داسي حال کي ده چي طالبانو په سیمه ایزو او نړيوالو غیري انتفاعي مؤسسو کي د ښځو پر کار د بندیز لګولو پرېکړي د ډېرو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په ملګرو ملتونو پوري تړلی د روغتیا نړيوال سازمان وايي، سږکال ۸۴۰ زره امیندواري او شېدې ورکوونکي میندي د سختي خوارځواکۍ سره لاس او کرېوان دي.
په افغانستان کې د سړې هوا شدیده څپه او د خلکو ستونزي
په افغانستان کې د ژمي يخي هوا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ افغانانو ژوند لا پسې سخت کړی دی. له دې کبله انساني تلفات زيات شوي. انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/imago images د افغانستان د پلازمینې کابل يوه څنډه. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په جنورۍ میاشت کې د يخي هوا له کبله تر۱۶۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: ALI KHARA/REUTERS د سونګ توکو پر ځای د پلاستیکو کارونه یو ماشوم تر منفي صفر درجې پورې ټیټې هوا کې پلاستيکي کثافات د سوځولو له پاره له ځان سره وړي. د سوځولو له پاره کافي لرګي او نور توکي نشته. پر طالبانو د بنديزونو له کبله اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د يخي هوا له امله تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي دي. د څارویو پالنه په افغانستان کې د ډېرو خلکو له پاره د خوړو او عاید یوه مهمه سرچینه ده.
انځور: ALI KHARA/REUTERS د بدن ګرم ساتلو له پاره جسمي فعالیتونه هلکان د کرکټ لوبې له لارې ځانونه ګرموي؟ په افغانستان کې سخت ژمی عادي دی، خو منفي ۳۳ درجې هوا چې د افغانستان په غور ولایت کې اندازه شوې، بې مخینې وه. د هوا پېژندونکو په وینا، دا احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د هوا حالات تر دې هم پېچلي شي.
انځور: ALI KHARA/REUTERS د ځان ګرمولو له پاره ټول تر یوې کمپلې لاندې راټول دي په کابل کې د عاشور علي کورنۍ له خپل ماشومانو سره تر یوې کمپلې لاندې د دې له پاره راټول دي چې ځانونه ګرم وساتي. د افغانستان له پاره نړیوالې مرستې سختې شوې دي. یوازې درې ميلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. وروسته له هغې چې طالبانو افغان ښځینه کارکوونکي له غیر دولتي سازمانونو څخه منعې کړې، ډېرویو سازمانونو خپل فعالیتونه د ځو اونیو له پاره ځنډولي دي.
انځور: ALI KHARA/REUTERS مرستو ته نه لاسرسی یا د مرستو نه شتون یوه وړوکې نجلۍ د کابل پر واورو پوښلي سړک د اوبو بوشکې وړي. د اوبو نلونه په ډېرو برخو کې یخ وهلي دي. ډېري کورنۍ حتی د خپلو کورونو د تودښت له پاره وسیله نه لري او یوازې د شپې له خوا د بدن ګرم ساتلو له پاره ډبلې کمپلې کارولای شي. د جرمني د دپلوماتانو په وینا اوس د ژمي په دې سړه دوره کې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان بالاخره پر خپلو وروستیو بندیزونو له سره غور وکړي.
انځور: ALI KHARA/REUTERS که څه هم په افغانستان ډېر خلک له فقر سره لاس او ګریوان دي، خو سږ ژمي او یخي هوا بيا ډېر افغانان له کړاونو سره مخ کړي دي. په افغانستان کې د ډېرو واورو اورښتونو له امله زیاتره کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.
انځور: Ali Khara/REUTERS د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د سخت چلند پر وېرې سربېره، ښځي ځینې وختونه د اړینو کارونو له پاره له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په یخنۍ کې تګ راتګ کوي.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images ډېر خلک مجبوره دي چې د سوځېدو وړ هرډول توکي وسوځوي ترڅو د شدیدې یخنۍ په مقابل کې خپل ژوند وژغوري.
انځور: AFP سختې واورې ورېدنې د هېواد مهمې لارې تړلې دي. دغه وضعیت په ډیرو سیمو کې د پخوا په پرتله د خوراکي توکو رسول ستونزمن کړي دي.
انځور: ABDUL BASIT/AFP هغه ماشومان چې خپله لا د یخ موسم له پاره مناسبې جامې نه لري، د واورې پاکولو له پاره لاس پکار شوي دي.
انځور: ATIF ARYAN/AFP له واورې د ماشومانو خوند اخیستل سره له ټولو ناخوالو، د ژمي واوره د نړۍ د نورو سیمو په څېر د ماشومانو له پاره خوشالي راوړي.
انځور: ATIF ARYAN/AFP
د ملګرو ملتونو په خبره، شاوخوا ۲۸ میليونه افغانان یا د دغه هیواد دوه پر درېیمه برخه وګړي د سختو اقتصادي، وچکالۍ او د دوو لسیزو جګړو له لاسه مرستو ته اړ دي او نژدې شپږ میليونه نور وګړي يې دقحطۍ تر کرښه لاندي ژوند کوي.
اړوند: «په هره یوه دقيقه کې ښايي يو ماشوم له لوږې ومري»
په ۲۰۲۱م کال، چي کوم وخت طالبان پر افغانستان واکمن او د نړيوالو مرستو په رسولو کي خنډونه پېښ سول نو په افغانستان کي د لوږي بحران نور پیاوړی سو.
طالبان تل غواړي، چي د اوو ميلیارډو ډالرو په اندازه دي د افغانستان بنده کړل سوې شتمني وروسپارل سي.
په کابل کي د ایندراګاندي په نامه د کوچنیانو د روغتون مشر حسیب رحیمزي وردک د اسپانیا خبري اژانس ته ویلي دي: «نړيوال باید ټولي هغه لاري چاري، چي زموږ په هیواد کي د وزګارتیا او فقر سبب کیږي، د بېلګي په ډول د افغانستان شتمنۍ بندول او نورو بندیزونو ته د پای ټکی کښېږدي.»
زموږ له ارشیف څخه
«په افغانستان کي ۸۰سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي»This browser does not support the audio element.