1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويست: د افغانستان شیعه وګړي له افراطي تاوتریخوالي ځوریږي

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وایي «د افغانستان شیعه وګړو د افراطي تاوتریخوالي له امله ډېر رنځ» زغملی دی.

Afghanistan Thomas West in Norwegen
ويست وایي د افغانستان شیعه وګړي له افراطي تاوتریخوالي ځوریږيانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويست ، د افغانستان په بغلان ولایت کې د جمعې ورځې په برید کې چې د شیعه وګړو پر یوه جومات وشو، خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي نن دوشنبه (اوکتوبر ۱۶) پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) د دغه برید له قربانیانو سره غم شریکي کړې او ویلي دي: «د جمعې په ورځ په پلخمري کې د ترهګریز برید له امله د یو شمیر شیعه لومونځ کوونکو مرګ او ژوبلي خواشینی کړی یم. د افغانستان د شیعه وګړو ټولنه له افراطي تاوتریخوالي ډېره ځورېدلې ده.»

د بغلان ولایت  مرکز پلخمري کې د جمعې ورځ وروسته له غرمې یوه چاودنه وشوه. په دغه برید کې د قربانیانو په تړاو بیلابیلې شمیرې خپرې شوي دي. طالبانو ویلي دي چې په بريد کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، خو په سیمه کې ځينو سرچینو ویلي دي چې په یاد برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او نیږدې ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

تیره جمعه د بغلان په پلخمري کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه.طالبانو ویلي دي چې په بريد کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي ديانځور: AFP/Getty Images

د دغه برید مسولیت داعش  ترهګري ډلي پر غاړه اخیستی دی. دغي ډلې په یوې خپرې شوې ويډيو کې ویلي دي چې بریدګر چاودیدونکو توکو ته د لمونځ کوونکو په منځ کې چاودنه ورکړې ده.

تیره شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یویې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه برید وغانده او ټینګار یې وکړ چې ترهګري په هر ډول د نړۍ او افغانستان له پاره جدي ګواښ دی.

د افغانستان پر هزاره او شیعه وګړو باندې په جوماتونو، عبادت ځایونو، عامه ځایونو، ښوونیزو مرکزونو او روغتونونو باندې هدفي بریدونو تل غبرګونونه راپارولي دي.

د دغو بریدونو په تړاو په ډیرو هیوادونو کې پراخ اعتراضونه شوي او دا یې د «هزاره وګړو نسل وژنه ګڼلې» ده.

آیا افغانستان کې د اقلیتونو بشري او مذهبي آزادۍ خوندي دي؟

28:49

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل