1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تسلا د راتلونکي حيرانونکی موټر ښکاره کړ

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د برېښنايي موټرو شرکت تسلا اوس د پيک آپ موټرو په برخه کې هم له نورو شرکتونو سره سيالي شروع کوي. خو د «سايبر ټرک» په نوم د دغه موټر په ننداره کې يوه کوچنۍ خرابي هم پېښه شوه.

USA Vorstellung Tesla Cybertruck
انځور: Getty Images/AFP/F. J. Brown

دغه موټر د يو عادي پيک آپ موټر په څېر هم نه برېښي. د تسلا شرکت «سايبر ټرک» د يو فلمي موټر او د جټ الوتکې تر منځ بڼه لري. د تسلا شرکت د مشر، ايلن ماسک، په خبره د «لوتوس اس ۱ ايسپريت» ډوله موټر څخه يې الهام اخيستی دی. دا هغه د لوتوس کمپنۍ موټر دی چې د جيمز بوند په يوه فلم کې هم ښکاره کړل شوی وو. 

له سپورټي موټر څخه هم چټک دی

د دغه موټر يوه چټکه بڼه يې د ۲،۹ ثانيو په لنډه موده کې په ساعت کې د سلو کيلومترو سرعت خپلولی شي. حتی عادي پلورل کېدونکې بڼه يې يوازې ۶،۵ ثانيو ته اړتيا لري چې د لوتوس اس ۱ ايسپريت څخه هم چټک دی.
په يوه ويډيو کې تسلا دا هم وښودل چې د «سايبر ټرک» موټر څنګه له يوه پورشه ۹۱۱ سپورټي موټر څخه لا چټک روان وي. ماسک د «سايبر ټرک» د لومړۍ نندارې پر مهال د متحده آيالاتو په لاس انجلس ښار کې وويل چې د موټر باډي يې له زنګ ضد کلکو فولادو څخه جوړه ده، څو وښيي چې دغه موټر څومره کلک او مضبوط دی.د نندارې پرمهال د موټر اصلي طراح، فرانڅ فون هولڅ هاوزن، له يو لوی څټک يا چکش سره د موټر پر دروازې باندې ګوازار وکړ چې موټر ته يې له کبله هيڅ زيان وانه وښت او هيڅ ځای يې هم چيت نه شو. خو د کړکۍ د کلکوالي ثبوت بيا ناکامه شو. د تسلا «ضد مرمۍ» ښيښه کې درزونه وليدل شول، کله چې فون هولڅ هاوزن يوه فولادي کلوله يا غونډاری ورباندې وار کړ.

تر اوسه ډېر پلورل کېدونکی د فورد «اف ۱۵۰» ډوله پيک آپ موټرانځور: Ford

ww/sti (dpa/rtr)/ن ص/ا خ ح     

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل