1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانېستل شوې

۱۴۰۴ آبان ۱۰, شنبه

د ننګرهار د رسنیو سیمه ییز دفتر خبر ورکړی دی چې د تورخم دروازه نن سهار د هغه ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې چې له تیرو څو ورځو راهیسې بند پاتې وو.دغه لار د څو اونیو راهیسې تړلې وه.

Pakistan bereitet sich auf die Ausweisung von über einer Million Afghanen vor | Torkham
ارشیف انځور: تورخم دروازه کې افغان کډوالانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکو ویلي چې پر یادې دروازې اوس مهال یوازې هغه افغان کډوالې کورنۍ اوښتلی شي چې د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو پر مهال په پاکستان کې بندې پاتې وې.

د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په کرښه له خونړیو نښتو وروسته د تورخم او چمن لار د ټولو پر مخ وتړل شوې چې له امله یې تیرې څو اونۍ سوداګر او عام وګړي بند پاتې وو.

سلګونه هغه افغان کډوالې کورنۍ چې په پاکستان کې له کورونو ویستل شوي او غوښتل یې افغانستان ته واوړي، د لارې بندېدو له امله د کرښې هغې غاړې د جمرود سیمې په یو لنډ مهالي پنډغالي کې ساتل کېدل چې د ځایي خلکو په خبره له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ارشیف انځور: تورخم کې بند پاتې افغان کډوالانځور: Hussain Ali/ZTUMAPRESS/picture alliance

د تورخم دروازه چې لا هم د سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې، د کرښې دواړه غاړې په سلګونو سوداګریز موټر بند پاتې دي چې سوداګر یې سخت زیانمن کړي دي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له تر ټولو مهمو سرحدي لارو څخه ده. دا لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو، توکو او سوداګرۍ اصلي تګ راتګ بندر بلل کېږي.

تورخم نه یوازې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره مهم دی، بلکې زرګونه افغان کډوال هم له همدې لارې پاکستان ته او یا بېرته افغانستان ته ستنېږي. دغه دروازه د تېرو څو کلونو په اوږدو کې څو ځله د سیاسي، امنیتي او نظامي ستونزو له امله تړل شوې او بیا پرانیستل شوې ده.

د لارو بندېدو افغان سوداګرو ته څومره زیان اړولی؟

02:40

This browser does not support the video element.

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل