1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم او سپين بولدک لاري موقتي خلاصي سوې

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

چارواکي وايي، تورخم او سپین بولدک دروازې د دوشنبې په سهار د هغو افغان مسافرو پر مخ خلاصې شوې، چې له تېرې نیږدې یوې میاشتې راهیسې پاکستان کې بند پاتې وو. راغلي کسان په تورخم کې د څو ورخو له پاره قرنطین کیږي.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
آرشیف انځورانځور: DW/O. Deedar

پاکستان هېواد د افغانستان سره خپلې ټولې لارې د کرونا ویروس د مخنیوي او احتیاطي تدابیرو په موخه تړلې وې، چې له امله یې هغه هېواد کې ګڼ شمېر افغان مسافر له خپلو کورنیو او ماشومانو سره بند پاتې وو چي پکښي ګڼ شمېر ناروغان او نور سوداګر هم شامل دي.

د ننګرهار چارواکیو د کرونا مخنیوي په موخه تورخم کې د لسو زرو کسانو  د ساتنې ظرفیت لرونکی یو بېړنی روغتیايي کمپ جوړ کړی، چې له پاکستان څخه راتلونکي کسان به پکې له ۱۴ تر ۲۰ ورځو قرنطین کېږي. د چارواکو په وينا دغه کمپ د اوسېدو ټولې لومړنۍ اسانتیاوې لري.

د ننګرهار والي شاه محمود مېاخېل وايي، تورخم د دوشنبې (د اپريل ۶مه نېټه) په سهار د مسافرو پر مخ خلاص شوی، چې دوی راتلونکیو کسانو ته ټول امنیتي او صحي تدابیر نیولي دي. دی وايي، پر کرونا اخته ناروغان او نور روغ کسان تر معاینې وروسته هلته تر شلو ورځو ساتل کېږي او له ښه ډاډمنتیا وروسته به خپلو کورنیو ته ستنېږي.

«د هيڅ کس او ادارې واسطه نه منو»

والي میاخېل وايي، راتلونکي کسان به هرو مرو قرنطین موده تېروي او دې برخه کې د هېچا او هېڅ ادارې واسطه نه مني.

ورته وخت د تورخم ښاروال انجینیر راحت ګل زیارمل وايي، راتلونکي کسان تر سکرینینګ او معاینې وروسته قرنطین کمپ ته استول کېږي. دی وايي، هر راتلونکي کس ته د شک په سترګه ګوري او کوم کسان چې مشکوک وپېژندل شي، دوی یې جلال اباد ته د ښې معاینې او تداوۍ له پاره د کرونا روغتون ته استوي.

راحت ګل زیارمل وايي، د قرنطین برخه کې د هېچا واسطه نه منل کېږي او آن که ولسمشر هم له پاکستانه راستنېږي، نو تورخم کې به قرنطینېږي.

مسافر بېل نظرونه لري

له پاکستانه یو راستون شوی کډوال سیداغا وايي، خوښ دی چې حکومت تورخم کې د خپل ولس د ژغورنې له پاره دا کمپ جوړ کړی او که دلته هر څومره په ستونزو کې هم وي، خوشاله دی.

یو شمېر راستانه شوي کسان بیا د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که تورخم کې تر شلو ورځو وساتل شي، نو کورنۍ به یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

له خیبرپښتونخوا راستون شوی مسافر له حکومت غوښتنه کوي، چې روغ کسان دې ژر تر ژره خپلو کورونو ته پرېږدي، ځکه په وینا یې، کورنۍ یې د دوی لاس مزدورۍ ته ناستې دي او که دوی دلته ساتل کېږي، نو هغوی به له کړاوه ډک ژوند تېروي؛ خو د ننګرهار چارواکي وايي، هېڅوک له ټاکلو ورځو مخکې نه پرېښودل کېږي.

د کندهار پر پوله روغتيايي تدابير نه دي نيول سوي

هاخوا کندهار کې د سپین بولدک  چمن دروازه هم د دوشنبې په سهار د مسافرو پر مخ پرانستل شوې؛ خو هلته د تورخم په څېر د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه کوم تدابیر نه دي نیول شوي.

له کرښې ها خوا تازه را اوښتې مسافر وايي، د کرونا د تشخیص ډله موجوده ده، خو د مسافرو د زیات شمېر له امله نه شي کولی د ټولو مسافرو تشخیص ته رسېدنه وکړي.

یو مسافر چې نن سهار د سپين بولدک له لارې راتېر شوی وايي، یو شمېر کسان د قرنطین په نیت راګرځول شوي وو؛ خو د امکاناتو د نشت له امله کندهار ته روان شوي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست چارواکي بیا وايي، مشکوک کسان د دوی له لوري ښار ته وړل کېږي.

تورخم او سپين بولدک دروازې د درېو ورځو له پاره ازادې شوي، چې هره ورځ به پرې زر مسافر هېواد ته راستنېږي.

پولې به درې ورځي پرانستي وي

له تېرې یوې اونۍ راهیسې  د ختیځو ولایتونو په شمول د هېواد ډېر ښارونه قرنطین شوي او دا چاره لا روانه ده. افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د دوشنبې ورځې تر دوو بجو  ۳۶۷ ته رسېدلی؛ خو دا شمېرې ساعت په ساعت پورته ځي.

په افغانستان کي له دغې ناروغۍ تر اوسه ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۸ نور رغېدلي دي. ننګرهار کې بیا دوه کسان پر کرونا اخته شوي وو، چې یو یې رغېدلی او کور ته رخصت شوی دی.

امید دیدار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل