1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

تورخم دروازه د بار وړونکیو موټرو پر مخ تړل شوې

امید دیدار
۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

د افغانستان ختیځ ننګرهار کې د طالبانو چارواکو خبر ورکړی، چې په ځايي وخت غرمه مهال پاکستاني لوري تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پر مخ وتړله.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

ننګرهار رسنیز دفتر تورخم کې د طالبانو ادارې د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله خبر ورکړی، چې پاکستاني لوري تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پر مخ په دې شرط تړلې چې د بار وړونکو موټرو چلوونکي باید پاسپورت او ویزه ولري. تر دې وړاندې پاکستاني لوري د بار وړونکو موټرو له چلوونکو د پاسپورت او ویزې غوښتنه نه کوله.

تورخم دروازهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د تنظیرالله افغان په نوم یوه کس له تورخمه دویچه ویله سره اړیکه کې وویل، تورخم دروازه د بار وړونکیو موټرو پر مخ بنده شوې او اوس مهال دواړو لوریو ته ګڼ شمېر بار وړونکي موټر پر دروازې اوښتو ته په تمه ولاړ دي. هغه وویل، پر دروازه یوازې موټرې نه پرېښودل کېږي؛ خو مسافر پر دروازې دواړو لوریو ته د تګ اجازه لري.

د سوداګریزو موټرو پر مخ د تورخم دروازې تړلو له امله تېر کې سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي.

تورخم دروازه د روان کال سپټمبر میاشت کې هم د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړل شوې وه، چې له خلاصېدو سره یې پاکستانله هغه هېواده د افغانانو د ویستلو پرېکړه وکړه او تر دې دمه سلګونه زره افغانان په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل