1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال زرګونه افغانان په ناقانونه توګه آلمان ته راغلي

۱۴۰۳ مرداد ۳۱, چهارشنبه

آلماني چارواکو اعلان کړی دی چې په ۲۰۲۳م کال کې د هغو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دي چې له اجازې پرته آلمان ته راغلي. له دغې ډلې، څه باندې ۳۵ زره یې افغانان دي چې په ناقانونه توګه آلمان ته رسېدلي دي.

په ډېرو قضیو کې، هغه کسان چې په ناقانونه توګه آلمان ته راغلي دي د پولیسو په مرسته نیول شوي.
په ډېرو قضیو کې، هغه کسان چې په ناقانونه توګه آلمان ته راغلي دي د پولیسو په مرسته نیول شوي.انځور: Revierfoto/dpa/picture alliance

د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د قاچاق یا غیر قانوني لارو په مرسته آلمان ته د پناه غوښتونکو راتګ په ښکاره توګه زیات شوی دی.د آلمان د جنايي جرمونو د فدرالي پولیسو ادارې اعلان کړی دی چې تیر کال پولیسو، آلمان ته د ناقانونه راتلونکو کسانو ۲۶۶ زرو ۲۲۴شمیرې ثبت کړي دي.د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا شمېرې د تېر کال په پرتله شاوخوا یو پر درېیمه زیاتوالی ښيي. په ډېرو قضیو کې، هغه کسان چې په ناقانونه توګه آلمان ته راغلي دي د پولیسو په مرسته نیول شوي.

د دغو کډوالو ډېره برخه د سوريې، ترکيې او افغانستان څخه وو. د دغو شمېرو له مخې تېر کال له ۵۴ زره ډېر سوريایان، له ۳۵ زره ډېر ترکي او ۳۵۳۷۰ پوري افغانان له اجازې پرته جرمني ته داخل شوي دي.پر دې سربیره اروپايي ټولنې او شینګن سیمو ته هم د ناقانونه راتګ کیدو شمیرې هم لوړې شوي دي.

په خټه افغان لوبغاړی؛ له بونديس ليګا د آلمان تر ملي ټيم پورې

02:18

This browser does not support the video element.

د آلمان د جنايي پوليسو ادارې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پولو د ساتنې ادارې د شمیر پر ینسټ ويلي دي چې دغې ادارې تير کال د شينګن په سیمو کې په ناقانونه توګه د داخليدونکو کسانو ۳۸۰۲۰۰ قضیې ثبت کړي دي.دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې اروپايي ټولنې ته د غیر قانوني ننوتلو تر ټولو لوړې شمېرې دي.

تير کال د شينګن په سیمو کې په ناقانونه توګه د داخليدونکو کسانو ۳۸۰۲۰۰ قضیې ثبت شوي دي.انځور: Oliver Boehmer/picture alliance

د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي پولیسو ویلي دي چې د دغو کسانو له جملې څخه ډیری یې د تیښتې په لاره کې د قاچاقبرانو له خوا ملاتړ شوي، د بیلګې په توګه، دوی په ځینو لارو کې په کوچنیو موټرو کې ځای پر ځای شوي ول.د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي پولیسو ویلي دي چې په هغو موټرو کې د کډوالو لیږد چې د اکسیجن، اوبو او خوړو له کمي او له ترافیکي پيښو سره مخ کیږي «غیر انساني» عمل بلل کیږي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

(dpa, epd) zn/nz/pa/af

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب