1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تکزاس؛ پر کور حمله کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

رپوټونه وايي چې د امریکا متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې پر یوه کور حمله شوې چې په کې درې ماشومان وژل شوي او دوه کسان ټپیان دي. پېښه د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۳مه شوې.

د آرشیف انځور - تکزاس
د آرشیف انځور - تکزاسانځور: Jessika Harkay/AP Photo/picture alliance

اسوشتيد پریس د KTVT  تلویزیون چې په تګزاس کې فعالیت لري، د رپوټ په حواله لیکي چې مرستندويانو په ځايي وخت د مازديګر شاوخوا ۴ بجې وويل چې د پېښې له ځایه دوه کسان په چورلکه کې روغتون ته رسول شوي دي.

ورته مطلب: د تکزاس په ډزو کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

د WFAA په نوم یو بل تلویزیون بیا په خپل رپوټ کې ويلي چې د الیس کوانټي سېمې په یوه کور کې د چړې تر دغې حملې وروسته یوه ښځه توقیف شوې ده. ویل شوي چې توقیف شوې ښځه په همدې حمله کې د پنځو قرباني شوو ماشومانو مور ده. په دې هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د یاد تلویزیون په رپوټ کې زیاته شوې چې د ماشومانو د محافظت خدماتو دفتر له کور څخه کتنه کړې او د الیس کوانټې د پولیسو دفتر ته ېې د حملې رپوټ ورکړی دی.

اسوشتید پریس لیکي چې د پولیسو دفتر په سملاسي توګه د پېښې په تړاو د لا ډيرو معلوماتو له پاره د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ورته مطلب: کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي

خو د ماشومانو د ژغورنې خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې داسې ويلي دي: «دغې له تصوره لرې غمیزې موږ ته ټکان راکړی. موږ د قانون پلې کونکو سره تحقیقات کوو چې دغه پېښه څنګه او ولې رامنځ ته شوې ده.»

ورته مطلب: یو تکزاسی چې د عافیه صدیقي د خلاصون له پاره يې کسان یرغمل کړي ول ووژل شو

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب