1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: «اقتصادي بحران تر ټولو دمخه مهاجرین سخت ځپلي»

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼي په حواله د کرونا بحران په نتیجه کي رامنځته سوي اقتصادي رکود په جرمني کي اوسیدونکو مهاجرو باندي سخت منفي اثر کړی او د کار په بازار کي یې د خارجيانو او جرمنیانو ترمنځ هم تفاوت ډیر کړی دی.

Deutschland Wohnungsbau Handwerker
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

لکه څنګه چي آلمانۍ ورځپاڼي(بیلډ ام زونټاګ)رپوټ ورکړی دی، د همدې کال د مارچ څخه تر مئ میاشتي پوري په هغو کسانو کي بیکاري، چي آلماني پاسپورټونه یې نه درلودل، ۲۴ فیصده ډیره سوې او مجموعأ ۸۴۰۰۰۰ کسانو ته لوړه سوې ده. خو بیا د هغو کسانو، چي آلماني تابعیت او پاسپورټونه یې درلودل، بیکاري یې یوڅه لوړه سوې ده: یعني ۱۹ فیصده ته او مجموعأ ۱۹۶۴۰۰۰ کسانو ته.

د مهاجرینو په باب که څه هم دقیق ارقام وجود نه لري، خو د جرمني د کار پیدا کولو ادارې د ۸ اصلي هیوادونو، لکه سوریې، عراق، افغانستان، ایران، نایجریا، ایریتریا، سومالیا او پاکستان مهاجرو ته اشاره کړې ده، چي په همدغه موده کي یې بیکاري ۲۳ فیصده او یا ۲۷۲۰۰۰ کسانو ته لوړه سوې دي. دا تراوسه پوري تر ټولو لوړ حالت ؤ.

د دغي ورځپاڼي په حواله اقتصادي رکود تر ټولو دمخه خارجیان په دې خاطر هم ځپلي دي، چي دهغوی اکثریت په داسي څانګو کي کارونه کوي، چي د کرونا بحران څخه ډیر اغیزمن سوي دي.د مثال په ډول په دغه وخت کي په هوټلونو، رستورانونو، پاک کاریو او یا د امنیتي خدماتو په څانګو کي بیکاري ډیره زیاته سوې، کوم کارونه او څانګي چي اکثریت خارجیان پکښي مشغول ول.

ددې تر څنګ خصوصأ هغو کسانو، چي مسلکي زده کړي یې نه درلودې، هم خپل کارځایونه له لاسه ورکړل. ویل کیږي، چي په غیر آلمانیانو، خصوصآ د اروپايي ټولني څخه دباندي هیوادونو کي د غیر مسلکي کسانو تعداد ډیر لوړدی.

د ورځپاڼي په حواله د کرونا بحران د کار په بازار کي د جرمنیانو او خارجیانو ترمنځ هم تفاوت ډیر کړی دی. دمثال په ډول په مارچ میاشت کي ۵ فیصده جرمنیان بیکاره وه، خو بیا ۱۳ فیصده خارجیانو کارونه له لاسه ورکړي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب