دغه خبري د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان (OECD) د نړیوالي پناه غوښتني له څانگي څخه توماس لیبیش، د دوشنبه په ورځ په برلین کي وکړې. ده وویل، چي که څه هم سکاندنویايي هیوادونه د مهاجرو د ادغام په موضوع کي ډیر مخته دي، خو جرمني هم په دې برخه کي ډیرکارونه سرته رسولي دي.
په ځانگړې توگه دکار پیداکولو په سیاست او مدني ټولنو د فعالیتونو په برخه کي سويډن کولای سي، له جرمني څخه زده کړه وکړي. د ستاکهولم پوهنتون د مهاجرود انستیتوت استازی گېزیلا وایسمن، وايي چي د مثال په ډول د لنډي مودې کارونه داسي یو ماډل دی چي سويډن یې په علاقه مندۍ سره تعقیبوي.
د سويډن د مهاجرينو د ادارې استازی بِرند پاروسیل، وايي چي د سويډن د کار بازار تر ټولو دمخه ښو مسلکي کسانو ته د کار ډیر امکانات برابروي. خو لږ مسلکي کسان بیا ددې برعکس لږ چانس لري چی د کار بازار ته لار پیدا کړي.
خو سويډن بیا د ادغام په خپلو ځانگړو پلانونو سره د قبول سوو مهاجرو له پاره د ژبي په کورسونو سره هغوی ته د کار په بازار کي د کار کولو زمینه برابره کړې ده چي هغه بیا د دوامداره ادغام سره هم مرسته کوي. د هغه اغېزې تر ټولو دمخه د مهاجرو پر دوهمو نسلونو باندي معلومیږي چي د جرمني برخلاف په سويډنۍ ټولنه کي کاملأ مدغمیږي.
پاروسیل، وايي، څوک چي سويډن ته راځي، هغه ته د امکان تر حده پوري ډیر ژر د«عادي ژوندانه» امکانات برابریږي، هغوی په ډله ایزو کمپونو کي نه اچول کیږي، بلکي کورونه ورکول کیږي، تیار خوراکي شیان او مواد نه ورکول کیږي، بلکي له لومړۍ ورځي څخه نقدي پیسې.
همدارنگه ورته د ژبي او مسلکي زده کړو امکانات برابریږي. د ده په خبره په اصطلاح د بیگارۍ داسي یوه مرحله لکه په جرمني کي چي موجوده ده، په سويډن کي نه سته.
اروپا ته مهاجرت
په سمندرونو کې د کډوالو لټون او د هغوې روغتیا ته د پاملرنې هڅې
د بې سرحده ډاکټرانو غیرې دولتي سازمان د مدیترانې له لارې اروپا ته له رسیدونکو کډوالو سره مرسته کوي. د دوی «دگنتي ون» کښتې تر اوسه پورې په زرگونه کډوال ژغورلي دي. انځور: DW/K. Zurutuza د فینیکس او آرگوس په څیر«دگنتې ون» هم د بې سرحده داکترانو د هغه سمندري ماموریت یوه برخه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د مدیترانې په سمندر کې گزمه وهي. دغه ۵۰ متره اوږدې کشتې تر اوسه پورې ۵۰۰۰۰ کسان روغ رمټ وچې ته رسولي دي. دغو درو بیړیو تر اوسه پورې ۱۷۰۰۰ کسان د سمندر په څپو کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي.
انځور: DW/K. Zurutuza د دغو کوچنیو کښتیو په وسیله له سمندر څخه د تیریدو قیمت ۵۰۰ ډالره دی. په ظاهره کې پر دغې کمزورې ښکاریدونکي کشتې د قاچاقبرانو تر لویو کشتیو ډیر اعتبار کیدای شي. یوه بحري افسر دیود برادوس دویچه ویله ته وویل: «دا ډول کشتۍ نه ډوبیږي، په داسې حال کې چې لویې کشتۍ ډوبیږي او سپاره کسان په کې بند پاتې کیږي.»
انځور: DW/K. Zurutuza په «دگنتې ون» کې سپرو ډیر شمیر کډوالو دویچه ویله ته وویل چې په لیبیا کې دوی ته قاچاقبرانو ویلي وو چې یوه لویه بیړۍ به تاسې په محفوظې طریقې سره ایټالیا ته ورسوي. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله سږ کال تر اوسه پورې تر ۳۰۰۰۰۰ډیرو مهاجرو اروپا ته د رسیدو دغه خطرناکه لار وهلې.
انځور: DW/K. Zurutuza په لومړي قدم کې ښځې او ماشومان د کډوالو په کشتیو کې تر ټولو په لومړي قدم کې هڅه کیږي چې ښځې او ماشومان وژغورل شي. دوی د هرې کشتې د سپرو له ۱۰ څخه تر ۱۵ فیصدو پورې تشکیلوي. د بې سرحده داکترانو په حواله په دغو کشتیو کې اومیدواره او یا داسې میرمنې هم سپرې وي چې نوی زیږدون یې کړی وي. دغه میرمنې ځانگړې پاملرنې ته اړتیا لري.
انځور: DW/K. Zurutuza د بالقان له لارې اروپا ته د رسیدونکو په پرتله له لیبیا څخه د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو یوه لویه برخه د افریقایې هیوادونو کډوال تشکیلوي. لیبیا د ټولو هغو صحرایې هیوادونو د کډوالو له پاره تم ځای جوړ شوې دی چې غواړي اروپا ته ځان ورسوي. په همدې منځ کې په دغه هیواد کې له ډیر شمیر افریقایانو سره د ناوړه چلند او حتې د دوی د وژل کیدو اطلاعات هم ورکړل شوې دي.
انځور: DW/K. Zurutuza یوه سینیگالي دویچه ویله ته وویل:« په لیبیا کې د پيرې یا څار په یوه مرکز کې تر بندي کیدو وروسته، د هغه مرکز پيره دارانو ماته یو مبائل راکړ او وېې ویل چې زه باید له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړم. که هغوې پیسې وانه ستوي نو زه به ووژل شم. زه خو یې پرښودم، خو هغو کسانو چې پيسې نه درلودې هغوې یې پر ساختماني شرکتونو و پلورل.»
انځور: DW/K. Zurutuza ډیر شمیر ښځو وویل چې دوی د لیبیا په بدنامه توقیفي مرکز کې د جنسي تیري له پيښې سره مخامخ شوې دي. د بې سرحده ډاکټرانو پرسونل د طبي او رواني درملنې تر څنگ په همدا کشتې کې د«ایډز» معاینه هم کوي. د بې سرحده داکترانو څخه لورا پاسکیرو دویچه ویله ته وویل:« اکثره میرمنې د یوه تکان سره مخامخ شوي دي. یواځنې شې چې دغه میرمنې یې ویلی شي هغه بیرونکي پيښې دي چې دوی ورسره مخامخ شوې دي.»
انځور: DW/K. Zurutuza نائجیریایې ایولین خپله کیسه داسې بیانوي:«طرابلس ته نږدې زه پنځو تنو وسله والو کسانو ونیولم. هغوې غوښتل پر ما جنسې تیرې وکړي، خو کله چې هغوې ولید چې زه «حایضه» وم ډیر په قهر شول او زه یې دومره ووهلم چې بې هوشه شوم.»
انځور: DW/K. Zurutuza د دکنتې ون په وسیله ایټالیا ته انتقالیدل د «دکنتې ون» سرعت کم او لږ شمیر کسان په کښې ځایږي. له همدې امله دغه کشتې د لیبیا ساحل ته نږدې د ژغورنې په مرکزونو کې هم موجود وي. په دې کښتۍ کې سپاره کډوال بیا د لویو کشتیو په وسیله ایټالیا ته رسول کیږي. دغه لویې کۍتې د ایټالیې د سیسلي او ریجیو د ټاپو گانو په بندرونو کې ولاړې وي.
انځور: DW/K. Zurutuza ډیر شمیر کډوال ایټالیا ته تر رسیدلو وروسته د کار پيدا کولو کوښښ کوي، ځکه دوی باید خپلو کورنیو ته هم یو څه پيسې واستوي، خو په ایتالیا کې د کار پيدا کول ډیر مشکل وي او یو شمیر خو حتی مجبوره شي چې په سوالگرۍ خپلې شپې سبا کړي.
انځور: DW/K. Zurutuza