جاپان د ښځينه فوټبال نړيوال اتل سو
۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبهتيره شپه د آلمان د فرانکفورت په ښار کي د شاوخوا ۴۹۰۰۰ زره ننداره کونکو په حضورکي دغه دوې لوبډلي ميدان را ووتلې او د ۲۰۱۱ کال د ښځينه فوټبال د نړيوال جام د تر لاسه کولو له پاره يې سيالي پيل کړه.
په لومړۍ نيمايي کي امريکايي لوبډله ډيره پياوړې ښکاريده. هغوی د لومړۍ دقيقې څخه په حملو لاس پوري کړی او په لومړۍ دقيقه يې د گول وهلو ۹۰فيصده چانس درلودی.
جاپانۍ لوبډلي کرار کرار او په ډيره سړه سينه بازي کوله. خو دې کار امريکايي لوبډلي ته نوره هم زړه ورتيا ورکوله. د لوبي لومړۍ نيمايي بېله گول وهلو پای ته ورسيده.
په دوهمه نيمايي کي امریکايي لوبغاړي بياهم ډيري پياوړي ښکاريدې او داسي احساس کيدی چي درې څلور گوله به ووهي. هغه و چي د لوبي په ۶۹ دقيقه کي امريکايي لوبغاړي، مورگن تر يو نرم پاس وروسته ډير ښکلی گول وواهه او لوبه ۱:۰په وړاندي د امریکا په گټه روانه ول.
وروسته جاپانيانو لکه د مخه په سړه سينه بازي کوله او ډيري لږ حملې يې کولې. خو د لوبي په ۸۱ دقيقه کي د امريکايي لوبډلي د بيگ تريوې کوچنۍ غلطۍ وروسته توپ گول ته ننوتی او لوبه ۱:۱ مساوي سوه.
د لوبي قانوني ۹۰ دقيقې وخت مساوي پای ته ورسيدی. په نيم ساعت اضافي وخت کي امریکايي لوبغاړي وامبخ په دغو نړيوالو سياليو کي خپل څلورم گول ولگوی، او لوبه ۲:۱ په وړاندي د امريکا په گټه روانه ول.
لوبه دقريباً خلاصه ول، يوه دقيقه پاته ول چي امريکا په دريم وار د ښځينه فوټبال نړيواله اتله سي، خو بخت ياري ورسره و نه کړه او تر يوه کارنر وروسته د جاپان لوبډلي سرټيمي و کولای سوای چي توپ د پښې په بغل وهلو سره گول ته ور دننه کړي.
لوبه بيا هم مساوي سوه او وخت د يوولس ميترو را ورسيدی چي هره لوبډله به پنځه پنځه يوولس ميتري شوټوي.
په يوولس ميتره کي امريکايي لوبغاړي په څلور کي يوازي يوه وتوانيده چي يو گول ووهي او جاپانيان برعکس په څلور کي يوه و نه توانيده چي گول ووهي په دې سره لوبه درې د يو په وړاندي د جاپان په گټه پای ته ورسيده او په لومړي ځل جاپان د ښځينه فوټبال نړيوال اتل سو.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم