1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبه

په افغانستان کې د جاپان سفارت د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان کړی دی چې له افغانستان سره به ۵۸،۴ میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي. د جاپان سفارت هیله څرګنده کړې چې دغه مرسته به د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

Afghanistan Torkham | Migration | Afghanen fliehen aus Pakistan
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د جاپان سفارت نن دوشنبه (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۴مه) د ایکس یا پخوانۍ ټویټر پاڼې له لارې اعلان وکړ چې «د جاپان حکومت پریکړه کړې ده چې د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه به له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي»

 

یاد سفارت هیله څرګنده کړې چې دا مرستې به د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي. 

د جاپان د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې اوسنيو مرستو سره به د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره د دغه د مرستو مجموعي اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسیږي. مخکې له دې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، جاپان له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه ګڼل کېده.

 

د جاپان سفارت ویلي، چې دغه نوې مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو موسسو او د جاپان د غیر دولتي موسسو له لارې ولګول شي.

څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې جاپان به له افغانستان سره د ۱۶۵ ښوونځیو د جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. دغه هېواد له افغانستان سره د روغتیايي او بشري وضعیت په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

 

دا نوې مرسته په داسې حال کې اعلان شوې له چې همدا نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د وژل شوي د "کاکا مراد" په نوم د جاپانۍ پی ام اس مرستندويه ټولنې مشر او مرسته کوونکي تیڅو ناکامورا څلورم تلين دی. دغه جاپانی څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۴ نېټه د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.

د ناکامورا د پروژو راتلونکي به څه وي؟

03:08

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل