ء
ټوکیو وايي چې د نفوس د چټک کمښت د مخنیوي له پاره په کال کې شاوخوا ۳،۵ ټریلیون ین (شاوخوا ۲۵ ميلیارده ډالر) مصرفوي. که څه هم د نفوس کمښت په ډېر پرمختللو هیوادونو کې یوه ستونزه ده، خو دا په جاپان کې خورا زياته ده.
په دې پلان کې څه شامل دي؟ مور او پلار به د هر نوي زیږیدلي ماشوم تر دوه کلنۍ پورې هره میاشت ۱۵ زره ین ترلاسه کړي، چې شاوخوا ۱۰۷ ډالر دي. همدارنګه، سل زره ین به د دریو کلونو څخه پورته ماشومانو ته ورکړل شي او دا فیس به هغه ماشومانو ته هم ورکول کیږي چې د ښوونځي یا عالي لیسې عمر لري.
د دې قانون د مسودې له مخې، د کورنۍ عاید والدینو ته د دې مرستې د ورکولو له پاره د معیار په توګه نه کارول کیږي. حکومت هم پلان لري چې د ماشومانو له پاره وړکتونونه یا د نرسنګ مرکزونه پرانیزي، حتی که د دوی مور او پلار دنده نه لري.
دا پلان د ۲۰۲۵م مالي کال له پیل څخه د ماشومانو پاملرنې له پاره د والدینو رخصتۍ مالي ګټې زیاتوي، نو حتی که دواړه مور او پلار د ماشوم پاملرنې رخصتۍ ته لاړ شي، د دوی عاید یا معیشت به تر څلورو اونیو پورې بدلون ونه مومي.
په دې اقداماتو کې د زیږون د رخصتۍ د تادیاتو زیاتوالی او د امیندوارۍ پرمهال د درملنې له پاره د د مالي مرستو چمتو کول شامل دي.
جاپان او برازيل د م.م. د امنيت د شورا ريفورم غواړي
ولې د دغه پلان وړانديز اوس شوی؟ ارقام ښیې چې تیر کال د زیږون کلنۍ کچه په دغه ۱۲۵ ميلیونه نفوس لرونکي هیواد کې د لومړي ځل له پاره له ۸۰۰ زره څخه کمه وه، په داسې حال کې چې تمه کیده په راتلونکو اتو کلونو کې د زیږون شمیر دې کچې ته ورسیږي.
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا، چې په مارچ میاشت کې یې دا پلان افشا کړ، وویل چې دې به «په بې ساري ډول د زیږون د کمیدو سره د مبارزې له پاره پالیسي وړاندي کړي» او د ماشوم پالني والدينو له پاره عاید لوړولو هڅه کوي.
د شمالي کوريا د سپوږمکۍ د توغول اعلان او د جاپان خبرداری
هغه د وزیرانو، کارپوهانو او سوداګرو یوې ډلې ته وویل: «موږ به د دې اقداماتو سره پر مخ ولاړ شو چې د زیږون د کمیدو سره مبارزه وکړو پرته له دې چې له خلکو وغواړو چې نور [مالي] بار پر غاړه واخلي.»
جاپان له موناکو وروسته د زړو دويم نفوس لري، او د کډوالۍ نسبتا سخت قوانین، په دې معنا دي چې دا د کارګرانو محدود کمښت سره هم مخ دی.
د رویټرز خبري آژانس له پاره ترسره شوې سروې موندلې چې له ۱۰ څخه ۹ جاپاني شرکتونه د زیږون د کمښت په اړه د بحران احساس کوي.
په ورته وخت کې، د زړو کسانو د پاملرنې لګښت له پاره مرسته زياته شوی ده.
جاپان: د فوټبال لوبغاړي چې په ۸۰ کلنۍ کې هم لوبې کوي
ځیني کسان په ۳۰ کلنۍ کې د فوټبال لوبه پریږدي، خو په جاپان کې بیا زاړه خلک د فوټبال لوبې ته دوام ورکوي. یو شمیر کسان چې عمر یې تر ۸۰ کلنو اوښتی خپله توانمندي په اثبات رسوي. انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS ۸۳ کلن ماتسوهیکو نومورا د تېرو ۷۰ کلنو راهیسې فوټبال کوي. په دې موده کې د فوټبال نړیوال جام تر ۱۸ زیاتې سیالۍ ترسره شوې دي. نن ورځ د جاپان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی د ۸۰ کلونو څخه د زیات عمر لرونکو لوبغاړو د نوي جوړ شوي لیګ غړی دی. دا لیګ چې د ژوند له پاره فوټبال «Soccer For Life» په نوم پیژندل کیږي، خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې ترسره کړه.
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS موتوسوهیکو نومورا فرانسې ته د خپل او د هغه د ۸۰ کلنې میرمنې جونکو د سفر زاړه عکسونه ښیي. هغوی په ۱۹۹۸ کې د فوټبال نړیوال جام د نندارې له پاره دغه هېواد ته سفر کړی وو. نومورا په ښوونځي کې یو نامتو لوبغاړی ګڼل کیده او وروسته بیا د جاپان د ملي ټیم غړی شو. هغه وایي: «زه چې کله ماشوم وم، د ۵۰ او ۶۰ کلونو نارینه راته د نیکونو په څیر ښکاره کیدل.»
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS شینګو شیوزاوا د «ژوند له پاره فوټبال» لیګ کې د ټیم ګول کیپر دی او د ۹۳ کلنۍ په عمر په میاشت کې څو ځلې تمرین کوي. ډېر فعالیت هڅولی وو، چې سګرټ څکول پریږدي او دې کار له هغې سره د ملا د شمزۍ د ستونزې په برخه کې ورسره مرسته کړي. شیوزاوا وایي: «که ما د فوټبال لوبه نه وی کړی، زه به تر اوسه مړ شوی وم.»
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS د ذهن ځوان ساتلو له پاره د ریاضي تمرینونه د دې له پاره چې نه یوازې بدن بلکې ذهن یې هم ځوان پاتې شي، شینګو شیزاوا په خپل دفتر کې د هیروګلیف حروفو په مرسته د ریاضي تمرینونه کوي. په جاپان کې د اوسط ژوند اټکل په دوامداره توګه مخ پر زیاتیدو دی او د ۶۵ کلونو څخه پورته خلک د هیواد د ۱۲۶ میلیونه نفوس نږدې دریمه برخه جوړوي.
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS د توکیو په «Nihon Soccer OB Club» ورزشي کلب کې لنډ تمرینونه دوام لري. د ټیم د غړو اوسط عمر ۷۷ کاله دی. داسې ورزش چې ډیر تحرک پکې وي لکه فوټبال، یو وخت په دې هېواد کې د زړو خلکو له پاره منع ګڼل کیده. خو دا نظر نه یوازې د سپورت په ډګر کې بلکې په نورو برخو کې هم د بدلون په حال کې دی. نږدې یو پر پنځمه برخه د ۷۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي زاړه کسان کار ته ځي، څو دوی پر تقاعد سربیره عاید ولري.
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS فوټبال دومره ساده هم نه دی د «سور ستوري» ټیم څخه ۸۶ کلن تاکاو یوکویامای په (له کیڼ لورې دویم کس) په توکیو کې د «ژوند له پاره فوټبال» د ۸۰ کلنو د فوټبال لیګ په جریان کې د مقابل ټیم له لوبغاړي څخه توپ اخلي. دا چې په زیات عمر کې فوټبال دومره آسانه نه دی، د «ژوند له پاره فوټبال» لیګ په لومړۍ لوبه کې معلومه شوه. لوبغاړو په سوزنده لمر کې په توپ پسې منډې وهلې چې ساه یې لنډه لنډه کیده.
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS موتسوهیکو نومورا (کیڼ اړخ ته) او د هغه ۴۸ کلنه لور یوریکو نومورا و د هغه ۱۳ کلن لمسۍ مونی نومورا د ټوکیو په یوه پارک کې د فوټبال تمرین کوي. د اونۍ په پای کې، ماتسوهیکو دوی ته د فوټبال مهارتونه ور زده کوي. یوریکو وايي: «کله ناکله زه د زړو خلکو د فوټبال لوبې وینم او دا احساس کوي چې زه باید سخت کار وکړم.»
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS د ماښام ډودۍ پر وخت هم سپورت د موتسوهیکو نومورا او د هغه د میرمن جونکو له پاره د پام وړ دی. جونکو هم د خپل میړه د فوټبال لوبې په شوق سره ګوري. هغه د خپل میړه له ټپي کېدو نه وېرېږي، خو د هغې د وينې فشار له نږدې څاري او وايي: «هغه (میړه مې) په لیوالتیا سره غوښه خوري. زه هڅه کوم چې هغه قانع کړم، چې سبزیجات وخوري. زه فکر کوم، چې فوټبال د هغې د روغتیا له پاره غوره درمل دي.»
انځور: KIM KYUNG-HOON/REUTERS