1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړل

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

په کابل کې د جاپان سفیر وایې چې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه په جاپان کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروي. جاپان تر اوسه ۴۴۳ افغان محصلين منلي دي چي تر ماسټرۍ او دکتورا پوري هلته زده کړي کوي.

انځور: DW/Wafa

جاپان د جایکا موسسې له لارې له ۲۰۱۱م کال راهیسې «د اغیزمن پرمختګ په موخه د افغانانو ظرفیت لوړونې» پروژه پيل کړې ده، چې نن چهارشنبې (۲۰۱۶ م کال د اګست ۲۴مه) ددې پروژې د افغان محصلینو وروستۍ ډله هم جاپان ته روانه شوه.

په دې ډله کې ۶۴ افغان ځوانان شامل دي چې په هغه هېواد کې به د ماسټرۍ او دکتورا تر کچې زده کړي وکړي.

په کابل کې د جاپان سفیر هیروشی تاکاشي، په دې اړوند جوړي شوي خبري غونډي ته وویل افغانانو ته په تحصیلي بورسونو ورکولو سره غواړي نړېوالو ته د افغان ځوانانو وړتیا وښيي: «تاسو اوس یوې داسي جبهي ته ننوزی چې نړۍ ته د افغانانو عقل وروښیی، زما هیله داده چې تاسو خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړی نه خپل جیب ته.»

تردې وړاندې د جاپان د نړېوالو همکاریو ادارې (جایکا) د اغیزمن پرمختګ په موخه د افغانانو ظرفیت لوړونې پروژې له لارې ۴۴۳ افغان ځوانان جاپان ته د لوړو زده کړو له پاره لېږلي، چې ددغو ۶۴ محصلینو په ورتګ سره به یې شمېر ۵۰۷ تنو ته ورسیږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مرستيال محمدعثمان بابري، له جاپان څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې د اغیزمن پرمختګ په موخه د افغانانو ظرفیت لوړوني پروژې پر سر له جایکا سره خبري روانې دي.

ده وویل هیله من دی چې یاده پروژه به تر یو لړ کتنو وروسته بیاځلې تمدید شي، چې پرمټ یې لانور افغان ځوانان هم په جاپان کې لوړو زده کړو ته لاره ومومي.

د بابري په وینا د یادې پروژې په تمدید سره به ۲۵۰ نور افغان محصلین هم د لوړو زده کړو په موخه جاپان ته واستول شي.

په افغانستان کې لوړو زده کړو ته د لاسرسي ډېرېدل

هاخوا د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد عثمان بابري، د افغانستان د لوړو زده کړو په بهیر کې یوه بل ستر پرمختګ ته هم اشاره وکړه.

د نوموړي په وینا اوسمهال په دغه هېواد کې لوړو زده کړو ته د لاسرسي کچه لوړه شوې ده.

اوسمهال د افغانستان په ۳۶ دولتي او ۱۲۷ خصوصي پوهنتونونو کې ۳۶۰۰۰۰ محصلین په زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکې وایې، چې د هېواد په ډيری سویلي ولایتونو کې لاهم د ناامنیو او بېلابېلو لاملونو پربنسټ، هر کال ۱۵ سلنه ځوانان له لوړو زده کړو پاتيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب