د جرمني »يو« تلويزيوني چينل د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد د مهاجرو او پناغوښتونکو چارو ادارې (بمپ) په حواله رپوټ ورکړی دی چي پروسږکال ۲۴۴۱۳۲ کسانو په دغه هیواد کي د پناه غوښتنه کړې ده، چي دا تقریباً ۲۸ فیصده لوړوالی ښيي.
په ۲۹،۳ فیصده لوړوالي سره تر ټولو ډیر سوریایانو(۷۰۹۷۶ کسان) او ۵۶،۲ فیصده لوړوالي سره (۳۶۳۵۸) افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.
په ۲۰۲۱م کال کي لا ۱۹۰۸۱۶ کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورکړي وه. د دې تر څنګ جرمني ته پروسږکال تر یوه ميلیون اضافه اوکراینیان هم راغلي دي. خو هغوی مجبوره نه دي چي د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance په ۲۳۹۳۸ کسانو سره تر ټولو ډیر بیا ترکان قبول سوي دي چي دا ۲۳۸،۷ فیصده لوړوالی ښيي. خو دا چي ولي د ترکانو د پناغوښتونکو تعداد لوړ سوی، تلویزوني چینل یې دلایل نه دي بیان کړي. امکان لري چي دا په ترکیه کي د خراب اقتصادي حالت سره ارتباط ولري.
د همدغه رپوټ په حواله بمپ د ۲۲۸۶۷۳ پناغوښتونکو د قضیو په باب تصمیم نیولی دی، چي که هغه لمړني غوښتنلیکونه وه او یا هم دوهم او تعقیبي. د ویلو وړ ده چي بمپ د ۵۶،۲ فیصدو په باب مثبت او پاته کسانو په باب منفي فیصله کړې او غوښتنلیکونه یې رد سوي دي.
جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي
په ۹۰،۳ فیصده سره تر ټولو ډیر سوریایان قبول سوي او ورپسې په ترتیب سره افغانان(۸۳،۵) او عراقیان(۲۲،۵) فیصده قبول سوي دي.
د پناه غوښتني پروسې دوام په ټوله جرمني کي تقریباً ۷،۶ میاشتي وو. په تیر ډسمبر میاشت کي ۱۳۶۴۴۸ قضيې پاته وې چي په اړه یې لا بمپ فیصله نه وه کړې.
د جرمني څخه د مهاجرو د اخراج مقررات څه ډول دي؟
د جرمني داخله وزیر د ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو سره تریوه ویدیو کنفرانس وروسته اعلان وکړ، چي د جنورۍ له اولي څخه به د پناه غوښتني قضیو ته په کتو سره د اخراجیدو په هکله تصمیم نیول کیږي. نور جزيات دلته ولولئ: انځور: picture-alliance/W. Rothermel د جرمني داخله وزارت وايي، چي د سوریایانو د اخراج د منع کیدو لایحه به تمدید نسي. داخله وزير هورست زېهوفر په دې تړاو مخکي هم څرګندونې کړي وې. خو منتقدین دا د پناه غوښتونکو څخه د ساتني بین المللي حقوقو خلاف بولي. د ویچه ویله دلته د دغي مسألې حقوقي اړخونو ته یوه کتنه کړې ده: هغه مقرره چي د ۲۰۱۲ م کال راهیسي په منظم ډول سره تمدیدیږي، په پام کي لري، چي سوریایان خپل هیواد ته د اخراج څخه وساتي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt په سوريه کي د امنيت نشته والی په سوریه کي اوس هم جنګ دوام لري. دا په دې معنی ده، چي حتی رد سوي پناه غوښتونکي هم، د مجرمینو په شمول په جرمني کي پاته سي. منتقدین وايي، چي په سوریه کي هیڅ ډول امنیتي شرایط وجود نلري. خو داخله وزیر، هورست زیهوفر د ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو سره تر یوه ویدیو کنفرانس وروسته اعلان وکړ، چي د جنورۍ میاشتي د اولي څخه به د پناه غوښتني قضیو ته په کتو سره د اخراجیدو په هکله تصمیم نیول کیږي.
انځور: Amer Almohibany/AFP ولي د اخراجیدو ممانعت لغؤ سو؟ په جرمني کي د هغو پناه غوښتونکي، چي رد سوي، او یا یې جرمونه کړي وي، (دولدونګ) یا د پاته کیدلو مؤقتي ویزه ورکول کیږي. خو ددغو کسانو پرضد همیشه د ښی اړخو افراطیانو لخوا اعتراضونه کیږي او تر ټولو دمخه د مسلمانانو پر ضد. د ۲۰۱۱ م کال راهیسي د سوریې جنګ، چي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان پکښي ووژل او په ملیونو کسان د وطن پریښولو ته مجبوره سول، ددې سبب سو، چي شکمن کسان هم په جرمني کي پاته سي.
انځور: Getty Images/T. Lohnes د جرمني په داخله وزارت کي د ساختماني او هیواد ساتني چارو معین، هانس ګیورګ انګلکه پرون جمعه خبریالانو ته وویل:«هغه کسان چي جرمونه کوي او یا تروریسټي اهداف مخته وړي، زموږ دولت او خلګو ته تاوان رسوي او باید د جرمني څخه اخراج سي.» خو د زیهوفر د اظهاراتو پراساس د تقریبأ ۷۷۰ زرو سوریایانو څخه چي په دې وروستیو وختونو کي جرمني ته راغلي دي، فقط تقریبأ ۹۰ کسانو ته یې د خطرناکو کسانو په سترګه کتل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch د اخراج څخه انتظارات محدود دي د کرونا دویروس په سبب د سفر پر محدودیتونو سربیره، سوریې ته په نورو دلایلو هم اخراج ممکن ندی: د نیدرساکسن ایالت داخله وزیر، بوریس پستوریس په دې باب وویل،«په سوریه کي هیڅ داسي مؤسسه وجود نلري، چي موږ د هغه سره ډیپلوماتیک روابط ولرو.»په دې دلیل هغه او سوسیال دموکراټ حزب یې سوریې ته د نه اخراج د قاعدې لغؤ کیدل رد او کوښښ یې وکړ، چي هغه د ۶ نورو میاشتو دپاره تمدید کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler د یوه رپوټ پراساس آلمان په ۲۰۱۹ م کال کي۲۲۰۰۰ تنه اخراج کړي دي. البانیا، نایجریا، ګرجستان، روسیه او صربستان د هغو هیوادو د جملې څخه وه، چي په همدغه کال کي یې هر یوه ته زر زر تنه اخراج سول. په همدغه وخت کي تقریبأ ۹۳۰ افغانان او ۸۶۰ عراقیان هم اخراج سوي دي. د رپوټ پر بنأ په ۲۰۱۹ م کال کي د اخراجیدو تقریبأ ۴۰ فیصده موارده د اروپا د اتحادیې نورو هیوادو لکه فرانسې او ایټالیا ته تر سره سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler هغه کسان نباید د جرمني څخه اخراج سي، چي په خپلو هیوادونو کي یې د جنګونو، تعقیب او یا ازار په دلیل ژوند ته خطر موجود وي. په دغه صورت کي د هغوی اخراج د اروپا د بشر د حقوقو د کنوانسیون څخه سرغړونه ده. دغه کنوانسیون د هغوکسانو اخراجیدل هم منع کوي، چي په خپلو هیوادونو کي د شکنجې سره مخامخ کیدلای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul