جرمني اوکراین ته توغندي او جنگي زره پوش موټر ورکوي
۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعهد جرمني د ددفاع وزیر کریستین لامبرت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي هیواد به یې څو نور راکټ انداز او زره پوښ نقليه وسیلې اوکراین ته واستوي.
سربیره پردې به آلمان د لانچرونو له پاره شاوخوا ۲۰۰ راکټونه هم واستوي. اوکراین په دا وروستیو کي د روسي ځواکونو پر وړاندي تر بریالیو عملیاتو وروسته، له آلمان څخه وغوښتل چي دوی ته دي د وسلو استولو اندازه زیاته کړي.
لامبرت د جرمني د دفاع وزارت په خبري کنفرانس کي وویل: « موږ پریکړه وکړه چي د ۲۰۰ راکټونو په شمول به دوه MARS II ډوله څودانه یې راکټ انداز اوکراین ته ورکړو.»
هغې وویل: «علاوه پر دې به موږ اوکراین ته ۵۰ دینگو ډوله زره پوښ ۵۰ هم واستوو.»
اوکراین ته کومو هیوادونو څومره وسلې ورکړي؟
د جرمني د دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل چي له MARS II ډوله راکټ انداز څخه د استفادې په اړه د اوکرایني پوځیانو زده کړي به په سپتمبر میاشت کي پیل سي. لامبرشت زیاته کړه چي د زره پوش نوري «BMP- IFVs» ډوله نقلیه وسیلې به چي د شوروي له خوا جوړي سوي، ډیر ژر له یونان څخه اوکراین ته واستول سي.
دغه کار د هغه تړون له مخي کیږي چي په بدل کي به یې یونان ۴۰ «Marder IFVs» ډوله زره پوش آلمانۍ نقلیې وسيلې ترلاسه کړي.
اوکراین پرآلمان باندي په وار وار سره انتقادونه کړي دي چي د وسلو استولو ته لیوال نه دی او په دې کار کي له ځنډ څخه کار اخلي. دغه هیواد له آلمان څخه د لئوپارد د ټانکونو او «Marder» ډولو زره پوش د نقلیه وسایلو غوښتونکی سوی وو.
آلمان چي په اول سر کي اوکراین ته د وسلو له استولو سره علاقه نه درلوده، وروسته یې تجهیزات، وسلې او هوايي ضد ټانکونه نوموړي هیواد ته واستول.
آلمان همدارنگه ژمنه وکړه چي په ۲۰۲۳م کال کي به د روسیې د بریدونو د دفع کولو په برخه کي د مرستې له پاره د ۵۰۰ میلیونو یورو په ارزښت وسلې اوکراین ته واستوي.
GP/NZ/AG