جانسن په عاجل واټ کې؛ نړیوال مشران یې د رغتیا په هیله
۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سهشنبهتر هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس له کبله د روغتون عاجل واټ ته د برویس جانس د لیږدولو خبر خپور شو، نو نړیوالو مشرانو یې هم له بیلابیلو هیوادونو څخه د روغتیا هیله څرګنده کړه. تر دې یوه ورځ مخکې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانس، په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی وو.
په روغتون کې تر یوه ورځ وخت تیرولو وروسته د هغه وضعیت لا خراب شو او له همدې اوسه په عاجل واټ کی ساتل کیږي.
جانسن لومړی نړیوال مشر دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي. تر دې مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، هم د کرونا آزموینه کړې وه خو پایله یې منفې وه. میرکل د خپل او جانسن یو انځور خپور کړی او هغه ته یې «د ژر روغتیا او زیات قوت» غوښتنه کړې ده.
اروپايي چارواکو د جانسون ملاتړ کړی
د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې اورزلا فون دیر لاین، د اروپايي ټولې د شورا مشر چارلز مایکل او د اروپايي ټولنې له خوا د بریکزیت د مذاکراتو مشر مایکل بارنییر، د جانسن د ژر روغتيا هیله څرګنده کړې ده.
فون دیر لاین لیکلي دي: «لومړی وزیر بوریس جانسن او کورنۍ یې نن ماښام زما په فکر کې دي. زه یې د ژر او پوره روغتیا هیله کوم.»
بارنییر چې په خپله هم په کرونا ویروس اخته دی، هم د جانسن د ژر روغیدو هیله وکړه. د ایټالیا لومړي وزیر هم په انګلیسي ژبه پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې یو پیغام لیکلی او د جانسن د روغتیا هیله یې کړې. هغه لیکلي دي: «د ایټالیا خلک په دې سختو حالاتو کې له بریتانیا سره دي. موږ یو له بل سره متحد یوو. بوريس جانسن دي ژر بيرته روغتیا ترلاسه کړې.»
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم له بوریس جانسن، د هغه له کورنۍ او د بریتانیا له خلکو سره ملاتړ ښوولی دی. د هالند لومړي وزیر هم د خپلې کابینې په استازیتوب د جانسن د روغتیا هیله کړې ده.
ترمپ بیا د مرستې وړاندیز کړی دی. هغه ویلي دي چې ډاکټرانو یې د بوریس جانسن له ډاکټرانو سره خبرې کړې دي او د اړتیا په صورت کې چمتو دي چې بریتانیا ته ولاړ شي.
د کانادا او هند لومړي وزیرانو هم د بوریس جانسن د بیا ښه کیدو هیله څرګنده کړې ده.
دویچه ویله (ادیتیا شرما)