جان کيري اروپا او منځنی ختيځ ته سفر کوي
۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبهکیري به د شنبې په ورځ نهو هیوادو ته خپل ۱۱ ورځنی سفر پیل کړي او لومړنی تم ځای به یې لندن وي. په دغه سفر کې به هغه برلین، پاریس، روم، انقرې، قاهرې، ریاض، ابوظبهی او دوحې ته ولاړ شي.
دا په اصل کې د جان کیري د پیژنګلوی سفر دی، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په سنا کې تر ۲۸ کلونو وروسته هغه په نړیواله کچه ډیر کم پیژندګلوی ته ضرورت لري. هغه د سنا د غړيتوب پر وخت زیاتره وخت د بهرنیو چارو په جرګه ګۍ کې پاتې شوی دی او د وروستیو څلورو کلونو په موده کې خو د دغه جرګه ګۍ مشري هم ور پر غاړه وه.
په لندن، برلین او پاریس کې به د متحدینو سره تر لیدو کتو وروسته، کیري روم ته سفر وکړي چې د سوریې د اپوزیسیون له غړو سره وویني. په داسې حال کې د سوریې د ملي ائتلاف په نوم اپوزیسیون غواړي چې د سولې پر سر یوه معامله وکړي، تر څو د هیواد کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کښېښوول شي.
د اپوزیسیون غړو په روانه اوونۍ کې په دې خبره توافق کړی وو چې اسد باید له واکه لیري شي. د ښکیلو غاړو تر منځ پر درز سربیره، د اپوزیسیون له لوري پر پاڅون کوونکو د نفوذ نه لرل او د نړیوالې ټولنې له لورې د ديپلوماتیکي مداخلې بن بست د دې باعث وګرځید چې دغه جګړه دومره وغځیږي.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د سوریې په ۲۲ میاشتنۍ شخړه کې تر۷۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له پاڅون کوونکو سره د ملکي موادو په مرسته کې محدودیتونه وضعه کړي دي، په داسې حال کې چې پاڅون کوونکي د قطر او سعودي عربستان په څیر هیوادونو څخه د وسلو مرستې تر لاسه کوي خو د بشارالاسد پلوي ځواکونو او ملیشو په پرتله ډیر کم په وسلو سنبال دي.
د ایران مسئله
کیري به د متحده ایالاتو د جګپوړي چارواکي په توګه په خپل دغه سفر کې چې د بریتانيا، چین، فرانسې، آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ملتیا هم ولري، د سه شنبې په ورځ په قزاقستان کې د ایراني چارواکو سره ویني. د دغه خبرو اترو موخه دا ده چي ایران په دې قانع کړي چې له خپل اتومي پروګرام څخه لاس واخلي.
متحده ایالات او یو شمیر نور متحدین یې داسې شک لري چې ایران د ملکي اتومي پروګرام په بهانه، په پټه اټومي وسلې جوړوي. خو ایران بیا وایي چې د دوی اټومي پروګرام د سوله ییزو موخو له پاره دی، د بېلګې په توګه د بریښنا د تولید له پاره.
د بروکنګ څیړنیز بنسټ، کارپوه بروس ریدل، وایي چې د سعودي عربستان پاچا عبدالله هم په دغه خبرو اترو کې د یوه اوریدونکي په توګه ګډون کوي او غواړي په دې پوه شي چې متحده ایالات د اسرائیلو او فلسطین تر منځ شخړه، ایران او نورو موضوعاتو په اړه نوي څه لري که نه.