زيات وزن يا چاغوالی د زياتو ناروغيو لامل بلل کيږي. په اکثرو مواردو کي د سالمې او متوازنې غذا خوړل د وزن په کمولو کي مرسته کولای سي. دا ډول څو مهم خواړه دلته وپېژنئ:
انځور: Clourbox/G. Oliver
بادرنګ
يو کوچنی بادرنګ صرف د ۲۰ په شاوخوا کي کالورياني لري. دا ځکه چي بادرنګ له اوبو ډک يو ترکاري ده او هيڅ غوړ پکښي نسته. بادرنګ نه یوازي دا چي په بدن کي د التهاب پر ضد ګټور دی بلکه د وزن په کمولو کي هم مرسته کولای سي، ولي چي حجم يې زيات خو انرژي يې کمه ده او په دې توګه خوړونکي ته د مړښت احساس ورکوي.
انځور: picture alliance / ZB
ګاځره/زردکه
يوه لويه ګاځره تقريبا ۳۰ کالورياني لري. دغه ترکاري نه یوازي سترګو ته ګټور دي بلکه د چاغوالي په کمولو کي هم مرسته کولای سي. دغه ترکاري په جسم کي د ګلوکوز مقدار کنترولوي او اضافي ناتريوم جذبوي او په دې توګه په بدن کي د اوبو د کمښت مخه نيسي.
انځور: picture-alliance/ImageBroker/B. Lauter
پالک/سبزي/سابه
په پالک کي وسپنه، فوليک ايسيد او زيات شمير ويټامين موجود وي. له همدې کبله سابه د روغتيا له پاره په تر ټولو ښه سبزيجاتو کي شميرل کيږي. د پخولو پر ځای دغه سابه په سلاته کي اومه هم خوړل کيدلای سي.
انځور: Fotolia/nata_vkusidey
منفي کالورۍ لرونکي سابه
زيات خلک داسي فکر کوي چي ګواکي منفي کالورياني لرونکي سابه هم سته. يعني داسي سابه چي پکښي موجودي کالورياني يې تر هغو کالوريانو کمي دي چي د هضم کولو له پاره يې بايد بدن پر ولګوي. خو کارپوهان دا فکر ردوي او وايي داسي خواړه نسته چي منفي کالورياني ولري. خو هغه خواړه چي حجم يې ډېر او کالورياني يې کمي وي بيا هم په وزن کمولو کي مرسته کولای سي.
انځور: Horst Ossinger/picture-alliance
مالټه
يوه لويه مالټه د ۵۰ او ۶۰ تر منځ کالورۍ لري. پکښي موجود پوټاشيم او مګنېزيم د زړه له پاره ښه دی. نارنج هم د مالټو په شان مثبت اړخونه لري. خو دا چي په دغو مېوو کي د ميوو بوره يا شکر هم موجود وي، نو تر اندازې زيات خوراک يې حتی وزن زياتوالای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel
هندوانه
هندانه په بدن کي د اوبو د کمښت ضد بهترينه ميوه ده او پکښي ويټامين بي هم سته. په اندازه د دغې مېوې خوړل په وزن کمولو کي مرسته کولای سي. خو په دغه مېوه کي هم تر شپږ سلنې پوري د مېوو شکره موجوده وي او په دې توګه تر اندازې زيات خوراک يې حتی وزن زياتولای سي.
انځور: picture-alliance/Pixsell/H. Jelavic
رومی/ سور بانجن رومی
يو رومی د ۲۰ او ۲۵ په شاوخوا کي کالورياني او زياتي ګټي لري. دغه سابه نه يوازي په وزن کنټرولولو کي مرسته کوي بلکه د انسان په ځوان ساتلو او د سرطان په شان ناروغيو په مخنيوي کي هم مثبت ثابتېدلای سي.
انځور: Colourbox/M. Bell
توت زميني/سترابېري
د مځکني توتو بېل ډولونه سته چي اکثره يې روغتيا ته ګټور دي. دغه مېوې په مکس سوي ډول يا سموتي په شکل هم خوړل کيدلای سي او د شودو سره يې ملک شېک هم جوړل کيدلای سي. دغه مېوې نه يوازي د معدې په ډکولو بلکه د ناروغيو په مخنيوي کي هم مرسته کولای سي.
انځور: Udo Herrmann/CHROMORANGE/picture alliance
هګۍ
که څه چي د هګيو ژړ زياتې کالورياني لري، خو د هګۍ سپين صرف ۲۰ کالورياني لري. په دې توګه که څوک د ۵ هګيو صرف سپين وخوري نو دا ۱۰۰ کالورياني کيږي. د هګيو سپين زيات پروتين هم لري. څوک چي وزن کمول غواړي نو کولای سي د بېلګي په توګه د ايشېدلو هګيو سپين د مړښت له پاره وخوري يا په ډيرو لږو غوړو کي سپين پاخه کړي.
انځور: DW/E. Yorck
بروکولي يا زرغون ګل ګوبی
د نورو کمو کالوري لرونکو سبزيجاتو او مېوو په پرتله زرغون ګوبی/بروکولي داسي سابه دي چي پکښي اوبه زیاتي نسته. له دې کبله معده ډکوي او چا ته د مړښت احساس ورکوي. دغه سابه زيات مېنرالونه او ويټامينونه هم لري او تر ساده سپين ګل ګوبي ډېر ګټور دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
انځورونه1 | 10
سره له دې د لږ عاید لرونکي هیوادونو یو سلنه خلک هم دغه ډول دارو درمل له غیرقانوني سرچینو څخه په لاس راوړي. په ځینو مواردو کي، ښايي دغه درمل هیڅ اغیز ونه لري. په نورو مواردو کي د تقلبي درملو ترکیبي مواد امکان لري د جانبي عوارضو او دروغتیا د نوو ستونزو د رامنځته کیدو سبب سي.
د امریکا متحده ایالاتو د درملو او خوړو سازمان «اف دی ای» په ۲۰۲۳ م کال کي د خپل لومړني خبرداري په توگه ددغې موضوع په هکله وویل:« هغه کسان چې دغه درمل د آنلاین له لارې له غیر قانوني منابعو څخه رانیسي، خپل ځان له هغو سخت نامطمینو محصولاتو سره مخامخ کوي چي مناسبه ارزونه او تأیید ورباندي سوی نه دی او یا هم د کیفیت له معیارونو سره مطابقت نه لري.»
د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۴ م کال کي تور بازار ته د اوزمپیک د تقلبي درملو له واردیدو څخه خبرداری ورکړ. د بریتانیې د درمل جوړونکو د ټولنې «ان پی ای» د اعلان له مخې، تیرکال له هر پنځم بریتانوي څخه، یو کس د وزن د کمولو د درملو د رانیولو هڅه کړې ده.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې دغو درملو ته تقاضا دا خطر له ځانه سره لري چې خلک « ترڅارنې لاندي درملتونونو پرځای، غیرقانوني آنلایني منابعو ته مخه کړي.»
اعلان
خلک تقلبي درمل له کومه ځایه اخلي؟
غیرقانوني دارو درمل د آنلایني درملتونونو، د درملو د نړیوال خرڅلاو له سایتونو او د سازمان سوو مجرمو پلورونکو له خوا خرڅلاو ته وړاندي کیږي. د آنلایني مغازو دغه ډیجیتالي بازارونه په بااعتباره درملتونونو پورې مربوط نه دي، بلکه داسي سایټونه دي چې ظاهراً درمل له معمول څخه په کښته بیه وړاندي کوي.
فزیکي فعالیت د بدن مناسب وزن ترلاسه کولو له پاره ځانګړی اهمیت لري. ضرور نه ده چي په ساعتونو په لوبغالو کي سړی وځغلي او خولې توی کړی. تاسي کولای سئ د ورځي خپل ځان ته يو وخت وټاکی او پياده کښتی وکړئ. پياده گښتي د وازگي ويلي کولو سبب کيږي.
انځور: Colourbox
د کچالو پر ځاي سابه او ترکاري
د سره کړو کچالانو له خوراکه ډډه وکړئ. پرځای یې، هره ورځ دوه ځلي ميوه او سبزیجات وخورئ. تاسو کولی شئ هر ځل د خوړو اندازه پخپله وټاکئ.
انځور: picture-alliance/beyond/Junos
ورو خوراک وکړئ
له خوړلو خوند واخلئ. هره گوله کرار وژووئ او په ډېرو لږ خوړو سره مړېدلای هم سئ او یو څه وروسته به تاسو په ځان کي د مړښت نخښې وگورئ.
انځور: Colourbox/E.Audras
د خوراک پروسه مو وليکئ
يوه کوچنۍ کتابچه ولرئ او هر څه چي د ورځي خورئ هغه وليکئ. د دې له پاره چي روښانه وي، څه مو څومره اندازه خوړلې دي. څو ورځي وروسته بيا له دغو ياداښتونو سره د پرتلې له مخي کولای سئ خپل ځان ته د خوړو وخت تنظیم کړئ.
انځور: Deyan Georgiev/Colourbox
خوندور بديل
البته، تر ټولو مهم شی د خوړو کیفیت دی چې تاسو یې خوري. پر مکرونيو باندي د غوړ تر تويولو به ښه وي چي د روميانو روب ورسره وخوړل سي.
انځور: Laurin Rinder - Fotolia
سبوس لرونکي ډوډۍ وخورئ
تل د سپینې ډوډۍ پر ځای د غلې دانې يا سبوس لرونکي ډوډۍ وکاروئ، ځکه سپینه ډوډۍ هیڅ غذايي ارزښت نه لري، خو د غلې دانې ډوډۍ غوړ او بوره ذخیره کوي او د لوږې احساس ژر نه کوئ.
انځور: Axel Warnstedt
له قند څخه ډډه وکړئ
له کالوري څخه پاک شکرې بدیل کولی شي د شکر له پاره د بدن لیوالتیا کمه کړي. په داسې حالاتو کې، بدن هڅه کوي ذخيره شوی کالوري وکاروي، نو د امکان تر حده لږ بوره وخورئ او د بورې پرځای شات وکاروئ.
انځور: Fotolia/Monika Wisniewska
منظم خوب
لږ او غیر منظم خوب په بدن کې د فشار لامل کیږي. بدن تل د فعالیت په حالت کې وي او هورموني فعالیتونه ګډوډ کیږي. په داسې حالاتو کې، د فشار هورمون (کورتيزول) تولید کیږي او د وزن زیاتوالي لامل کیږي. هرڅوک باید د شپې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي. منظم خوب کولی شي د وزن کمولو لامل شي.
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
د شپې خواړه
د شپې له خوا بې غوړو غوښه یا لوبیا وخورئ، ځکه چې دا پروټینونه د ودې هورمونونو په خوشې کولو کې مرسته کوي؛ دغه هورمونونه چې د خوب پرمهال فعالیږي.