تښتول سوې آلمانۍ مېرمن آزاده سوې
۱۳۸۶ مرداد ۲۹, دوشنبهد کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د دوشنبې په سهار له پلازمېنې کابل څخه په خپل رپوټ کې زياته کړې، چې د نيول شوو په ډله کې د يرغمل نيوونکو اصلي لارښود هم شامل دئ. دوی څلورواړه د دوشنبې د شپې په ژغورنيزو عملياتوکې لاس ته ورغلي.
افغاني پوليسو او استخباراتو وکولای شوای چې آلمانۍ کرېستينه پس له يوې نيمې ورځې نه، د کابل د ښار په ختيزکې د شپې لخوا آزاده کړي.
بشري دا هم ويلي دي چې د نيول شوو په ډله کې، د تېرکال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان په شمال کې د وژل شوو دوو تنو آلمان غږ راډيو سره همکارو آلماني ژورنالستانو د وژنې اصلي عامل هم موجود دئ. د يوه وروسته رارسېدلي خبر له مخې د ژورنالستانو د وژونې په ارتباط تېره اونۍ هم څوکسان نيول شوي. د لاس ته راغلو کسانو هويت تر اوسه پورې نه دئ اعلان شوی.
د جرمن د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير له دې برياليتو څخه خوښي څرگنده کړې او ويلي يې دي، چې اوس ښايي د هغه آلماني ٦٢کلن انجنير غم هم وخوړل شي،کوم چې له يوې مياشتې راهيسې يرغمل نيول شوی.