1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایټالیا

تېرکال په ايټالیا کې تر سلو ډېرې ښځې وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

د ايټالیا د کورنیو چارو وزارت وايي په ۲۰۲۳م کال کې په دغه هېواد کې تر سلو ډېري ښځې وژل شوي دي. پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ خپلې وینا کې په ايټالیا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی غندلی.

د ايټالیا د کورنيو چارو وزارت له قوله لیکي چې په ۲۰۲۳م کال کې په ايټالیا کې تر سلو ډېرې ښځې وژل شوي دي
د ايټالیا د کورنيو چارو وزارت له قوله لیکي چې په ۲۰۲۳م کال کې په ايټالیا کې تر سلو ډېرې ښځې وژل شوي ديانځور: Salvatore Laporta/KONTROLAB/IPA/picture alliance

په ايټالیا کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په داسې حال کې ډېر شوی دی چې په دغه هېوا کې د نارینه سالارۍ کلتور تر ډېره د ښځو د قتلونولامل ګرځيدلی دی.

رويټرز د ايټالیا د کورنيو چارو وزارت له قوله لیکي چې په ۲۰۲۳م کال کې په ايټالیا کې تر سلو ډېرې ښځې وژل شوي دي. دغه وزارت وايي د دغو ښځو نیمایي ېې د خپل ژوندانه د شریک او يا پخواني شریک له خوا په قتل رسېدلي دي. په ايټالیا کې د ښځو د قتل موضوع د ورځپاڼو د سرلیک په توګه په یوه عادي خبره بدله شوې ده.

د نړۍ د کاتولیک کليساو مشر، پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ وينا وکړه او په هغې کې ېې په ايټالیا کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده.

فرانسیس تر دې مخکې هم په ايټالیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو د درولو غوښتنه کړې ده. خو دا په نومبر مياشت کې د ۲۲ کلنې محصلې جولیا سکتین، تر قتل وروسته لومړی ځل دی چې پاپ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر موضوع خبرې کوي.

د ايټالیا په میلان ښار کې يوه اعتراض کونکې ښځه د وژل شوې محصلې جولیا سکتین انځور لېږدويانځور: Luca Bruno/AP/picture alliance

د یادې محصلې قتل په ټوله ايټاليا کې اعتراضونه له ځانه سره درلودل او په دې غوښتنه منجر شول چې له وړکتونه نېولې په ښوونځيو کې نجونو ته درناوي د تدریسونه یوه برخه وګرځي.

د جولیا سکتین تر قتل وروسته په ايټالیا کې د ښځې وژنو موضوع یو ځل بیا په یوه ملی بحث واوښته او ايټالوي قانون جوړونکو په غوڅ اکثریت د اقداماتو د داسې يوې مجموعې ملاتړ وکړ چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالي سخت کنټرولي.

په ايټالیا کې د محصلې جولیا سکتین پر قتل د خلکو له غوصې سره په یو وخت کې ايټالوی فلم C'e Ancora Domani (لا تر اوسه پرون دی) په نوم فلم راووت چې باکس آفیس وګرځيد. دغه فلم د یوې مېرمنې د ژوند داستان بیانوي چې د خپل مېړه له خوا شکنجه کيږي.

د آرشیف انځور - ښځو سره د جندر پر اساس د تاوتریخوالو پر ضد په سرو جامو کې د ښځو اعتراضي حرکت - ځای روم ښار (سپنیش ستیپس) سیمه انځور: Remo Casilli/Reuters

پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ وويل: «هره ټولنه اړتیا لري چې دغه تحفه چې هغه ښځې او هره ښځه ده، ومني.»

هغه وويل هر څوک چې په لوی لاس يوې جره ښځې ته زیان رسوي، خدای ته بې احترامي کوي په داسې حال کې چې هغه هم له ېوې ښځې دنیا ته راغلی دی.

(Reuters)mks/nz

له ارشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب