1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: اکثره شرکتونه د خرابي زیربنأ څخه شکایت کوی

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د خرابو سړکونو، پلونو او ریلونو له ځنډ او تر یوه حده خرابي زیربنأ څخه په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د جرمني شرکتونه شکایت کوي او ورڅخه ناراضه دي.

Deutschland I Radweg in schlechtem Zustand
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture-alliance

د تیري سه شنبه په ورځ د جرمني د اقتصادي انستیتوت له خوا نشر سوي یوه رپوټ کي تقریباً ۸۰ فیصدو شرکتونو ویلي دي چي خرابه زیربنا یې پر کار و بار باندي منفي تأثیر کوي. دا په ۲۰۱۳م کال کي د عین دغه ډول یوې نظرپوښتني څخه ۲۰ فیصده اضافه والی ښيي.

د انستیتوت په خبره تر ټولو ډیر بیا د خرابو سړکانو څخه شکایت موجود دی، خصوصأ په نورد راین ویستفالن، باډن ویرتن بیرګ ایالتونو او د آلمان په ختيځ کي. خو د کښتیانو او هوايي ترانسپورټ څخه هم شکایت مخ پر ډیریدو دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب