1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: ایا د کرونا بحران اسلام ته یو ښه چانس ورکوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

ایا د کرونا بحران اسلام ته په جرمني کي یو ښه فرصت په لاس ورکوي، چي په لا ډیر قوت سره په ټولنه کي نفوذ پیداکړي او د دولت په مقابل کي په ښکاره ډول سره خپل ځان تثبیت کړي او که خبره یې یوازي د ځان پر مطرح کولو باندي ده؟

Coronavirus - Moscheen öffnen wieder
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په آلمان کي د تیري شنبه او یکشنبه په ورځو باندي ډیرو مسجدونو د عبادت کولو دپاره خپلي درواې بیرته خلاصي کړې. خو مسلمانان باید د لمانځه او عبادت پر وخت ماسکونه واغوندي، فاصله مراعت کړي او خپله مسله)جای نماز( هم ورسره راوړي.

د تیري جمعې دورځي څخه په ګډه سره لمونځ کول بیرته امکان پیدا کړ، خو د محدودیتونو او لږو خلګو سره. خو د تراویح لمونځ ادأ کول اوس هم ، چي پکښي ډیرمسلمانان ګډون کوي، دپخوا په ډول لا امکان نلري.

سیاستداران هم د اسلامي ټولنو ستاینه پدې خاطر کوي، چي د مارچ میاشتي څخه یې د حکومت د رسمي قیوداتو تر وضع کیدو دمخه لا مسجدونه د عبادت کونکو پرمخ وتړله. د برلین سنأ پرون دوشنبه)د مۍ میاشتي ۱۱ مه( کاتولیکي خبري آژانس,KNA ته » د اوسنیو چلنجونو سره د اسلامي ټولنو د ښه چلند« یادونه وکړه. د نورد راین ویستفالن ایالتي حکومت دا عمومي مروج نظر تایید کړ، چي »مسلمانان او غیر مسلمانان پر کرونا پانډمي باندي د غالبیدو پخاطر په اصطلاح په یوه کښتئ کي سره ناست دي.»

د یو تعداد استثناوو ماسیوا په ټوله جرمني کي مسجدونه د کرونا ویروس پخاطر وضع سوي سخت قیودات مراعت کړي. د عیسوي کلیساوو او نمایندګانو برعکس دمسلمانانو مهمو استازو د مساجدو د ژرترژره خلاصیدو د غوښتني څخه صرف نظر وکړ. که څه هم روژه راروانه وه.

د جرمني د کورنیو چارو د وزارت څخه د یوې پوښتني په جواب کي ویل سوي، چي موږ په دغه مسأله کي د مسلمانانو د یوې شورأ)KRM( سره په دایمي او منظم ارتباط کی قرار لرو. د مسلمانانو دغه اتحادیه د ټوله جرمني په سطح۶ اسلامي ټولني تر خپل چتر لاندي او تر ۲۸۰۰ اضافه مسجدونه لري. KRM چي په ۲۰۰۷ م کال کي تاسیس سوی دی، د خبرو د یوه اصلي رابط په حیث لږ راښکاره سوی او حتی د کورنیو چارو د وزرات لخوا جوړیدونکي اسلامي کنفرانس کي هم د خبرو اصلي اړخ نه ؤ.

مرکزي او ایالتي حکومتونه اکثرأ د مختلفواتحادیو سره په انفرادي ډول معامله کوي، مثلأ د ملایانو د روزني او اسلامي تدریس په باب . خو د کرونا ویروس په جامعه کي د KRM د لا ډیر نفوذ حاصلولو او نورو موضوعاتو ، لکه د بندیانو څخه د رواني پالني په اړه د هغوی د غړو په دریځ کي لږ تغیر راوستلی دی.

د کرونا پر وخت د KRM په کارونو کي دوه تغیره راغلي دي: اول داچي د عامه ټلویزوني چینلونو څخه یې د خپلو عبادتونو او وعظونو د خپریدو غوښتنه وکړه او دوهم دا چي د کورنیو چارو د وزارت څخه یې د مالي کومک غوښتنه وکړه، ځکه چي ډیرو مساجدو ته اعانې نه ورټولیدلې او د دایمي تړل کیدو خطر یې موجود ؤ.


خو سربیره پر دې د اسلامي اتحادیو او الماني دولت ترمنځ ډیر جنجالونه موجود دي. ترکۍ اسلامي اتحادیه، ډیبیت چي تر ټولو ډیر مسجدونه لري، په دې تازه وختونو کي د یو تعداد په اصلاح رسواييو په سبب خپل اعتبار ته تاوان رسولی دی. حتی د کرونا د بحران په منځ کي د هیسن ایالت د ترکیې د حکومت څخه د ډیبیت د نه مستقل کیدو او جلا کیدو پخاطرد هغه سره ګډ کار ته خاتمه ورکړه. د KRM د اسلامي شورأ او مرکزي شورأ سره هم ډیره بې اعتمادۍ موجوده ده، مثلأ لکه د خارج څخه یې کنټرولیدل او یا د افراطي تمایلاتو په سبب یې .

په دې خاطر د جرمني په ډیرو ښارونو کي د هغوی په مقابل کي متفاوت عکس العملونه موجود دي. تقریبأ ۴۰ ناحیو او سیمو تراوسه پوري د کرونا د قیوداتو د مراعتولو په شرط اذان ته اجازه ورکړې ده. خود KRM د یوې نظر پوښتني پر اساس د جرمني ۶۱ فیصده اوسیدونکي د مسلمانانو لومړۍ کلمه چي الله يو او محمد ص يې رسول دی اورېدل نه غواړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب