1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تېر کال په اروپا کې ۸۷ زره افغان کډوال منل شوي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۸, جمعه

په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې تر ۳۸۴ زرو ډېر پناه غوښتونکي منل شوي او یا یې خوندیتوب ترلاسه کړی دی، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

Georgien | Proteste für EU-Mitgliedschaft und Saakaschwili-Freilassung in Tiflis
انځور: Shakh Aivazov/AP/picture alliance

د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر (یوروستات) د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۲  کال لپاره د پناه غوښتنې شمېرې خپرې کړې، چې ښيي په دې ټولنه کې د منل شویو پناه غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.

د اروپايي ټولنې د احصایې د دفتر په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې ۳۸۴ زره او ۲۴۵ پناه غوښتونکو منل شوي، ۴۴ فیصده د جینوا کنوانسیون پر بنسټ د مهاجرینو په توګه پیژندل شوي، ۳۱ فیصده خلکو لنډ مهاله یا ضمني خوندیتوب ترلاسه کړی، او ۲۵ فیصده نورو د بشري حقونو خوندیتوب ترلاسه کړی دی.

اړوند موضوع

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنې شمیرې د پام وړ ډیرې شوي


تېر کال ډېری منل شوي کډوال د سوریې وو، چې ټولټال ۲۹ سلنه جوړوي.

پروسږ کال په اروپايي ټولنه کې د منل شویو افغان کډوالو شمېر ۸۷ زره ۵۳۹ و چې د ټولو منل شویو کډوالو ۲۳ سلنه جوړوي.
د وینزویلا کډوال د شپږ سلنه ونډې سره دریم ځای لري.

اړوند موضوع

د کښتۍ ډوبیدو پېښه؛ طالبان وایي ۸۰ افغانان پکي مړه شوي


د اروپايي ټولنې شمېرې ښیې چې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمیر په ۲۰۲۲ کال کې د آلمان لخوا منل شوی دی چې ۱۵۹ زره او ۳۶۵ کسان (د ټولټال ۴۱٪) دي. ورپسې فرانسه (۱۳٪)، ایټالیا (۱۰٪) او هسپانیا (۹٪) دي. په مجموع کې د دغو پناه غوښتونکو ۷۳٪ د اروپايي ټولنې په څلورو هېوادونو کې خونديتوب ترلاسه کړی دی.
شمېرې ښیې چې ډیری سوریایان (۶۸٪) او افغانان (۵۵٪) په آلمان کې خوندي شوي، پداسې حال کې چې نږدې ټول وینزویلايان (۹۲٪) په اسپانیا کې خوندي شوي دي.

اروپايي مشران د کډوالۍ او امنيت په اړه بحث کوي

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب