د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان تابعیت ترلاسه کوونکو په هکله ارقام تیره ورځ (د جولای میاشتې ۱۱) خپاره شوی دي. تیر کال په مجموع کې ۱۰۷۲۰۰ بهرنیانو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي دي. په دغو کسانو کې نږدې ۱۴۰۰تنه پاکستانيان دي.
د آلمان د مرکزي احصایې دفتر د شمیرو له مخې د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو شمیر تر هغه یو کال مخکې ( ۲۰۱۴کال) په پرتله یوازې «نږدې یوه سلنه» کم شوی دی. په آلمان کې د ترکي اتباعو له خوا د تابعیت ترلاسه کولو بهیر په برخه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
په ۲۰۱۵م کال کې ۱۹۷۰۰ ترکانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی، چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۱۲،۵ سلنه کمښت ښئ. پر دې سربیره بیا هم تیرکال د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو په شمیر کې د ترکانو تناسب تر ټولو لوړ وو.
د نورو ترڅنگ افغانانو هم آلمانی تابعیت ترلاسه کړی
د دغو شمیرو له مخې د ۲۰۱۵م کال په جریان کې تر ۲۵۰۰ ډیرو افغانانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی. ۸۸۱ امریکایانو، نږدې ۱۵۰۰ اسرائیليانو او یوازې ۴۳ تنه فلسطینیانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی.
تیر کال په مجموع کې د سویلي آسیایې هیوادونو ۷۸۰۰ اتباعو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي ول چې په هغو کې ۱۳۵۰۰ تنه د هندوستان اتباع ول.
کوم پاسپورت تر ټولو زیات سرحدونه درته پرانیزي؟
ډیر کم پاسپورتونه داسې دي چې سړی پرې هر چیري او هر کله چې وغواړي پرته له ویزې سفر کولای شي. دلته هغه پاسپورته کتلای شئ چې ډير سرحدونه ورته پرانيستي دي او هغه هم چې د زیاترو هیوادونو سرحدونه یې پرمخ تړلي دي. انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker آلمانیانو ته د نړۍ دروازې پرانستي دي. د لندن د مشورتي شرکت «هینلې او پارتنر» د معلوماتو په حواله آلمانان ۱۷۷ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. له دې سره آلمان په پرله پسې دریم کال لومړی ځای خپل کړی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman له خپل وطن سره مینه او نړۍ ته غیږ پرانستي دوهم ځای سویډن لري. د ښایسته کلیو او ښکلي طبیعت خاوند دغه هیواد د نوري نړۍ د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دی. خو سویډنیان خپله هم ډیر د سفر شوقیان دي. د دوی د ټولو خارجي سفرونو ۷۱ سلنه د سیاحت په موخه ترسره کیږي. د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو دروازې دوی ته پرانيستي دي او پرته له ویزې ورته سفر کولای شي.
انځور: picture alliance/Bildagentur-online/Algol/AGF-F د سنګاپور ملیمنو ته هم په ښه سترګه کتل کیږي په آسیا کې د سنګاپور او جاپان پاسپورت لرونکي د سفر ډيره آزادي لري. د دغه هیوادونو وګړي ۱۷۳ ملکونو ته له ویزې اخیستو پرته تګ راتګ کولای شي. له دریم څخه تر نهم مقام پوري د ختیځې اروپا هیوادونو او همدا راز استرلیا، کانادا، جنوبي کوریا او نوی زیلاند خپل کړي. امریکا متحد ایالات وار د واره مخکې کیږي او څلورم مقام لري.
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb له چیک جمهوریت څخه د ټولي نړۍ سفر د برلین دیوال تر ړنګیدو وروسته د ختیځې اروپا ډيرو هیوادونو خپل سرحدونو خلاص کړل. په ۲۰۰۸م کال کې چیک جمهوریت او هنګري د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو سره په شریکه د شینګن په ساحه کې شامل شول. د آیسلند هیواد سره په شریکه د دغه هیوادونو پاسپورتونه لسم مقام لري. د دغه پاسپورت لرونکي ۱۶۷ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
انځور: AP کولمبیا په یوه کال کې ډير پرمختګ وکړ. د لاتین امریکا دغه هیواد ۲۵ مقامه مخکې شو او اوس پنځوسم ځای لري. همدا راز د سویل ختیځې آسیا ټاپو وزمه هیواد ختیځ تیمور له اروپايي ټولني سره د ویزې د یوه دوه اړخیز تړون له برکته ۵۷ مقام ته لوړ شو.
انځور: Getty Images/J. Raedle د جاپان، جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو سره د ویزې د محدودیتونو د نرمولو له امله اوس چینایان هم د سفر زیاته آزادي لري. ډيري چینایان له اقتصادي اړخه هم د دې جوګه دي چې نورو هیوادونو ته سفر وکړي. د رسنیو د رپوټونو په حواله استرلیا او بریتانیا پر دې اړه فکر کوي چې د چینايي وگړو له پاره د سفر شرایط آسانه کړي.
انځور: Getty Images/P. Le Segretain سوریايي وګړي یوازې ۳۲ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي. دغه عربي هیواد له دې سره د پاسپورتونو په نړیواله درجه بندي کې ډیر شاته دی. خو د سوریايي پاسپورت درلودونکي بیا لږ تر لږه یو چانس لري چې د یوه پناه وړونکي په توګه په اروپا کې ومنل شي. د عراق او یا افغانستان د مهاجرو له پاره بیا دا ډيره مشکله ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla د افغانانو له پاره کمه هیله مندي افغانستان هم په دغه درجه بندۍ کې له هغو هیوادونو څخه یو دی چې وروستي مقامونه لري. په دې توګه دغه هیواد د سوریې، سومالیا، پاکستان او عراق ترڅنګ په هغو پنځوو هیوادونو کې شامل دی چې وګړو ته یې قانوني سفر تقریباً ناممکنه کوي. د دې وجه په دغه هیوادونو کې د څو کالو سیاسي بې ثباتي ده.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Bandari
په همدې منځ کې په آلمان کې میشت د پاکستاني اتباعو له خوا د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو شمیر نږدې ۷ سلنه لوړ شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې ۱۳۹۰ تنه پاکستانیانو آلماني تابعیت ترلاسه کړ. تر دې یو کال مخکې ۱۳۰۰ تنه پاکستاني اتباعو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي ول. په دې توگه نو تیر کال د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو پاکستاني اتباعو تناسب تر هندیانو لږ څه ډیر وو.
د اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو په اتباعو کې هم د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو کسانو په شمیر کې ۱،۸ سلنه ډېرښت راغلی دی. نږدې ۶۰۰۰ پولنډیانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی. همدارنگه ۳۴۰۰ ایټالويانو هم د خپل هیواد په پرتله د آلماني تابعیت ترلاسه کولو ته ترجیح ورکړې ده.
د اعداد او شمیرو له مخې تیر کال ۴۲۰۰ اوکراينيانو هم آلماني تابعیت او پاسپورتونه ترلاسه کړي دي، چې دغه شمیر د یو کال مخکې یعنی ۲۰۱۴م کال په پرتله یو پر دریمه برخه ډېرښت ښيي.