1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۵۰۰ زیات مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د «هیومېنتي ۱» او «جیوبارنتس» په نامه ژغورونکو سازمانو په سلونو مهاجر په سمندر کي د ډوبیدو له خطر څخه ژغورلي او د ایټالیا ساحل ته یې انتقال کړي. اوس هغوی ایټالیا ته له کښتۍ څخه د دغو پناه غوښتونکو د انتقال په تمه دي.

Italien, Salerno | Ankunft des Rettungsschiffs Geo Barents
انځور: MSF/AP/dpa/picture alliance

د «هیومېنتی ۱» په نامه ژغورنکې آلمانۍ کښتۍ چې ۲۶۱ پناه غوښتونکي پکښي سپاره ول، په ایټالیا کي د «باری» بندر ته رسیدلې او هلته یې لنگر اچولی دی. د ایټالیا مسوولو چارواکو د هیومېنتي ۱ په نامه د مرستندویه سازمان دغه کښتۍ د دغه هیواد د باري له بندر څخه له څه ناڅه ۳۰۰ سمندري مایل له واټن څخه د جمعې په ماښام د ادریاتیک بندر ته رهنمایی کړه. د هیومېنتي د مرستندویه سازمان د سرچینو په حواله د هوا د ډیر خرابوالي او سمندري سختو څپو له امله د نوموړي بندر په لور ددغي کښتۍ سفر ۴۰ ساعته دوام وموند. د دغه سازمان سرچینو ویلي چي د نوموړي سفر په ترڅ کي ډیری کسان سخت لانده سوي او په زړه بدي او سردردي باندي چی د سمندري ناروغۍ علایم دي، اخته سوي دي. 

آلمان ته په روان کال کې د ډېرو مهاجرو د راتګ انتظار کیږي

د «هیومېنتی ۱» د کښتۍ خدمو او کارکوونکو ویلي چي د ژغورل سوو کسانو په ډله کي، ۹۳ کسه تنکي ځوانان او کم عمره کسان هم شامل دي چی ډیری یې پرته له بالغو کسانو دي. دغو سرچینو ویلي دي چي ډیری ژغورل سوو کسانو شکنجې سوي دي. ځینو یې همدارنګه ویلي دي چي د مهاجرت پر لار له جنسي سؤ استفادې سره هم مخامخ سوي دي. ددغي کښتۍ د مسوولینو په حواله ډیری دغه ژغورل سوي پناه غوښتونکي له سوریې، کامرون او افریقا له ښکر څخه دي.

« دا ځل باید هرڅه په چټکۍ سره ترسره سي»

همدارنگه د جمعې په ورځ د ناروې له بیرق سره د «جیو بارنتس»په نامه مرستندویه کښتۍ هم د ایټالیا د سالارنو نئاپیل د ساحل پر خوا رهنمایی سوې او د لنگر اچولو اجازه یې ترلاسه کړې ده.

د « بې پولو ډاکټرانو» د مرستندویه سازمان کښتۍ هم ۲۴۸ تنه ژغورلي دي. د نوموړي سازمان په حواله  ژغورل سوو، ښځو، کوچنیانو او نارینه وو د ربړي او لرگینو بیړیو په مرسته د لیبیا له سواحلو څخه د اوبو په لور حرکت کړی وو.

ژغورل سوي پناه غوښتونکي د ایټالیا ساحل ته رسیدليانځور: Massimo Pica/ANSA/ZUMA/picture alliance

«جیئو بارنتس» او « هیومېنتې۱» د تیري اونۍ له پای راهیسي په څو پیرو کي پناه غوښتونکي او مهاجر ژغورلي دي. د نوومبر په میاشت کي د ژغورلو خصوصي کښتۍ، په روم کي د ښي اړخه حکومت له چارواکو سره د اختلاف له امله مجبوره سوې چي د ډیر وخت له پاره په یوه بندر کي انتظار وباسي او وروسته ټولو ژغورل سوو کسانو ته د پیاده کیدو اجازه ور نه کړل سوه. خو دا ځل تمه کیږي چي د ژغورل سوو کسانو انتقال په چټکۍ سره ترسره سي.

روم پرخپل دریځ باندي ټینگار کوي

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ټینگار کوي چي د دغه هیواد اساسي دریځ په دې برخه کی بدلون نه دی موندلی. د نوموړي وزارت د سرچینو په حواله، د کښتۍ خدمو او مسوولینو د اوبو او هوا وړاندوینه په اصطلاح بهانه نیولې او له دغي بهانې څخه یې د اضطراري شرایطو د رپوټ ورکولو له پاره استفاده کړې ده. د هغوی په خبره لکه څنگه چي  په سیسیل کي بندرونه ډک او د پناه غوښتونکو د منلو پر عریضو بیروبار ډیر دی، هغوی مجبوره سوي چي دغه کښتۍ نورو ښارونو ته واستوي. روم دغه مرستندویه کښتۍ په وار وار سره تورني کړي چي په مدیترانه کی د داسي اقداماتو په ترسره کولو سره د غیرقانوني مهاجرو په ترغیب کي مهم نقش لوبوي.

د مدیترانې په اوبو کي په حکومت اړونده هیڅ ډول د ژغورني رسمي کښتۍ فعالیت نه کوي، په دغو اوبو کي یوازي خصوصي مرستندویه کښتۍ د پناه غوښتونکو او مهاجرو د ژغورلو له پاره هلي ځلي کوي.  

GP/SR/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب