1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: الډي غواړي راتلونکی کال خپل ارگانیک محصولات ډیرکړي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د جرمني د الډي جنوب په نامه سوپرمارکیټ غواړي په ۲۰۲۳ م کال کي خپل ارگانیک محصولات نورهم پراخ کړي او په همدې منظور د بیو- ناتور لنډ اتحادیې- Bio-Verbund Naturland سره گډ کار وکړي.

Deutschland | Energieeinsparung in Supermärkten | ALDI Süd
انځور: Michael Gstettenbauer/IMAGO

د الډي د ارزان بیي سوپرمارکیټونو د جرمني د بخش رییس، شټیفان کوپ د «ویلټ ام زونټاگ» المانۍ ورځپاڼي ته نن ویلي، چي «د ناتور لنډ اتحادیې سره زموږ خبري په ښه ډول رواني دي او خوشاله یو، چي وکولای سو په راتلونکي کال کي ددغي اتحادیې په ليبل سره لگیدلي لمړني محصولات عرضه کړو». هغه اضافه کړه: «زموږ دپاره په جرمني کي په تیرو کلونو کي مهمه وه، چي موږ ځانونه ښه کړو. موږ مجبوره ؤ، چي خپلي څانگي د خرید په ښې فضأ سره یوه منظم حالت ته ورسوو. په مشخصو مالونو او محصولاتو سره، لیکن مهم.» ځکه نو « نن ورځ موږ په سلهاوو ارگانیک، نباتي او سیمه ایز محصولات لرو». 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب