د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري چي په پاريس کي خبري کولې د فرانسې د ملاتړ او افراطي ډلي «اسلامي دولت» د دړي وړي کولو ژمنه وکړه.
اعلان
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د دوشنبې په ماښم په پاريس کي د امريکا سفارت مخي ته وويل چي امریکا او فرانسه يوازي دوستان نه، بلکي يوه کورنۍ ده.
هغه وويل: «موږ به داعش او ټوله هغه کسان چي له دغي افراطي ډلي سره خواخوږي لري دړي وړي کو، او موږ به له هغو خلکو سره چي له دغي ډلي په تېښته کي دي خپلي مهربانۍ ته ادامه ورکو.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټينگار وويل: «موږ به تر هغه پوره مبارزه وکو، څو ډاډمن سو چي هغه نړۍ چي زموږ کوچنيانو ته په ميراث پاتيږي له ميني ډکه او له نفرته خالي وي.»
جان کيري څو شېبې له هغه وروسته دغه خبري وکړې چي په انترنت کي د داعش يوه داسي ويډيو خپره سوه چي وټولو هغو هيوادونو ته پکښې گواښ سوی دئ، چي په سوريه کي پر دغي ډلي باندي په بمباريو کي شريک دي. دغي ډلي په ويديو کي ادعا کړې ده چي د يرغل راتلونکی هدف ئې د امريکا پايتخت واشنگټن ډي سي دئ.
جان کيري د فرانسې له جمهور رئيس او لومړي وزير سره تر ليده کاته دمخه وويل چي په پاريس کي پر ملکي ځايونو يرغل کوونکي «رواني لېونيان» دي.
په دغو بريدونو کي چي د جمعې په روځ ماښام په پاريس کي وسول ۱۲۹ انسانان ووژل سول او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپيان سوي دي.
دغه شپه به فرانسه او نړۍ بدله کړي
تر اوسه لا ډېر جزيات څرګند نه دي. خو معلومه ده چې څه د پاسه ۱۰۰ انسانان د فرانسې په پلازمېنه کې د ۱۳ نومبر د ترهګرو بريدونو قربانيان دي. دا د هغې شپې انځورونه دي چې ښايي پاريس او نړۍ به بدله کړي.
انځور: Reuters/C. Allegri
لومړني راپورونه
د آلمان او فرانسې تر منځ د فوټبال دوستانه لوبه لا روانه وه چې د سرټکو په صفت لومړني بېړني راپورونه د تلويزيون پر پردو باندې راغلل.
انځور: picture-alliance/dpa
انسانان په وېره کې
دغو راپورونو د پاريس په اوسېدونکو کې وېره او ترهه راوټوکوله. پر ولس باندې غږ وشو چې له خپلو کورونو او اپارتمانونو دې نه وزي.