د رسنيو د راپورونو له مخي د تونس امنيتي چارواکو درې کسان چي عمرونه يې د ۱۸ او ۲۷ تر منځ دي نيولي دي. ويل سوي چي دغه درې کسان په برلين کي د بريد په تړاو نيول سوي دي.
په نيول سوو کي د برلين د بريد احتمالي عامل انيس عامري وراره هم شامل دی. انيس عامري يوه ورځ تر مخه په اېټاليه کي د پوليسو له خوا په ډزو ووژل سو. پر هغه شک ؤ چي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۹مه نېټه) يې په برلين کي د لارۍ موټر په مرسته د کرسمس پر بازار بريد کړی ؤ چي پکښي ۱۲ انسانان ووژل سوي ول.
تونسي چارواکو ويلي چي د انيس عامري نيول سوي وراره اقرار کړی دی چي د يو ځانګړي موبايل اېپ په مرسته د انيس عامري سره په تماس کي ؤ. ويل سوي چي دغه تماس نيونه په اليکترونيکي توګه د کود سوي پيغامونو له لاري تر سره کېدله. د عامري وراره ويلي چي اکا انيس عامري يې غوښتل چي هغه د داعش سره يوځای سي او دا چي هغه هم پيسې ورته لېږلي وې.
د سلفيانو مرکز
د تونس چارواکو ويلي چي ياد درې کسان يې د جمعې په ورځ لا د تونس هيواد په قيروان کي نيولي ول. په دغه سيمه کي د انيس عامري کورنۍ هم ژوند کوي. دغي سيمي ته د سلفيانو د مرکز په سترګه کتل کيږي. د تونس چارواکو ويلي چي نيول سوي کسان د يوې ترهګرې ډلې غړي دي.
انيس عامري په اېټاليه کي د عادي کنترول پر وخت د پوليسو له خوا درول سوی ؤ. عامري په سمدلاسه توګه پر پوليسو ډزي پېل کړې او يو پوليس يې ژوبل کړ چي په ځوابي ډزو کي پوليسو انيس عامري ووژی.
امنيتي چارواکي فکر کوي چي انيس عامري د دوشنبې په ورځ په آلمان کي د لارۍ موټر په مرسته بريد تر سره کړی ؤ.
د بريد وروسته د داعش ډلې يوه ويډيو خپره کړې وه چي پکښي انيس عامري د داعش د مشر بيعت کوي. داعش د برلين د بريد پړه په غاړه اخيستې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.12.2016):
د برلين په کريسمس بازار کي د پېښي انځورونه
آلماني چارواکي په برلين کې د کريسمس پر بازار احتمالي برید په هکله څیړنه کوي. په دغه پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۸ نورو ټپیان شوي دي. هغه څه چې تر اوسه موږ پرې پوهیږو.
انځور: Google Earthدغه پيښه په برلین کې د پاچا ویلیم په یاد د جوړي کلیسا مخې ته چې د سیلانیانو له پاره یو ډیر په زړه پورې ځای دی رامنځته شوی ده. د اورګاډي یو تم ځای او د خریدارۍ مشهور مارکیټونه هم دلته موجود دی.
انځور: Google Earthپه فرانسه کې د نیسه د پيښې یاد
د برلين پيښې د جولای په میاشت کې د فرانسې هیواد په نیسه ښار کې د رامنځته شوي پيښې یاد تازه کړ. په دغه پيښه کې ۸۶ تنه ووژل شول. هغه وخت هم د یوه لارۍ موټر چلونکي خپله لارۍ د خلکو پر هجوم ور ځغلولې وه. د برلين د دغې پيښې په پام کې نیولو سره فرانسې هم خپل د کريسمس په بازارونو کې امنیتي تدابير سخت کړي دي.
انځور: Reuters/F. Benschپوليسو د ۱۲ تنو وژل کیدل او د ۴۸ ټپې کیدل تائید کړي دي. د یو شمیر ټپیانو وضعه د اندیښنې وړ بلل شوې. ژغورونکي ډلي د پيښې په ځای کې خیمې دورولي دي او ټپیان یې روغتون ته استول شوي.
انځور: Reuters/P. Kopczynskiخلکو ته د پولیسو سپارښتنه
پولیس په بیړه خپل کار پيل کړي دی او د پيښې سیمې ته ټولې تلونکي لارې یې تړلي دي. پولیس او چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د پيښې ځای ته دې نه ورځي او د ناسمو خبرونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي. پولیسو همدارنګه د شپې په جریان کې له خلکو څخه غوښتي وو چې په خپلو کورنو کې پاتې شي.
انځور: Reuters/F. Benschدا د یوه پولنډي شرکت لارۍ ده چې په ظاهره کې یې له پولنډ څخه ایټالیا ته اوسپنه لیږدوله. د لارې په مسیر کې د مسئولینو تماس د دغې لارۍ له چلونکي سره پرې شوی وو.
انځور: Reuters/F. Benschپولیسو ویلي دي چې د لارۍ موټر شکمن چلونکی یې نیولی دی. یو پولنډي کس چې په لارۍ کې د چلونکي تر څنګ ناست وو، وژل شوی دی. یو شمیر رسنیو ویلي دي چې د موټر شکمن چلونکي افغان یا پاکستاني مهاجر دی، خو چارواکو تر اوسه پورې د دغې خبرې پخلې نه دی کړی.
انځور: Reuters/P. Kopczynskiتر پیښې لږ وروسته د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند وویل چې میرکل د کورنیو چارو وزیر او ښاروال سره په تماس کې ده. د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک وویل چې «دا د برلين او زموږ هیواد له پاره یوه خرابه شپه وه.»
انځور: REUTERS/P. Kopczynski