د پېښې لامل د ساحلي ساتونکو له ېوې وړې الوتکې سره ټکر ښودل شوی.
د جاپان د ترانسپورت وزير د سه شنبې په ورځ وويل چې د ټوکيو په هانيدا هوايي ډګر کې د جاپان د هوايي شرکت د دې الوتکې سره تر ټکر کیدو وروسته د ساحلي ساتونکو د کوچنې الوتکې د عملې پنځه غړي په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د جاپان د ان اچ کې نشراتي ادارې، د پېښې ويډيو خپره کړې ده. په دغه وېډیو کې ښکاري چې د جاپان ایرلاينز شرکت ایربس اې۳۵۰ الوتکه تر ناستې وروسته په داسې حال کې چې پر کريړ ښويږي، لمبې وهلې.
سربېره پر دې چې الوتکه د اور په لمبو کې وه، د نجات ډلې بريالۍ شوه چې د یوې معجزې په څېر اقدام کې د الوتکې ټول ۳۶۷ مساپرو او د الوتکې د عملې ټولو ۱۲ تنو ته نجات ورکړي.
پر ټولنیزو رسنیو هم د پېښې ويډیوګانو او انځورنو خپاره شوي دی. په دغو انځورنو کې ښکاري چې مساپر د الوتکې د لوګي ډک کابین کې چغې وهي او نور ېې د اور له ځایه تېښته کوي.
د جاپان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې په دغه پېښه کې د دوی یوه الوتکه چې د جاپان غربي ښار نیګاتا هوايي ډګر ته تلونکې وه او زلزله ځپلې سیمې ته ېې مرسته رسوله، ښکېله ده. په جاپان کې پرون د جنوري لومړۍ زوروره زلزله وشوه چې نژدې ۵۰ تنه په کې مړه شوي دي.
د جاپان هوايي شرکت یو ویاند وویل چې د دوی الوتکه د شمالي جزېرې، هوکایدو ښار له نیوچیتوز هوايي ډګره پرواز کړی وو. د ویاند په خبره، د جاپان صدراعظم فومیو کشيدا په پېښه کې اوښتو زیانونو د چټکې ارزونې او په اړه ېې ولس ته د معلومات ورکولو سپارښتنه کړې ده.
(Reuters)mks/bs/
دلته د جاپان د پرونۍ زلزلې انځورنه هم کتلی شۍ:
چارواکي: د جاپان په زلزله کې د مړو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی
په جاپان کې د تېرې ورځې په ويجاړونکې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د ټپيانو شمېر هم ډېر دی. د زلزلې له کبله شاوخوا ۴۵زره کورونو باندې برېښنا قطع شوې. چارواکو د نورو زلزلو خبرداری ورکړی دی. انځور: Kyodo News via AP/picture alliance د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ورځ د ریشتر په کچه ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د جاپان یو شمېر برخې ولړزولې. دغې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د سه شنبې ورځ تازه رپوټونه وايي د مړو ۴۸ ته رسيدلی دی. چارواکي وايي زلزلې تر ټولو ډېر زیان په ایشکاوا ایالت کې اړولی دی.
انځور: Kyodo News/AP/picture alliance تر زلزلې وروسته اور لګيدنې د مړه شوو کسانو نیمايي ېې د ایشيکاوا ولایت د نوتو جزېرې په واجیما بندري ښار کې ثبت شوي دي. په دغه سيمه کې کورونه تخریب شوي او تر زلزلې وروسته اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې په انځور کې ېې لوګی تر سترګو کېږي.
انځور: Kyodo News/AP//picture alliance د اوبو او برېښنا قطع کېدل په دغه انځور کې په زلزله کې تخريب شوي کورونه ليدل کيږي. د زلزلې له کبله پر شاوخوا ۴۵ زره کورونو برېښنا قطع شوې ده. پر اکثرو سيمو د څښاک اوبه هم قطع شوې دي.
انځور: Yomiuri Shimbun via AP/picture alliance د دوشنبې ورځې زلزله د جاپان په اوزاکا او کیوتو ښارونو کې احساس شوه. رپوټونه وايي چې په جاپان کې تر دغې زلزلې څو دقیقې مخکې یوه بله ۵ ریشتري زلزله هم شوې وه. د تازه رپوټونو مطابق، چارواکو د نورو زلزلو خبرداری ورکړی دی.
انځور: The Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance لوړو پرتو سيمو د تللو سپارښتنه تر زلزلې وروسته د جاپان عمومي تلویزیوني شبکې «ان اچ کې» اعلان وکړ چې «ټول ځایي اوسيدونکي باید په سملاسي توګه لوړو ځایونو ته ولاړ شي.»
انځور: The Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance د جاپان د هوا پيژندنې ادارې، تر شديدې زلزلې وروسته، په سواحلو کې د دريو مترو لوړو څپو د يوه احتمالي سونامي خبرداری ورکړ .
انځور: Tosei Kisanuki/The Yomiuri Shimbu/AP/picture alliance په دې انځور کې ليدل کیږي چې سړکونو درزونه کړي دي. په ټولنیزو رسنيو کې د زلزلې د رامنځته کیدو د شيبې عکسونه او ويډيوګانې نشر شوی دي. په ځينو عکسونو کې ليدل کیږي چې ډېری سړکونه تخريب شوي او لوې درزونه پکې رامنځته شوي دي.
انځور: Kyodo News/AP/picture alliance په جاپان کې تر زلزلې وروسته د دغه هېواد اټومي بټیو په هکله د احتمالي زیانونو اندېښنې وښودل شوې. خو د جاپان حکومت ويلي دی چې ټولې اټومې بټۍ او سیمې ېې خوندي دي او کومه بې نظمي نه ده رامنځ ته شوې.
انځور: Norikazu Tateishi/The Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance جاپان په اصطلاح د آرام سمندر د اور پر کړۍ واقع دی چېرته چې تکتونیکي تختې له يو بل سره يوځای کيږي. زلزلې او آتشفشانونه تر ډېره په همدا ډول سیمو کې کیږي.
انځور: Yomiuri Shimbun via AP/picture alliance