1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د فوکوشیما د ناورین یادون وکړ

AP,AFP,dpa۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتي پر۱۱مه نېټه یوې قوي زلزلې د جاپان شمال ختیځه برخه ولړزوله، چې وروسته بيا یو بشري او هسته يي ناورین رامنځ ته شو. نن جاپان په دې پیښه کې د وژول شویو او ژوندي پاتو قربانیانو یادونه وکړه.

انځور: Reuters/T. Hanai

د چهارشنبې په ورځ په جاپان کې هغه وخت یوه شیبه چوپتیا وه چې اوسیدونکو يې څلور کاله دمخه په همدغه ورځ رامنځ ته شوی ناورین په یاد کړ. د۲۰۱۱م کال د مارچ مياشتي پر۱۱مه نیټه په جاپان کې یوه زلزله وشوه چې له کبله یې یوه سوناماي رامنځ ته شوه.

د چاپان لومړي وزیر شینزو ابي او نورو چارواکو د دې غمیزي د یادون مراسم په توکیو کې پیل کړل. په دغو مراسمو کې د ټولو قربانیانو د کورنيو غړي هم حاضر ول.

هغه ناورین چې اوس د فوکوشیما ناورین په نوم شهرت لري، د جاپان پر سیمه ییز وخت تر غرمې وروسته په ۲:۴۵ بجو له یوې زلزلې سره پیل شو. د دې زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس نهه درجې وو چې له کبله یې په اوشیکا ټاپووزمه کې شاوخوا ۷۰ کیلومتره سیمه ولړزېده.

تر زلزلې نزدې۲۰ دقیقې وروسته په هوکایدو سیمه کې سونامي یا د ځمکې د لړزیدو له کبله د اوبو لويي څپې رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې شاوخو ۱۵۰۰۰ کسان ووژل شول. د ملي پولیسو د آژانس په حواله اوس هم په سیمه کې تر۲۰۰۰ زيات کسان لا ورک دي.

ناورین هغه وخت لا پسې ژور شو چې د سونامي څپې د فوکوشیما د ایچي هسته يي مرکز ته ورسیدې او چاودنې یې رامنځ ته کړې.

د راتلونکې پر لور نامعلومه لار

تر پیښي څلور کاله وروسته، د سیمي په لسونو زره اوسیدونکي اوس هم بې ځایه دي. د چاپان حکومت د دغي سیمي پر بیا رغاوني باندي په میلیاردو ډالر لگولي دي خو اوس هم اصلي پوښتنه دا ده چې ایا جاپان باید د هسته یي انرژي تولید ته دوام ورکړي او که نه؟

د چهارشنبې ورځې تر مراسمو دمخه د جاپان لومړي وزیر وویل چې اوس یې هیواد تر پخوا ډیر چمتو شوی دی او دا چې هیواد به یې د اتومي انرژي تولید ته دوام ورکړي.

هغه دا خبري د آلمان له صدراعظمي انگيلا میرکل، سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې میرکل له خپل جاپاني سیال څخه غوښتي دي چې د آلمان په شان په طبیعي انرژي د اتومي انرژي د بدلولو هڅې پیل کړي.

د نوبل جایزې جاپانۍ گټونکي او د اتومي انرژي مخالف کنزابورو اوې، هم د میرکل خبره تائید کړې ده او پر خپل هیواد باندي یې غږ کړی دی چې د اتومي انرژۍ په اړه پر خپل موقف له سره غور وکړي.

سونامي نزدې ۴ لکه کورونه او ودانۍ ويجاړې کړېانځور: picture-alliance/dpa
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب