1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيکزاس: په يوه لارۍ موټر کي د ۴۶ مهاجرو مړي موندل سوي دي

۱۴۰۱ تیر ۷, سه‌شنبه

اوس ډېر کسان کوښښ کوي چي له مکسيکو څخه د امريکا متحده ايالاتو تيکزاس ايالت ته واوړي. په دغه ايالت کي اوس پوليسو يو بېرونکی کشف کړی دی.

USA | Texas | Menschen wurden in San Antonio tot in einem Lastwagen gefunden
لارۍ موټر چي پکښي مړي موندل سوي، د سان انتونيو ښار ته څېرمه موندل سوی دیانځور: ABC AFFILIATE KSAT via REUTERS

د تيکزاس ايالت و سان انتونيو لوی ښار ته نژدې په يوه اړخ ته درول سوې لارۍ کي پوليسو لږ تر لږه ۴۶ مړي موندلي دي. اټکل کيږي چي دغو کسانو هڅه کوله چي په ناقانونه توګه امريکا متحده ايالاتو ته واوړي.

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي په دغه لارۍ کي د مشاومانو په ګډون ۱۶ انسانان ژوندي موندل سوي دي چي روغتون ته انتقال سوي دي. د دغو ژوندي پاته سوو کسانو په هکله ويل سوي چي ښايي د سختي ګرمۍ او چښاک اوبو د نشته والي له کبله په خراب روغتيايي وضعيت کي دي. ځايي چارواکو په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام په دې هکله له رسنيو سره معلومات شريک کړل.

د سان انتونيو ښاروال، رون نيرنبېرګ په خپل ټويټري پيغام کي دغه پېښه يوه انساني غميزه بللې ده. رسنيو په دغه واقعه کي د موندل سوو مړو د زيات شمير له کبله دغه پېښه د ناقانونه مهاجرت سره په تړاو کي يوه له تر ټولو بدو پېښو څخه ياده شوې ده.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يو راپور له مخي دغه واقعه په داسي حال کي رامنځته سوې ده چي دمګړی په زياته له مکسيکو څخه زيات انسانان کوښښ کوي چي امريکا متحده ايالاتو ته واوړي. دا چي ولي دغه ۴۶ انسانان مړه سوي دي لا تر اوسه نه ده څرګنده.

د سان انتونيو د اطفاييې مشر چارلس هود رسنۍ ته ويلي دي چي په دغه يخچالي لارۍ موټر کي نه ايېرکنډيشنر او نه هم اوبه موجودي وې. ويل سوي چي په سان انتونيو کي په تيرو ورځو کي ګرمي خورا زیاته وه.

رسنيو راپور ورکړی دی چي د دغي پيښي په تړاو درې کسان نيول سوي دي. يادي رسنۍ د سان انتونيو د پوليسو د مشر له قوله ليکلي دي چي البته دا لا نه ده څرګنده چي ايا نيول سوي کسان له انساني قاچاق سره مربوط دي که نه.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب