1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جانسن دې له مسلمانو مېرمنو بخښنه وغواړي»

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

د بریتانیا یو سک مذهبه وکیل پر لومړي وزیر جانسن باندې د مسلمان مېرمنو په هکله د نژاد پاله څرګندونو په ځواب سره د رسنیو پام ځانه ته اړولی دی. جانس حجاب لرونکې میرمنې د «بانک د غلو» او د «خطونو بکس» ته ورته بللې وې.

London Brexit-Debatte Tanmanjeet Singh Dhesi Labour Party
انځور: picture-alliance/AP/J. Taylor

د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په پارلمان کې د خپلو څرګندونو پرمهال، سک مذهبه وکیل او د بریتانیا د کارګر ګوند استازي تنمنجیت سنګ دیسي په ۲۰۱۸م کال کې د بریتانیا د اوسني لومړي وزیر بوریس جانسن پر هغو څرګندونو تند غبرګون وښود چې ویلي یې ول، حجاب لرونکې مسلمانې میرمنې د «بانکونو غلو» او د «خطونو صندوق» ته ورته دي. نوموړي دغه څرګندونې په ۲۰۱۸م کال کې یوې بریتانوۍ ورځپاڼې ته په خپله لیکنه کې کړې وې.

سنګ په خپلو څرګندونو کې د پارلمان وکیلانو ته وویل: «که چیري زه پریکړه وکړم چې پګړۍ پر سر کړم او یا تاسې پریکړه وکړئ چې صلیب په غاړه کړۍ، او یا هغه پریکړه وکړي چې کیپه [د یهودانو ځانګړې خولۍ] پر سر کړو، او یا هغه میرمن پریکړه وکړي چې حجاب یا چادري واغوندي، آیا دغه څه په دې معنی دي چې د دې پارلمان غړي دې زموږ پر ظاهري بڼه له نفرته ډکې او د بیلتانه څرګندونې وکړي؟»

سنگ چې د بریتانیا د کارګر ګوند غړی دی پر جانسن لفظي برید وکړ چې د وکیلانو له ملاتړ سره هم مخ شو. انځور: picture-alliance/AP/D. Lipinski

 دا په داسې حال کې ده چې په بریتانیا د اسلام پر ضد نفرت له کبله د رامنځ ته کیدونکو پیښو په هکله رپوټونه هم ورکول کیږي. سنګ د خپلو تندو څرګندونو په بله برخه کې د بریتانیا لومړي وزیر ته په خطاب کې وویل: «د دې پرځای چې د شرم تر پردې شاته پټ شي او په دې هکله پلټنې له منځه یوسي، لومړی وزیر به بلاخره کله د خپلو نژاد پاله او نفرت پاله څرګندونو له کبله بخښنه وغواړي. داسې نژاد پاله څرګندونې چې [په بریتانیا] کې د نفرت پر اساس د پیښو د زیاتیدو سبب ګرځیدلی دي.»

سنګ همدا راز زیاته کړه چې د لومړي وزیر په ګوند کې د نفرت ډکي څرګندونو د پیښو په ډیریدو سره، لومړی وزیر به کله بلاخره د خپل ګوند په داخل کې د اسلام ضد نفرت د پیښو په هکله د پلټنو امر کوي؟»

بورس جانس د سنګ په ځواب کې وویل چې دی په خپله د مسلمان او سک نصب لري. انځور: picture-alliance/Xinhua/UK Parliament/R. Harris

جانسن: زه هم د مسلمان او سک د نصب ریښې لرم؟

د سنګ له دغو څرګندونو څخه د بریتانیا په پارلمان کې د مختلفو ګوندونو استازو ملاتړ وکړ او له لومړي وزیر څخه یې د ځواب او سپیناوي غوښتنه وکړه. تر څو شیبو لوړو آوازونو وروسته، بلاخره لومړي وزیر بوریس جانس د ځواب او سپیناوي فرصت پیدا کړ، خو د بخښنې پرځای یې په خپلو خبرو کې یې وویل: «زه د یوه داسې چا په توګه خبرې کوم چې نه یوازې د مسلمان نصب ریښې لرم، بلکې د سک مذهبه سره هم ګډې ریښې لرم.»

جانسن همدا راز وویل چې زه ویاړم چې د بریتانیا په تاریخ کې د اوسني حکومت په چوکاټ کې تر ټولو متنوع کابینه لرو او دا چې موږ [اوسنی حکومت] په حقیقت کې د مدرنې بریتانیا انځور وړاندې کوو.

د سک څرګندونې نه یوازې د بریتانیا په داخل، بلکې په ټوله نړۍ کې ډیر ځله په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړل شوي دي. په بریتانیا او په ټوله کې په اروپايي ټولنه کې په دې وروستیو کې د مذهبي انګیزې لرونکې له نفرته ډکې څرګندونې او همدا راز د مذهبي انګیزې لرونکو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغې پدیدې یوه ښه بیلګه په ځانګړې توګه په آلمان کې په واضح توګه د آلمان له پاره د بدیل ګوند چې د مسلمانانو او بهرنیانو ضد یو ګوند دی، مخ پر ډیریدونکی محبوبیت په ګوته کیدلی شي.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل