1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تنفسي ناروغیو په یوه میاشت کې د ۳۵۰ افغانانو ژوند اخیستی

۱۴۰۴ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې سخت تنفسي عفونتونه په یوه میاشت کې د ۳۵۲ کسانو د مړیني سبب گرځیدلي دي. دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د بودجې د کمښت په دلیل، په ټول هیواد کې ۴۴۵ صحي مرکزونه ځنډول سوي.

د کابل په یوه روغتون کې د سږي په التهاب اخته یو ماشوم
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې سخت تنفسي عفونتونه په یوه میاشت کې د ۳۵۲ کسانو د مړیني سبب گرځیدلي. انځور: Ali Khara/REUTERS

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵م کال په ډسمبر کې په افغانستان کې د روغتیایی وضعیت په هکله خپل د څېړنو نتایج خپاره کړي دي.

د نوموړي رپوټ له مخې په دغه هیواد کې سختي تنفسي یا سینه بغل ناروغۍ ۲۴،۶ سلنه زیاتې سوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان احصائیې ښيي چې یوازې په ډسمبر میاشت کې په دغه هیواد کې د سختو تنفسي او سینه بغل ناروغیو په مجموعي توگه ۱۸۳ زره ۳۰۲  پیښې ثبت سوې دي چې په نتیجه کې یې ۳۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ارقام د نوومبر میاشتې په پرتله ۲۶،۴ سلنه زیات سوي دي.

اړونده موضوع: په کال کې د ۱،۵ میليون کسانو مړينه د هوا ککړتيا سره تړاو لري

د نوموړي سازمان د ارقامو له مخې، په نوومبر میاشت کې په دغې ناروغۍ د ۱۴۷ زره ۱۳۸ کسانو د اخته کیدو او ۲۴۸ کسانو د مړینې په هکله رپوټ ورکړل سوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې په ډسمبر میاشت کې د شري په نوي شکمن ډول د اخته کیدو، دوه زره ۹۵ پیښو په هکله رپوټ ورکړل سو چې له امله یې د مړینې ۱۰ پیښې رامنځته سوي دي. دا د تیرې میاشتې په پرتله د ۱،۵ سلني پیښو د کمیدو ښکارندويي کوي.

د نوموړي رپوټ له مخې، په دغه هیواد کې د ملاریا د نوي مشکوک ډول یو زرو ۲۲۸ او د ډنگي تبې ۳۴۰ مورده ثبت سوي دي چې د مړینې هیڅ کومه پیښه پکښي نه ده ثبته سوې.

په ننګرهار ولایت کې د ډینګي تبې د پيښو زیاتوالی

02:05

This browser does not support the video element.

د سلونو صحي مرکزونه ځنډول

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې خبرداری ورکوي چې د بودجې پراخ کمښت او د طالبانو محدودیتونو د صحي خدماتو وړاندې کول له گډوډیو سره مخامخ کړي دي.

د دغه سازمان د ارقامو له مخې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر مياشتي تر ۲۰مې پوري په مجموعي ډول ۴۴۵ صحي مرکزونه د بشري شریکانو له خوا د بودجې د کمښت له امله ځنډول سوي او یا هم تړل سوي دي چې دغه گډوډي به تقریباً ۳،۰۸ میلیونه کسان په ۳۰ ولایتونو کې اغیزمن کړي؛ داسې یو وضعیت چې کولای سي په ملي کچه د ناروغیو د پراخیدو او مړینې د زیاتیدو خطر لاپسې زیات کړي.

له دغو ننگونو سره سره، د روغتیا نړیوال سازمان اشاره کړې ده چې په ډسمبر میاشت کې، ۴۹ شریکو سازمانونو په ۳۱۶ ولسوالیو کې د ۸۹۱ صحي مرکزونو له لاري، ۴۸۱ زره ۷۵۰ کسانو ته د درملنې بشردوستانه خدمات وړاندي کړې دي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همږغي کوونکو دفتر (اوچا) هم د وضعیت پر خرابوالي باندې له ټینگار سره ویليول چې د ۲۰۲۶م کال له پاره وړاندوینې ښيي چې په افغانستان کې به شاوخوا ۱۴،۴ میلیونه انسانان روغتیايي مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

په مجموع کې د روغتیا نړیوال سازمان او اوچا رپوټونه په افغانستان کې د صحي خدماتو له خراب وضعیت څخه یو ښکاره تصویر وړاندي کوي؛ داسې یو وضعیت، که سرچینې او لازم ملاتړ تأمین نه سي، کیدای سي د افغانستان د میلیونونو اوسیدونکو د صحي وضعیت له پاره، جدي او اوږدمهاله عواقب ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب