تليګراف: د القاعدې شبکه د هستوي وسلو په لټه کي ده
۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبهنوموړي ورځپاڼي دغه اسناد د ويکيليکس انترنيټ پاڼي څخه تر لاسه کړي دي. په اسنادو کي راغلي دي چي امنيتي لوړپوړو چارواکو د ناتو د 2009 کال د جنورۍ د مياشتي يوې غونډي ته وويل چي القاعده «د ناولو راديواکتيف چادونکو توکو» د لاس ته راوړلو لپاره د يو پلان جوړولو هلي ځلي لري.
په بربنډو سوو اسنادو کي دا هم راغلي دي چي، په 2007 کال کي د القاعدې له شبکې څخه لاس ته راغلي اسناد امنيتي چارواکي قانع کړي چي، دغه شبکې د بيولوژيکي وسلې څخه د استفادي په برخه کي تر هغه « ډيرپرمختګ» کړی چي تر دې د مخه يې انديښنه کيده.
امريکايي امنيتي مامورينو ته په 2008 کال کي خبرداری ورکړل سوو چي ترهګر« د يوه ناولي بمب جوړولو څخه لا زيات د يوې چادونکي وسيلي د جوړولو لپاره تخنيکي توانمندي لري.»
د ويکيليکس له خوا په بربنډ سوو پټو ديپلوماتي ليکنو کي دا هم راغلي دي چي، د شريرو سازمانو له خوا د «بدلون وړ کيمياوي» موادو د قاچاق هڅي هم سوي دي ترڅو له هغوی څخه وسلي جوړي سي.
په نوموړو ليکنو کي هغي پيښي ته اشاره سوې چي وايي: د قزاقستان او روسيې په ګډه پوله کي په يو بار وړونکي اورګاډي کي د هستوي وسلو جوړولو مواد موندل سوي دي، دا په داسي حال کي ؤ چي د هغو پټو ليکونو د معلوماتو له مخه په ليزبن کي يو « کوچني سوداګر» هڅه درلوده چي له چرنوبيل څخه غلا سوی راديو اکتيف وپلوري.
په يو بل بربڼد سوي ديپلوماتي پټي ليکني کي چي د متحده ايالاتو د کورني امنيت د وزير ، Janet Napolitano، او د اروپايي وزيرانو د 2010 کال د جنورۍ د مياشتي د يوې ليدني کتني جزيات پکښي څرګند سوي دي، د آلمان د کورنيو چارو وزير د هوايي امنيت په هکله خپل انديښه څرګنده کړه.
د دغي پټي ليکني چي اوس برتانوي ورځپاني تليګراف په خپله نني ګنه کي تر رپوټ وکړي له مخه د آلمان د کورنيو چارو وزير،Thomas de Maiziere، انديښنه څرګنده کړې چي تروريستان کيدای سي چي د « ماشومانو له وسايلو څخه په کار اخيستلو سره کوم بمب الوتکو ته وليږدوي.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل